کور / تازه خبرونه / طالبان:د باجوړ په چاودنه کي لاس نه لرو

طالبان:د باجوړ په چاودنه کي لاس نه لرو

 د باجوړ ايجنسۍ په بم چاودنه کښې لاس نه لرو ، په ايجنسۍ کښې د امنيت په خاطر روانو خبرو اترو کښې د جرګې سره د همکارۍ کوو ، دغه اعلان د طالبانو مرکزي مخکښ مولانا فقير محمد د باجوړ ايجنسۍ په تحصيل ماموند کښې جرګه ته د وينا په ترڅ کښې وکړ ، مولانا فقير محمد زياته کړه چې طالبان امن غواړي ، د جرګې سره به بشپړه همکاري وکړل شي ، په باجوړ ايجنسۍ کښې کېدونکو چاودنو کښې طالبان هېڅ لاس نه لري ، طالبان په انتخاباتو کښې غير جانبدار دي او د انتخاباتو په مخکښې خنډونه نه جوړوي.