کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قام پرستې يا پاکستان پرستې

قام پرستې يا پاکستان پرستې

 


دپاکستانی جمهورېت حال تر شاهې دولتونو ډېر  بد دی ځکه دلته مقتدر اعلې فوج او جاسوسې ادارې دي . قانون او قانونې ادارې چي په اصل کښي دافغانستان دخاورې اوخلکو او هم دارنګه دنورو قامونو له بلوڅو ، سېندېانو او سراېکانو دمحکومولو لپاره جوړې شوې او تپل شوې دې  هم ددې ملک دپوڅ له لاس وهنو او تحدېده ندې په امان  .  ددوی پروړاندې هره جمهوري تګلاره او قانونې  هڅې تش دوخت ضېاع ده  . 


 ددې ملک فوځ همېشه دجغرافېاېې سرحدونو پر ځاې دنظرېاتې سرحدونو لپاره خپلې هڅې پکار اچولې دی  .  چی متاسفانه اوس هغه هڅې دنړېوالو دګټو او خوندې توب پر وړاندې ېوخنډ ګرځېدلې دې  . 
ددې ملک دواکدارانو ، ساتونکو او ژغورونکو چی دپنجاب استعمار او دهندوستان دغدارانو او ورانکارو مهاجرو ډلې دې  ، عقېده داده چی په نړې کښی ېواځې دوه قومونه (ملتونه ېاهېوادونه ) اوسې ېو کافر بل مسلمان  ، لدې امله پاکستان جوړ شو چی دوی  له هندوانو سره په ېوقام او هېواد کښي نشول اوسېدلاې  .  ((ېاده دې وې چی دپاکستان په سېاست کښی قام ېاقوم  ملت او هېواد ته وېل کېږی او موږ چی کوم شی ته قام واېو لکه توخې ، ترکې او سلېمانخېل ېا ېوسفزۍ دې ته دوې قبېلی واېې او کوم چاته چی موږ پښتون ، تاجک ، ترکمن ېاهزاره واېو دې ته دوی قومېتونه واېې  . نو ددوی په سېاسي اصطلاح کښي د قوم او قومېت په معنې پوهېدل پکار دې  ؛؛لېکوال؛؛))
زمانظردې چی دپاکستان فارمولا دبرطانېې وه او تر نن ورځې هم ددې مفروضی ننګه برطانېه کوې ، هغه که دپاکستان داخلې مساېل وې او که خارجې لکه دمهاجر دتحرېک او دپاکستان دنورو مشرانو په برطانېه کښي ژوند او له هغه ځاېه دپاکستان په سېاست کښی رول لوبول او ېالکه هم دا اوس دبرطانېې د اسکاټلېنډ ېارډ دپولېسو له لوری دبېنظېری دمرګ دعوامېلو دتحقېقاتو لپاره داسی رپورټ تېارول لکه څرنګه چی دپاکستان اېجنسو او ادارو غوښت  او هم دارنګه په خارېجی سېاست کښي د پاکستان هره خبره لکه وړاندې دجهادې تنظېمونو دتربېت او استعمال په اړوند دبرطانېې تګلاره چی د حزب التحرېر مرکز هم په برطانېه کښي وو ، اوله هغه ځاېه به ېې پاکستانې جهادې تنظېمونه  په مالې او اېډېالېسټک لهاذ سمبالول  .
بېا دنړې افغانستان او امرېکې پر وړاندې دوزېرستان دمعاهدې تاېېد او جهانې قانونې حېثېت ورکول او هم دې خبری ته دلا قانونې جواز ورکولو لپاره په موسې کلا کښی هم رنګه تړون کول ترڅو دپاکستان دنظرېې اوجغرافېې دساتونکو تش په نامه طالبانو ته دبېا سمبالېدلو وخت او ځاې په لاس ورشې  .
دپاکستان پر دې دوه مخېز سېاست به ځېنو داشک کاوو چی پدې کښی دچېن ېا روسېې لاس دې خو زه په دعوې سره داواېم چی دا دبرتانيې په همکارې مشورې او ننګه ترسره کېږی  .
دبرتانېې لخوا دپاکستان ننګه اودافغانستان تارېخی دښمنې  له هېچا نده پټه دا بله خبره ده چی پرون حالات ېو ډول وو نن بل ډول دې  . دپاکستان له لورې دهمدې دوقومې نظرېې ساتنه ، تقوېت اومعقولېت پدې کښي دې چی هم دملک دننه تل دکفر او اسلام سېاسې جنګ په لاره واچوې او هم په نړې کښی ټول مساېل دکفر او اسلام دجنګ تر نظرېې لاندې تحلېل کړې او په نورو هېوادونو کښي سېاسی او نظامې لاسوهنې وکړې چی کشمېر ، چېچنېا او دپلستېن مسلېې ېې لوېې بېلګې دی چی ترعرب اوعجم زېات پاکستان پکښی انوالب دې  .
دی مسالو ته په هوا ورکولو سره به په رشېا ځېنې نړېوال جاهله مسلمان او په ملک کښي دننه مظلوم اومحکوم قومونه پدې قانع او متېقن شې چی روشېا جنګ دکفراواسلام دې او پاکستان داسلام قلعه ده . او دپاکستان پرخلاف کېدل داسلام خلاف عمل دې  .
پاکستان چی هره بلاده وې به زموږ مسله خو داده چی خپله ځمکه موترلاندې ده  خپل اولس مو رانه بېل دې  .
موږ خو غواړو  چی ټوله افغان خاوره دې افغانستان ته بېرته ورکړل شی بېادی خداې وکړې چی پنجاب ته مکه معظمه راوړې او ېا له مهاجرو هندوستانېانو اولېا کرام جوړشی بېا کارنه پلرو   .
زما په نظر افغانانوته  پرته لدې نور په هېڅ شې قانع کېدل ندې پکار  دپښتونستان غوښتنه هم دومره پېچلې کېسه ده چی سړې پرې نه پوهېږی چی دپاکستان ترانتظام لاندې او ېا له پاکستان نه بېل پښتونستان به څه شکل و لرې .
دابه دپاکستان دازاد کشمېر غوندې ېوه سېمه وې او که به دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ېوه بله تش په نامه داسې ازاده پټې وې چی بېابه دبرطانېې ېا بل دښمن له لورې دافغانستان لپاره درد سروې  .
زما په فکر باېد تش په الفاظو کښی سره خطا نکړو  افغانستان چی وس پېدا کړې باېد مستقېما دخپلې خاورې غوښتنه اوکړې که نه نو بېځاېه دې د کوم بل شې غوښتنه او ننګه نه کوې سېوا له اخلاقی او انسانې ننګې چی له هرچاسره پکار ده  .
نن چی موږ دپاکستان سېاسی مېدان ته ګورو نو دپښتونستان دعوېداران نن دقوې پاکستان دعوېداران دې  .  دوې اوس دپښتون مسلې او ملې غوښتنې چی ېواځې او ېواځې بېرته له افغانستان سره الحاق کېدلې شی اوبس پرېاېښې دی  .
نن دوې د اې اېس آې له حمېدګل او قاضې حسېن احمد سره برېتونه تاوه وې او دپښتانه وخت او پېسه پدې مصرفوی چی دپاکستان عدالت او قانون (هغه قانون چی ماېې وړاندې ذکر کړ) پر پښو ودرېږی  .  دوې دې دځان دازادې غم وخورې دپاکستان په ازاد ېاغلام آېېن کښي دافغان او افغانستان څه خېر ده !!  که بې مضبوطه پاکستانه نشې اوسېدلې هغه هندوستانې غدار مهاجر دې چی هندوستان ېې مات کړاو سباکه ېې خوښه شوه  پاکستان به هم ماتوې  . محمودخان ېې څه کوې دپښتون خو خوارې او محنت دې چی اوس ېې هم لدې لارې خورې او صبا بې له پاکستان هم دده دغه خپل زېار دې په پاکستان پسې دې هغه څوک ژاړې څوک ېې  چی مراعات خورې  .
نن هره سېاسې هڅه دجمهورېت په ګټه ده اوجمهورېت دپاکستان په ګټه ده او پاکستان په اوسنې ګټه کښي دافغان او افغانستان بربادې ده  . افسوس چی نن قام پرستان پاکستان پرست شول  او ځان و افغانستان غولول غواړې  .