کور / z_buitenland_news -- 5 / انتخاباتي چاري پر نړيوال معيار ترسره کيږي

انتخاباتي چاري پر نړيوال معيار ترسره کيږي

 د انتخابي کمسيون رئيس محمد فاروق ويلي دي چې انتخابي چارې د نړيوالو معيار سره تر سره شي ، څارندويان کولې شي چې هرې سيمې ته ولاړ شي ، کانديدانو او ټولو ګوندونو څخه هيله کوم چې د انتخاباتو پايلې ومني ، تر انتخاباتو دمخه پر سرکاري ټلويزون په وينا کښې قاضي فاروق هيله څرګنده کړه چې د رايې اچونې حق درلودونکو څخه غوښتنه کوم چې خپلې رايې وکاروي ، که چرته د انتخاباتو په مخکښې خنډ اچولو هڅه وشوه نو د هغوۍ سره به سخت چلند وشي.


د پاکستان پيپلز ګوند مخکښ امين فهيم د پيپلز ګوند لخوا د راتلونکي وزير اعظم لپاره د ګوند کانديد دى ، د راپورونو تر مخه پيپلز ګوند دغه پرېکړه کړې ده چې په امين فهيم د ټولو لخوا اتفاق شوى دى او نوموړي به د پيپلز ګوند د وزير اعظم د څوکۍ کانديد وي ، د پاکستان پيپلز ګوند لخوا د وزير اعظم د کانديد لپاره درې نومونه وړاندې شوي وه چې په کوم کښې امين فهيم برسېره يوسف رضا ګيلانى او افتاب شعبان ميرانى شامل وو خو ګوند د امين فهيم پر نوم اتفاق کړى دى.


له بلي خوا د پاکستان پخواني وزير اعظم نواز شريف وئيلي دي چې په انتخاباتو کښې درغلۍ به د اساسي قانون څخه سرغړونه وبلل شي ، که چرته درغلۍ وشو نو غورځنګ به پيل کړو ، په لاهور کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پر محال نواز شريف زياته کړې ده چې مسلم ليګ ( ن ) دغه پرېکړه کړې ده چې قوم د خپل مشر تابه څخه بې برخې کوونکي به ونه بخښل شي ، د لوى څارنوال ( اټارنى جنرال ) د اعتراف څخه وروسته د حکومت لخوا د درغلۍ پلان نور د پټيدلو نه دى ، نواز شريف زياته کړه چې د انتخاباتو پس به ټول جمهوري قوتونه په ګډه د يوه حکومت رامنځته کولو لپاره خبرې اترې وکړي ، د انتخاباتو څخه بائيکاټ کوونکو سره به هم خبرې اترې وشي.