کور / تازه خبرونه / د مليشې موټر په چاودنه کي واولوزول سو

د مليشې موټر په چاودنه کي واولوزول سو

ډېره بګټي کښې د مليشې د سرتېرو موټر په چاودنه کښې والوزول شو ، په چاودنه کښې څلور سرتېري مړه او يو ژوبل شو ، د راپورونو تر مخه د ډېره بګټى پيرکوه سيمه ته نږدې باندې د نا اشنا کسانو لخوا د سرتېرو موټر د ريموټ کنټرول چاودنه کښې الوزولۍ شوى دۍ، پدغه موټر کښې په مورچو کښې ناست سرتېرو ته خوراکي توکي لېږدول ، بلخوا ته بلوڅ ياغيانو د پېښې مسئوليت په غاړه اخستۍ دى او وئيلي يې چې د چاودنې پس يې وسلوال بريد تر سره کړ او سرتېرو يې زيان ورسيدۍ.