کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / محقق صاحب! د سلګونو انسانانو وژنې ونه دردولې؟

محقق صاحب! د سلګونو انسانانو وژنې ونه دردولې؟

فکر مو کاوه چې د محقق په څېر چارواکي چې د ملت له برکته يې خوري او څټي د ټول ملت د بېوزلو او کړېدلو انسانانو ږغونه به تر نورو رسوي او د ټول افغان ملت د ارادو تمثيل به کوي.


 


په کندهار کې د فبرورۍ د ١٧مې نېټې ځانمرګي بريد ته په پام سره چې تر ٨٣ زيات انسانان په کې ووژل شول او تر ٤٠ زيات نور ټپيان شول، فکر مو کاوه چې ښاغلى محقق به د دغو انسانانو د وژونکو د غندنې او د نورو ورته غميزو د مخنيوي لپاره به هم خپل ږغ پورته کوي.


 


څو ورځې مخکې دغه ښاغلي د بي بي سي له ايرانپالې راډيو سره په خپله مرکه کې د اطلاعاتو او کلتور پر اوسني وزير ښاغلي عبدالکريم خرم باندې دومره سختې نيوکې وکړې چې تا به ويل ښاغلي خرم د ملت د بچيانو پر سرونو مېخونه ټکوهلي دي.


 


ښاغلى محقق صاحب!


 


د کندهار او دې سيمې دا سلګونو انسانان چې هره مياشت په دا ډول پېښو کې وژل کېږي، ايا دوى انسانان نه دي؟ ايا يوازې په ځينو خاصو مواردو کې ستاسو وجدان او جذبې راويښېږي؟ ايا تاسې د همدې ملت په رايو دغه مقام نه رسېدلي نه ياست؟


 


داسې ښکاري چې د ښاغلي محقق په څېر ځينې څېرې چې تل يې قومي، سيمه ييزو او ژبنيو تعصبونو ته لمن وهلې ده، د سلګونو انسانانو مرګ ورته ارزښت نه لري، خو د ايرانۍ فارسي د دفاع لپاره خپل ږغ تر نړيوالې کچې رسوي.


 


ملت به په راتلونکي کې قضاوت کوي چې چا خدمت وکړ او چا خپل څټ پنډ کړ؟؟ ځکه د اويايمې لسيزې پېښې هم له خلکو هېرې نه دي،چې د وحدت ګوند په چوکاټ کې محقق او د ده د ګوند لارويانو څه ونه کړل؟؟


 


په درناوي