د نوميالي شاعر- عبدالباري جهاني د«ملي جرګې» په اړه څو خبري
نن سبا زموږ ګران هيواد (افغانستان) د تېر دېرش کلن تاريخ تر ټولو خونړۍ شپې او ورځي تېروي . هر ځای د جنګ او ورانۍ اورونه بل دي؛ د بې ګونا افغانانو ويني په داسي بې رحمۍ او بې مسووليتۍ توييږي، چي د چرګانو او چوغکو ويني هم څوک په داسي بې رحمۍ او بې مسووليتۍ نه بهوي . د بېري او بې باورۍ کرغېړن سيوري پر ټول هيواد او سيمي وزرونه غوړولي دي . خلګ د جنګونو، ناامنيیو، زور زياتيیو، بې عدالتيیو، فساد، لوږي، بې کاريیو ،بې کوريیو او ډول ډول ستونزو او ناخوالو له کبله د لېونتوب تر پولي سرېدلي دي . دا خونړي حالات به بېله شکه د راتلونکي عيسوي کال د جولای په مياشت کي د امريکايي پوځ او نورو متحدينود جزيي يا کُلي وتلو تر پيل وروسته د چاودېدو ګچي ته ورسيږي . دا حقيقت د لمر په څېر روښانه دئ، چي يرغلګر پوځونه تل تر تله نسي پاتېدای؛ که راتلونکی کال وي يا بل کال، بايد د خپلو سياسي او پوځي ناکامييو او ژور اقتصادي بحران له امله دا خاوره پرېږدي . د اشغالګرو لښکرو له وتلو سره جوخت به يو وار بياپه دې لتاړ سوي او غملړلي هيواد کي، د سياسي واکمنۍ د غصبولو دپاره داسي ليونۍلوبي پيل سي، چي خلګ به د کابل د تنظيمي جګړو لړزونکي خاطرې له ياده وباسي؛ د ګاونډييو او سيمه يیزو هيوادو جاسوسي سازمانونه به په خپل ټول استخباراتي، پوځي او مالي ځواک سره د ښکېلو جنګي ډلو ټپلو تر منځ د اور لمبو ته لمن ووهي؛ يو ځل بيا به زموږ بدمرغه او رټېدلي خلګ د قومي، ژبني، مذهبي، سمتي او نورو اړېکو پر بنسټ په دار ځړول کيږي؛ ژبي به يې پرې کيږي؛ په سرونه کي به يې مېخونه ټک وهل کيږي؛ د لرګو او سکرو د بوجيیو په څېر به په تړلو کانټينرونو کي اچول کيږي؛ د خوندو او مندو پر پاکه لمن به بيا د حيوان صفته جګړه مارو له خوا وحشيانه تيري کيږي او داسي نور زړه لړزونکي جنايتونه، چي قلم يې د ليکلو او بيان حوصله نه لري . بايد په ټينګار سره و وایم، چي دا پلا به د دوښمنو جنګي ډلو ټپلو تر منځ اوږدې خونړۍ جګړې زموږ د وياړلي او تاريخي ټاټوبي مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکي او ملي واکمني هم له لوی او جدي خطر سره مخامخ کړي؛ ځکه د هیواد د تجزيې پلانونه پخوا لا جوړ سوي دي؛ او ټولي جنګي ډلي ټپلي د خپلو تورو هدفونو د تحقق له پاره د باد او باران ورځي ته انتظار باسي .په بشپړ باور سره به دا ځل د جنګي ډلو ټپلو راج و تاراج د پخوانييو دَوْرو په پرتله ډېر تور اوبې رحمانه وي . علت هم دا دئ، چي په تېرو لسو کلوکي ډېري ويني توی سوي؛ ډېر کورونه خراب سوي؛ ډېر يتيمان، کونډي، بوري او وراري پاته سوي؛ ډېرو دوښمنييو او تعصبونو ته لمن وهل سوې، لنډه دا چي د سلو فتنو او پساتونو توخمونه کرل سوي دي .
هر ويښ او هوښيار افغان بايد په هيواد کي د دغه راز احتمالي ناتار د پېښېدو خطر ته په ټيټه سترګه و نه ګوري؛ ځکه د سياسي واک د تر لاسه کولو له پاره د بېلابېلو سياسي او جنګي ډلو ټپلو خپلمنځي تضادونه او مخالفتونه په څرګنده د دې ترخه واقعيت ښکارندوی دي .
د دې پوښتني جواب، چي ولي به بيا له داسي ترخو او خونړييو پېښو سره مخامخ کيږو، هم بېخي واضح او څرګند دئ . د بن لادن او القاعدې د له منځه وړلو په پلمه د بې ګونا افغانانو بې رحمانه وژني، حبسونه، ځوروني او بې عزتۍ؛ د ايتلافي لښکرو د يرغل له پيله تر اوسه د بدنامو جنايتکارانو، زورواکانو، غلو، قاچاقبرانو، جاسوسانو، فاسدو او بې کفايته واکمنانو سياسي، پوځي او مالي ملاتړ؛ او د دې هيواد د بېوزلو خلګو د اساسي مسألو ياني امنيت، ډوډۍ، کار، کور، روغتيا او نورو ضروري اړتياوو په وړاندي بې غوري او بې پروايي، ټول په لنډه توګه هغه عوامل او سببونه دي، چي د دغه راز فاجعې تکرار ته يې شرايط او امکانات برابر کړي دي . له دې امله ناڅاپي نه ده، چي د پښتنو منلي او نوميالي شاعر- ښاغلي عبدالباري جهاني د هيواد روانو شرايطو او حالاتو تر ژوري شنني وروسته د « موږ به څه کوو؟» تر عنوان لاندي د ګردو د منورو او بادرده افغانانو ديووالي او پيوستون پر اړتيا او د هيواد په اوسني کړکېچن سياسي ډګر کي د هغوی پر ارزښتناک رسالت ټينګار کړی دئ .
ما په خپله هم د« ملي غورځنګ او دهيواد د ژغورني تاريخي رسالت » تر سرليک لاندي څه موده مخکي پراخه او هر اړخيزه ليکنه وکړه، چي د «بېنوا» او« لروبر» پر درنو ويبپاڼو سربېره، په ځينو نورو افغاني ويبپاڼو او ويبلاګونوکي هم خپره سوه . په دې مفصله ليکنه کي،چي درانه لوستونکي يې پر لاندنييو پتو لوستلای سي، د هيواد د ملي غورځنګ د جوړولو، يووالي او ګډو مبارزو پر اړتيا او ځينو نورو مهمو اړخونو اوږدې خبري سوي دي .
http://www.bloguna.com/javed/view/5769
http://blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=46579
لکه څنګه چي ښاغلي جهاني په خپله ارزښتناکه ليکنه کي يادونه کړې ده، د هيواد د ملي او هيوادپالو شخصيتونو يو موټی کېدل؛ او زموږ د ګډ تاريخي کور( افغانستان) د ژغورني په لاره کي فعاله ونډه اخيستنه، د دې وخت تر ټولو ستره او مهمه اړتيا ده . مخکي تر دې چي په راتلونکو کرښو کي د افغانستان د ملي ژغورني د غورځنګ يا جرګې د هدفونو او مشرتابه په اړه څو لنډي خبري وکم، د دې ټکو يادونه ډېره ضروري ګڼم، چي زموږ بېده ساتلئ وطن په حقیقت کي له اوږدو کلونو راهيسي، د يوه ريښتيني ملي او ولسي غورځنګ د نه لرلو په وجه، د کيڼ او ښی افراطيت د ليونييو غوبلونو قرباني دئ . د افغانستان د تېرو رژيمونو مستبدو واکمنانو د خپل سياسي واک د ساتني په مقصد د خپل وخت د ملي، ولسي او مترقي سازمانو په توګه د ويښو زلميانو، وطن او ځينو معتدلو کړييو د کار او فعاليت مخه ونيوله؛ خو په خواشينۍ سره چي د هيواد سياسي، اجتماعي او اقتصادي تضادونو څه موده وروسته د دې سياسي خلا د ډکولو له پاره داسي کيڼ او ښي سازمانونه را منځ ته کړه، چي تر ننه پوري يې د ريښتينو ملي او مترقي سازمانو د جوړېدو او ودي مخه نیولې ده . د هيواد کيڼ او ښی افراطيت، د ګاونډييو او سيمه ييزو هيوادو استخباراتي سازمانو او د نړۍ ټولو استعماري ځواکونو هر يوه جلا جلا په افغانستان کي د ملي قوتونو د دړي وړي کولو په خاطر له هيڅ لاري او هيڅ وسيلې څخه صرفه و نه کړه او لا يې نه کوی .
له همدې امله ګورو، چي زموږ ملي شخصيتونه، روښانه او منورکسان له کلونو کلونو راهيسي پر شلو لارو او شلو ډلو وېشلي دي . که څه هم د ملي وياړنو او ارمانونو مخکښان هر وخت د پردو لښکرو، دهغوی د مزدور حکومت او ډول ډول وسله والو مخالفينو د نارواعملونو په وړاندي د اعتراض اوازونه پورته کوي؛ خود نړۍ په ګوټ ګوټ کي د پاشليتا او ديوه واحد غښتلي سازمان او مشرتابه د نه لرلو په سبب يې هيڅوک په خوله پياز نه ميدوي . د دې بدمرغۍ په علت او سبب هرڅوک ښه پوهېږي . نن هغه ورځ را رسېدلې ده، چي ځانونه وښورو؛ او د دې لويي نيمګړتيا په ايسته کولو لاس پوري کوو.
تر هغه مهاله چي د افغانانو ريښتيني استازي د نړۍ په بېلابېلو هيوادوکي خواره واره وي؛ د لويو ملي او وطني مسألو له پاره ګډه کړنلاره ونه لري؛ هر څوک د ځان غټه او د بل سپکه وکړي؛ په هيواد کي دننه د خپلو رټېدلو خلګو د ويښولو او يو موټي کولوپه مقصد جدي کار ته مخه نکړي؛ او په ملي او بين المللي ډګر کي د ميليونو افغانانو د روا مبارزود لارښووني دروند مسووليت پر غاړه وانخلي، زموږ پر مظلومو او کړېدلو خلګو به د زور او وسلو د خاوندانو له خوا د قيامت ورځي تېريږي؛ او دا تاريخي ګډکور به د نابودۍ او تجزيې تر پولي، له راز راز خطرونو سره مخامخ وي . د مورني او پلرني وطن د ژغورني په دغه راز خطرناکو شرايطو کي خوله پټه نيول، ګوښه پاتېدل؛ اود وخت تېرول نه يوازي لويه تېروتنه، بلکي لويه جفا اوګونا ده . بې شکه، چي دا لاره ډېره ستونزمنه او اغزنه ده؛ قربانۍ او سرښندني غواړي؛ خوسره له ټولو کړاونو او ناخوالو د پت ، سرلوړۍ او بالاخره کاميابۍ يوازنۍ لاره ده . لکه څنګه چي ښاغلي جهاني په خپله ليکنه کي کاږي : « دا خبري به په لومړي سر کي خیال است و محال است و جنون ښکاري . مګر چی کله یو ځل حرکت پیل سي هلته به معلومه سي چی شوپرکان څرنګه د لمر له رڼا څخه تښتي او جنګ سالاران څرنګه د خلکو ارادې ته تسلیمیږي . تاسی به وګوری چی لوی او جبار قدرتونه به زموږ د اولس د ریښتونو استازو سره خبري کوي او موږ به د مټ په زور امتیازات ورڅخه اخلو. »
ويښ او روښانه افغانان د سر په سترګو ګوري، چي د پاکستان پوځي او سياسي مشران د خپل څو شپېته کلن هيواد د ساتني له پاره، چي په حقيقت کي نه د دوی د وينو او مجاهدو محصول، بلکي د برتانوي استعمار سوغات دئ، څه څه هلي ځلي او کوښښونه نه کوي . آيا د مېړنييو او غيرتي افغانانو اسلامي، ملي او وطني وجيبه نه ده، چي د خپلو پلرونو او نيکونو په وينو او قربانييو ګټل سوې خاوره د پردو يرغلګرو، د هغو د مزدورانو او زورواکو جنګي ډلوټپلو له شره وژغوري؟ آيا د ننګياليیو افغانانو غيرت او شهامت دا مني، چي د ميروس نېکه، شاه محمود، شاه اشرف، احمدشاه بابا، عبدالله خان اڅکزي، امين الله خان لوګري، مير مسجدي خان، ملا مشک عالم، محمد جان خان وردګ، ايوب خان، ملالۍ او په سلګونو نورو ملي قهرمانانو په وينو او قربانييو ساتل سوې مېنه اوس د حامد کرزي، قسيم فهيم، کريم خليلي، رشيد دوستم، حاجي محمد محقق، رسول سياف، سيداحمد ګيلاني، صبغت الله مجددي، عبدالله عبدالله، يونس قانوني، عطامحمد نور او داسي نورو لاسپوڅو او بې رحمه جنايتکارانو په لاس کي وي؟ تاسي هغه ملي مشران، سپېڅلي غازيان او مېړني مجاهدين له دې مزدورو، خاينو، جنايتکارو، لوټمارو، فاسدو او بې کفايته زورواکانو سره پرتله کئ! له پرتله کولو څخه يې د هر بااحساسه او دردمن افغان پر وجود جټکه راځي؛ وېښتان يې شخ درېږي . له دې کبله بايد دا ظالمانه او بې رحمانه وضعه پای ته ورسيږي؛ او همدا اوس يې د ختمولو له پاره ملاوي وتړلي سي .که نه نو د جنګي ډلو مشران او قومندانان، د پردو استخباراتي سازمانو وفادار ايجنټان، د مخدره موادو سوداګران، د مافيايي اقتصاد کاروباريان او نور مزدور زورواکان به تل تر تله زموږ د وينو او سرونو په بيه مزې او چړچې کوي؛ زموږ د پلرونو او نيکونو په وينو ګټل سوی هيواد به د خپلو بادارانو د کرغېړنو نخشو د تحقق له پاره پر شمال او جنوب، پښتو او پاړسي، سني او شيعه، پښتون او تاجک، هزاره او اوزبک او داسي نورو لارو وېشي؛ او موږ به د يتيمانو غوندي هيڅکله د هغود انساني ضد او افغاني ضد عملونو په وړاندي د سر پورته کولو او خولي خلاصولو جرأت نه لرو.
د افغانستان ګرده رټل سوي او بې اوازه ولسونه (پښتانه، تاجک، هزاره، اوزبک، پشه يي ،نورستاني، بلوڅ هندو، سيکهـ اونور وروڼه قومونه) له کلونو کلونو راهيسي د هيواد د ژغورني له پاره د دغه راز ملي او ولسي غورځنګ د جوړېدو لاره څاري . سره له دې هم په افغانستان کي د يوه ريښتيني ملي او مترقي غورځنګ د بري په لار کي لويي ستونزي او خنډونه پراته دي . له يوې خوا هيواد د څه دپاسه يو نيم لک پردي پوځ په منګلو کي اسير دئ؛ په مرکز او ولايتو کي تر اوسه د هغو مزدورو، بې رحمو، غلو او فاسدو واکمنانو حُکم چليږي، چي د هيچا پر سر، ناموس او مال صرفه نه کوي . له بلي خوا، ځيني وسله وال مخالفين د پردو يرغلګرو او زورواکو حاکمانوپه څېر په خپلو وسله والو عملياتو او ځان وژونکو بريدونوکي، وچو او لندو ته په يوه سترګه ګوري؛ په خپله چاړه خپل ورور حلالوي؛ لاري او پلونه ورانوي؛ د پوهي او رڼا مرکزونه سوځي . . .
اما سره له دې ټولو مشکلاتو، لوړو او ژورو، په افغانستان کي د يوه ريښتيني ملي او مترقي غورځنګ د برياليتوب لاره بېخي روښانه ده؛ ځکه سوله، امنيت، خپلواکي، ملي يووالی، د ولس له غوښتنو سره سم د يوه قانوني او خدمتګار حکومت جوړول،له لوږي، بېکارۍ، بې کورۍ، بې عدالتۍ، زور زياتي، فساد او نورو ناخوالو سره د مبارزې په خاطر علمي ګامونه اخيستل؛ او په پای کي د يوه هوسا او سسمور افغانستان جوړول د هر دردېدلي او ربړېدلي افغان يوازنۍ غوښتنه ده. دې لوړ انساني او ملي هدف ته رسېدل د يوې ورځي، يوې هفتې، يوې مياشتي يا يوه کال خبره نه ده . د دې ستر آرمان د تحقق له پاره د ټولو دردېدلو او ويښو افغانانو پراخو او ګډو مبارزو ته اړتيا ده.
بايد هېره نه کوو، چي د افغانستان د سوله ييزو مبارزو دا مخکښ غورځنګ يوازي هغه مهال د هيواد او خلګو د ژغورني ستر رسالت پرمخ بيولای سي، چي د هيواد د ټولو وګړو پراخ او نه ستړی کېدونکی ملاتړ تر لاسه کړي؛ اوخلګ په زړه، ايمان، ژبي، قلم، پيسو، ځغاستو پاستو او نورو لارو چارو د هغه تر شا و دريږي .
د ملي ژغورني غورځنګ، څنګه ولسي ملاتړ تر لاسه کولای سي؟
په افغانستان کي د ژغورني د ملي غورځنګ يا ملي جرګې د جوړولو او بري له پاره لاندي شرطونو ته پام کول، ډېر ضروري ګڼل کیږي :
– د افغانستان مېړني خلګ يوازي د هغو مشرانو پر شاوخوا را ټولېدای سي، چي سپېڅلی نوم اونېک شهرت و لري . داسي کسان چي هيڅکله يې د افغانستان د لوړو ګټو او زموږ د مظلومو خلګو پر ضد عمل نه وي کړی؛ او زموږ وياړلي هيواد ( افغانستان) د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د ساتني او دفاع په لاره کي، هيڅ ډول معاملې او مصالحې ته تيار نه وي .
د افغانستان د ملي ژغورني د غورځنګ په مشرتابه کي بايد هيڅکله د ښی او کيڼ افراطيت بدنامي او مالوم الحاله څېرې ځای و نه لري . بايد په روښانه ټکو يادونه وکم، چي په ملي غورځنګ کي د چپو او راستو قوتونو فکري او سازماني برلاسی، د ملي غورځنګ د بري لاره له لويو ځنډونو او خنډونو سره مخامخ کوي . له دې امله بايد ملي غورځنګ يوازي او يوازي د ملي او ولسي ګټو : سوله، امنيت، قانوني حکومت، ټولنيز عدالت سوکالۍ او پرمختګ، پر محور کار او مبارزه وکړي؛ او په سر کي يې هم منلي ملي اوولسي شخصيتونه وي .
– د افغانستان د ژغورونکي ملي او ولسي غورځنګ مشران بايد د افغانانو پر ملي يووالي بشپړ ايمان ولري؛ له هر ډول قومي، ژبني، مذهبي، سمتي او نورو توپیرونو او تعصبونو څخه پاک وي؛ ځان افغان او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبولي . هغه په اصطلاح مفکران، پوهان، څېړونکي، ليکوال، شاعران، هونرمندان او نورو شخصيتونه چي په يوه ډول د ډولونو د افغاني وياړونو او ارزښتونو د کم رنګه کولو فکرونه په سرونو کي ساتي، بايد نه يوازي د ملي غورځنګ په مشرتابه، بلکي د هغه په ليکو کي هم د ورانکارۍ، انشعابونو، توطيو او دسيسو موقع تر لاسه نه کړي .
– د افغانستان د ژغورني د ملي او ولسي غورځنګ مشران بايد خپلواک، زړور، قاطع او بې باکه کسان وي . زموږ د خلګو او وطن د هر ډول دوښمنانو په رسوا کولو کي، له هيڅ شيطاني او فرعوني ځواک څخه و نه بېرېږي . تل تور ته تور او سپين ته سپين و وايي؛ خو د حقايقو په روښانولو کي يوازي په شعر ويلو، مقاله ليکلو او وينا کولواکتفا و نه کړي؛ بلکي دې ستر ملي او ولسي ارمان ته د رسېدو له پاره خوب او خواړه پر ځانو حرام کړي؛ د افغانستان په ګوټ ګوټ کي دخپلو غمځپلو خلګو زړونو ته لاره پيدا کړي؛ فکرونه يې روښانه کړي؛ او په هيواد کي يې د مثبتو بدلونو د راوستلو له پاره له غښتلو او پياوړو مټو څخه کار واخلي . د اوروپا يا امريکا په تالارونو او کوڅو کي د څو ليکوالو، شاعرانو او منورينو اعتراضيه غونډي له خپل ارزښت سره سره، زموږ د ټولني اساسي درد نه دوا کوی . ملي غورځنګ بايد پر لوستو او روښنفکره کسانو سربېره د هيواد په کلو او ښارو کي د ولسي ملاتړ هستې او مرکزونه پيدا کړي؛ ځکه يوازي د خلګو د اګاهانه، منظم او پراخ ګډون له لاري دئ، چي کېدای سي د زور د خدايانو تر پښو لاندي مځکي سرې؛ او د هيواد د ژغورني په خاطر نوو تحولاتو ته لاره پرانيستل سي .
د افغانستان اوسنييو کړکېچنو شرايطو ته پام سره، د يوه خپلواک، ناپېیلي او ملي غورځنګ کار په دې دايره کي نه محدوديږي . د غورځنګ مشران بايد د خپل ولسي کار تر څنګ، د ايتلافي ځواکونو د سياسي او پوځي مشرانو، د کابل حکومت له واکدارانو او تر ټولو مهم د هيواد په ګوټ ګوټ کي د وسله وال پاڅون له بېلابېلو ډلو سره، چي د رواني خونړۍ فاجعې اساسي اړخونه دي، مستقيمي، ښکاره او سپيني خبري وکي؛ او له هري خوا څخه د افغانستان د خونړۍ مسألې د حل له پاره، مرسته و همکاري و غواړي .
– زموږ د خلګو او هيواد د ژغورني ملي غورځنګ يوازي هغه مهال خپل ستر تاريخي رسالت او مسووليت په بري سره پرمخ بيولای سي، چي مشران يې د پوهي، هوښيارۍ او تجربې په زېور سمبال وي . شک نسته، چي د پوهي، هوښيارۍ او بصيرت پر مسأله هيڅوک اختلاف او جنجال نه لري؛ مګر په افغانانو کي د پوه او اُمي بېلول ډېر ګران کار دئ . پښتانه وايي :« په دونيا کي د عقل وږی او د پيسو موړ نسته . » ياني هر څوک ادعا کوي، چي په پوهه او عقلمندۍ کي تر ټولو لوړ؛ او په پيسو کي تر هر چا خوار دئ . په خواشينۍ سره، چي دا ناروغي د عامو او اوپره خلګو په پرتله زموږ په لوستي يا تعليم يافته قشر کي خورا ډېره او پراخه ده . هر چا چي د چا خبره پروفيسري، ډاکټري، ماسټري، استادي، ، قضاوت، شيخي ، امامت او ملايي پيدا کړه، نور ځان عقل عالم او جامع الکملات بولي؛ هيڅوک نه پرېږدي چي مخ ته يې په زړورتوب سره خبره و کي؛ که په خبرو او استدلال کي کمزوری وخېژي، بيا نو سمدلاسه خپلو القابو او عناوينو ته پناه وړي؛ او د مقابل لوري پر تندي د جهالت او بې سوادۍ ټاپه لګوي . د دې خبرو د يادوني مقصد دا دئ، چي د هيواد د ژغورني د ملي غورځنګ مشران بايد د عملي پوهي ، هوښيارۍ او سياسي بصيرت څښتنان وي؛ د مسايلو په ګردو اړخونو يې سر خلاص سي؛ او له خپلي پوهي او تجربې څخه په کار اخيستو سره وکړای سي دا ماته کښتۍ تر دې توپاني درياب په خيريت او سلامتۍ سره پريباسي . دا خبره تر لمر روښانه ده،کله چي مدبر او دراک مشران مخ ته سي، ما غوندي عام خلګ په پوره باور او ډاډ سره د هغو تر شا دريږي .
– بله لويه او مهمه ځانګړتيا د اخلاص او ريښتينوالي خبره ده . هغه پروفيسران، ډاکټران ، ماسټران ، پوهنتونيان او فرهنګيان په څه درد خوري، چي په خبرو او عمل کي يې ديوې ذرې اخلاص نه ليدل کيږي . د کابل له اوسنيیو غلو او فاسدو واکمنانو سره ځکه ټول ملت په جنګ دئ، چي د خلګو په حق کي يې بې چور او چپاوه، بل څه نه دي کړي . د جهاد سوداګرواو د غلا او فساد مسلکي ماهرانو د پروني جهاد او اوسني ناتار په کلونو کي خپلو ځانو، کورنييو او تنظيمي انډيوالانو ته هر څه برابر کړي دي؛ خو زموږ بېوزلي خلګ تر اوسه پوري د يوه وخت ډوډۍ ته هېښ پېښ دي . دې ترخو واقعيتو ته په پام سره، دا ورانه جونګړه او دا داغدار ولس يوازي داسي زړه سواندو، مهربانو او مخلصو مشرانو ته اړتيا لري، چي تر وطن او وطندارانو پوري خپل ځان، بچيان، خپلوان او هر څه هېرکړي .
د ملي ژغورني د غورځنګ په مشرانو کي د يادو سوو صفتونو يو ځای والی له دې کبله ډېر ضروری دئ، چي افغاني ټولنه د څه له پاسه دېرشو کلونو راهيسي د بې باورۍ له خورا لوی بحران سره مخامخ ده . زموږ ځورېدلی او کړېدلی ولس تر زياتو ترخو او ناکامو تجربو وروسته اوس پر هر پړي او رسۍ د مارګومان کوي . په داسي ويرجنو او زړه ماتوخلګو کي د يوه روښانه سهار او يوه سمسور پسرلي د هيلو را ژوندی کول، څه اسانه خبره نه ده . يوازي د هيواد د ملي ژغورني د غورځنګ زړور، هوښيار اومُخلص مشران کولای سي په خپلو مدبرانه او مخلصانه کوښښونو سره دا مړ سوی باور بيا را ژوندی؛ او د خلګو ستر ي پرګني له ځانه سره ملګري کړي .
په دغه راز ملي او ولسي غورځنګ يا جرګه کي بايد تر هر چا مخکي د هيواد ټول هغه سياسي، اجتماعي او فرهنګي سازمانونه فعاله برخه واخلي، چي غواړي د خبرو اترو، جرګو او مرکو له لاري زموږ په ګډ تاريخي کور- افغانستان کي د روانو وينو تويولو او ورانييو مخه و نيوله سي؛ زموږ د وياړلي ټاټوبي واک له مزدورو او جنايتکارو حاکمانو څخه بيرته خپلواکو او ياړلو افغانانو ته ورکړل سي؛ او د ټولوافغانانو په خوښه يو خدمتدګار او باکفايته حکومت منځ ته را سي . البته دا خبره د افغانستان سياسي، اجتماعي، کلتوري يا اقتصادي سازمانو د مرامي او تشکيلاتي يووالي په مانا نه ده . هر سازمان کولای سي خپلي مرامي کړنلاري او تشکيلاتي جوړښت خوندي وساتي . د خوښۍ وړ خبره دا ده، چي د ملي او مترقي سازمانو دا نيژدې والی، ګډ کار او همکاري به بېله شکه په پای کي د فکري او سازماني وحدت لوري ته هم لاره پرانيزي؛ او په دې توګه د فکري او سياسي پاشلتيا مخه ونيول سي . د افغانستان په بېلابېلو قومي، فکري، اجتماعي، ديني، سياسي او فرهنګي ډلو پوري تړلي نوميالي پوهان، ليکوال، شاعران، محققان، هونرمندان او داسي نور ممتاز شخصيتونه بايد په خپل واک او ځواک سره د دغه راز پراخ ملي او ولسي غورځنګ له سېپڅلو موخو او ارمانونو سره، چي په هيواد کي د سراسري سولي او امنيت ټينګښت، د بهرنييو پوځونو او پردو جهادي ډلو رخصتول او د يوه غښتلي ملي او ولسي حکومت جوړول دي، مرسته وکي .
بشپړ باور لرم، چي په ملي او ولسي غورځنګ يا جرګه کي را ټولېدل د ټولو افغانانو سپېڅلی آرمان دئ؛ ځکه موږ ټول د يوې سپېڅلي مور زوکړي يو، چي هغه زموږ ګډ تاريخي او سرلوړی ټاټوبی- افغانستان دئ . که وطن د پردو يرغلګرو او مزدورو زورواکو په لاس کي وي، موږ ټول په حقيقت کي بې موره يو. د خپلي مور د پت او ناموس ساتنه پر موږ ټولو افغانانو فرض ده. راسئ د دې فرض د ادا کولو دپاره په ګډه کار او کوښښ وکوو.