د ښاغلي علي احمد جلالي د مرکې څو مهيم ټکي
ښاغلي علي احمد جلالي په هند کي د ريډيف.کام سره يوه مرکه کړې ده چي مهم کي يې دلته وړاندي کېږي. البته، ټوله مرکه ډېره اوږده ده، خو دلته به کوښښ دا وي چي څو مشترک ټکي سره يو ځاي سي او مرکه څه را لنډه سي. ښاغلي جلالي په داخل او خارج کي پېژندل سوى شخص دى او دلته يې د اوږدې معرفي څخه ډډه کوم . ښاغلي جلالي په امريکا کي د اثر اورسوخ خاوند دى او د امريکايي مقاماتو سره له ډېرو وخت راهيسي پېژني او خبره يې هم وزن او اعتبار لري.
د يادولو وړ خبره دا ده چي ښاغلي جلالي د کرزي د لمړي حکومت د باکفايته او پاکو وزيرانو څخه وو. په بل عبارت، د کرزي د حکومت د هغو محدودو لايق او پاکو وزيرانو له جملې څخه وو چي د ادارې فساد او حيف و ميل څخه يې ځان پاک ساتلى وو، او لکه نور باکفايته خلک چي د کرزي د حکومت څخه خوا توري سول او ورو ورو له حکومت څخه ووتل، ښاغلي جلالي هم وروسته له څو کالو څخه استعفا وکړه او حکومت يې پرې ښود. خو اوس بيا په خارج او داخل کي داسي ګونګوسى دى چي گواکي جلالي غواړي چي د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره ځان چمتو کړي. بنا، د ښاغلي جلالي سياسي تحليل اونظريات خاص اهميت لري او بايد پام ورته وسي.
ښاغلي جلالي په نوي ډهلي کي د اسيايي ملکونو د امنيت په يوه سيمنار کي گډون کړى وو او هلته يې د ريډيف.کام د مېنجنگ ايډټور، شيلا باټ، سره مرکه کړې ده.
پوښتنه: د طالبانو د بيا راژوندي کېدو اساسي عوامل او فکټورونه څه دي؟
فکټورو نه ډېر دي. تاسو بايد په افغانستان کي د خارجيانو د مداخلې اساسي فکټور ته پام وکړئ. خارجيان افغانستان ته د بياودانولو او مرستي په مقصد ندي ورغلي. دوى افغانستان ته يوازي ددې لپاره ورغلي دي چي هغه تروريستي شبکه تباه کړي چي په متحده ايالاتو کي يې د سپټمبر د يوولسمي د تروريستي حملو مسوليت په غاړه لاره. خارجيانو غوښتل چي طالبان را وپرځوي. تر دې را وروسته، د بياودانولو او دثبات د ټينګولو پروسه ډېره سوکه وه. بنا، همدې کار يوه خلا ايجاد کړه چي تدريجا او ورو ورو طالبانو او نورو جنايتکارو ډلو ډکه کړه. طالبان له قدرت څخه پسي واخيستل سول، خو مات او تباه نه سول. له بدمرغه، د سرحدونو هاخواته د هغوى د سېب د ځايونو غم هم ونه خوړل سو او نه هم د هغوى د بيا را تگ غم وخوړل سو. نو بنا، کله چي طالبانو د ثبات را وستولو په عمليه کي کمزوري احساس کړه، بېرته يې سرونه راپورته کړل. پدې تېرو شپږو کلونو کي، د افغانستان د امنيتي اورګانونو او موسساتو د جوړولو کار ډېر سوکه روان وو. بين المللي قوې هم په کافي اندازه په افغانستان کي عسکر ندي اچولي. همدا فکټورونو طالبانو ته ددې فرصت پلاس ورکړ چي بېرته را پورته سي.
پوښتنه: څرنگه کېداى سي چي طالبان يو ځل بيا د افغانانو په مينځ کي ملاتړ تر لاسه کړي ؟ حال دا چي د سپټمبر د يوولسمي د حملو تر مخه همدا افغانان د طالبانو دظلمونو قرباني وه؟
بلي، خو افغانان اوس هم طالبان نه خوښوي. د افغانانو لپاره طالبان د اوسني نظام لپاره يو الټرنټيف ندى. مگر حقيقت دا دى چي کله خلک د حکومت د نشته والي او حضور احساس وکړي او يا کله چي خلک ددې احساس وکړي چي حکومت هغوى نسي ساتلاى، بيانو خلک يو ډول بېطرفي غوره کوي. د عامه افکارو ټولي سروې ګاني ښيي چي يوازي يو محدود شمېر خلک د طالبانو فعاله پلوي کوي. د عامه افکارو اکثره سروې ګاني ښيي چي يوازې لس فيصده خلک د طالبانو لپاره جنگېږي او شل فيصده خلک دحکومت د ملاتړ په مقصد جنګېږي، خو قريب ٧٠ فيصده خلکو بېطرفي غوره کړې ده. په بل عبارت، د رواني لوبي ننداره کوي. مانا دا چي دوى طالبان نه غواړي او نه هم د حکومت دفاع کوي ځکه حکومت نه خلک ساتلاى سي او نه هم د خلکو لپاره مقدماتي اجتماعي خدمات برابرولاى سي.
پوښتنه: تاسو په افغانستان کي د هند نقش څرنګه ارزيابي کوئ؟
هند د افغانستان په بيا ودانولو کي ډېره مرسته کړې ده. هند د سړکانو په جوړولو کي، د برق دتوليد په پروژو کي، او د مکتبونو او کلينکونو په جوړولو کي مرسته کوي. هند تقريبا ٨٠٠ ميليونه ډالره لګولي دي. په ستراتيژيکي لحاظ، مسله د هند او پاکستان د اختلافاتو موضوع ده. همدا مسله پر افغانستان باندي هم اغېزه ښندلې ده. د هند او پاکستان تر مينځ بدګوماني او سوتفاهم افغانستان ته هم زيان رسولى دى. هيله دا ده چي د دواړه ملکونه افغانستان د خپلمينځي جنګونو ميدان و نه ګرځوي.
پوښتنه: تاسو د کورنيو چارو وزير واست، مګر بيا مو استعفا وکړه. اوس، تاسو د حکومت د نقادانو له جملې څخه ياستى. تاسو دا بدلون څرنگه بيانوئ؟
زه پر حکومت باندي انتقاد نلرم. زه پر دې رواني پروسې باندي انتقاد لرم. زه فکر کوم چي د دوهم نړيوال جنګ را پدې خوا، د افغانستان د جنگونو د ختمولو لپاره تر ټولو نورو همداشاني پروژو لږ پيسې اومنابع اختصاص سوي دي. که چيري تاسو په افغانستان کي دخارجي عسکرو شمېر ته وګورئ، هلته پر هرو زرو کسانو باندي يو نيم عسکر رسېږي. په کاسوو کي، پر هر زرو تنو باندي قريب ٢٠ عسکر رسېدل، په بازسنيا کي ١٩ عسکره ، او په سيراليون کي ١٠ عسکره رسېدل. افغانستان د ډېرو زياتو چلنچونو سره مخامخ دى ځکه په هيواد کي ٣٠_٣٥ کاله کېږي چي جنګ روان دى. د افغانستان ټول اقتصادي زيربناوي تباه سوي دي.
بلخوا، د بين المللي ټولني محدوده توجه او د پانګي اچولو او بياودانولو نشته والى، د حکومت سره د موسساتو په جوړولو کي مرسته نه کوي. همدا سبب دى چي حکومت کمزورى دى. دا ددې مانا لري چي حکومت قصدا ځان بې سېکه غورځولى دى. بلخوا، طالبان د سرحد پر هاخوا په پاکستان کي د سېب ځايونه لري . د پاکستان قبايلي سيمي ورو ورو د افراطيت او تروريزم په مرکزونو بدل سوي دي. القاعده په همدغو قبايلي سيمو کي پاخه مرکزونه لري. همدا واقعيت خلک اندېښمن کړي دي، او همدا د ستونزو منبع ده.
پوښتنه: د طالبانو او القاعده تر مينځ توپير څه دى؟
د طالبانو د جنګياليو يوازي شل فصيده د عقيدې په خاطر جنگېږي. باقي پاتي هغه ناراضه اقوام دي چي يا حکومت بد چال چلند ورسره کړى دى، يا دمخدره موادو قاچاقبرانو زهيرولي دي، يا خارجي استخباراتي مامورينو کړولي دي، او يا هم د القاعدې ترورستي شبکې ازار ور رسولى دى. دغه راز، پدې جنګياليو کي بېکاره ځوانان او جنايتکاره ډلي هم گډون لري. دا گرده د شخصي گټو پر اساس ولاړ ايتلاف دى. دوى د مختلفو اهدافو لپاره جنگېږي.
بلخوا، القاعده يوه نړيواله ډله ده. القاعده نه د افغانستان او نه هم د پاکستان سره کومه خاصه علاقه لري. هغوى نړيوال جنګ په مخه بيايي. طالبان په افغانستان او پاکستان کي دي او ا لقاعده هم د پاکستان په قبايلي سيموکي مرکزونه لري. په طالبانو کي داسي کسان سته چي عقيدتي او ايديولوژيک خلک ندي. هغوى ډېر خطرناکه هم ندي، او داسي لاري چاري سته چي بېرته را جلب او جذب سي. مګر هغه چي يوازي او يوازي د حکومت رانسکورول غواړي، د هغوى سره زما په ګومان د روغي جوړي چانس نسته.
پوښتنه: ايا اوس داسي نه ښکاري چي د شمال د ايتلاف بې وسلې کول يوه اشتباه وه، لکه چي د صدام حسين د بعث ګوند د بې وسلې کولو پروسه چي يوه خطا وه؟
هو، يوه خلا ايجاده سوه، مګر دا د شمال دايتلاف د بې وسلې کولو په خاطر نوه. د شمال ايتلاف پوځ نه لاره، بلکي د شمال ايتلاف د شريرو او بدو خلکو مجموعه وه. په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کي، هغوى يو دبل په مقابل کي سره جنگېدل. زه مجبوره سوم چي شمال ته ولاړم او سوله اعاده کړم، ځکه همدغو خلکو د يو بل په مقابل کي توپونه او ټانکونه استعمالول. هغوى د نويو پوليسو او پوځ د جوړولو په غرض بې وسلې سول. بلخوا، هغوى د طالبانو سره هم جنګ ندى کړى. کله چي طالبان رانسکوره سول، د شمال ايتلاف پخپلمينځي جنگونو لگيا سول. په افغانستان کي د ملي موسساتو د جوړولو کار سوکه روان دى. که چيري تاسو پخوانى جنګي ماشين تباه نکړئ، تاسو نسئ کولاى چي نوي موسسات تاسيس کړئ. په دولت کي د شمال د ايتلاف داخلول کار ور نه کړ. وروسته له هغه چي د شمال ايتلاف لغو سو، ځيني يې دمخدره موادو په قاچاقبرانو باندي بدل سول، ځيني يې جنايتکاران سول ، او ځيني يې د طالبانو سره يوځاى سول.
د ايران مسله پر افغانستان باندي څه اغېزه لري؟
ايران يو گاونډى دى. هرڅه چي په ايران کي پېښ سي پر موږ تاثير لري. ايران د افغانستان په بياودانولو او ثبات راوستلو کي مرسته کړې ده. خو په عين زمان کي، هغوى په افغانستان کي يو بل هدف هم لري. ايران غواړي چي په افغانستان کي خپل تهاجمي حالت فعاله وساتي. مانا داچي که چيري ايران ته کوم خطر مخامخ سي، ايران هم وکړاى سي چي په افغانستان کي امريکايانو ته مشکلات خلق کړي.
پوښتنه: ايا تاسو ددې خبري سره موافق ياست چي ناټو په افغانستان کي ناکامه کېږي؟
ځيني مثبت انکشافات سته، خو ځيني ستونزي هم سته. يو مثبت شى دا دى چي افغانان د ناټو د شتون او حضور دفاع کوي. زموږ اندېښنه داده چي ناټو به ددې تر مخه چي افغانان پر خپلو پښو باندي ودرېږي له افغانستان څخه ووځي. مشکل دا دى چي په ناټو کي دننه هر ملک خپل ځانته جلا جلا اجنډا لري، او د خپلو عملياتو لپاره جلا جلا هدايات لري. ځيني ملکونه په جنګونو کي برخه اخلي، خو ځيني نور يې نه اخلي. د ناټو ځيني هيوادونه فکر کوي چي هغوى بايد يوازي د ثبات راوستلو او سولي د ساتلو کارونه پر مخ بوزي، ځيني نور فکر کوي چي ثبات او سوله به د مخالفانو د ماتولو پرته تر لاسه نسي. . واقعيت دا دى چي ياغيان يوازي او يوازي په پوځي عملياتو نسي ماتېدلاى. بل واقعيت دا دى چي د ناټو ډېرى هيوادونه په افغانستان کي په زړه ور تيا جنگېږي. په عمومي ډول، پرته له ناټو څخه به په افغانستان کي يو ځل بيا انارشي او گډوډي حاکمه وي. ځکه په افغانستان کي همدا ترخه تجربه تېره سوې ده. کله چي افغانستان کمزروي وي، ډېرى ګاونډيان د افغانستان له کمزروۍ څخه گټه اخلي.
هاري – واشنگټن