کور / تازه خبرونه / چودري مجيد: پر بېنظيري ځانمرګی بريدکوونکی بلال نوميده

چودري مجيد: پر بېنظيري ځانمرګی بريدکوونکی بلال نوميده

 د اسلام آباد د پوليسو مشر چودري عبدالمجيد ويلي دي چې په پېښور کښې ځانمرګۍ بريد تر سره کولو پاته راتلو پس محمد بلال په پېنډۍ کښې پر بېنظير بوټو ځانمرګۍ بريد تر سره کړ ، مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا په ترڅ کښې چودري عبدالمجيد زياته کړې ده چې قاتلانو ته معلومه وه چې بېنظير بوټو د جلسې پس د خپلې ګاډى څخه سر باسي او د پلويانو شعارونو ته ځواب ورکوي ځکه دوى په لياقت باغ کښې د جلسې تر ختميدو پورې انتظار وکړ.