کور / رسنۍ / له شماله (پسرلى) شلمه ګڼه له چاپه راووته

له شماله (پسرلى) شلمه ګڼه له چاپه راووته


له شماله خپرېدونكې سياسي درې مياشتنۍ مجلې (پسرلى) شلمه ګڼه له چاپه راووته
ضمير سار- بلخ ادبي خوځښت


د پسرلي په دې ګڼه كې د افغانستان د روانو سياسي حالاتو په اړه شننې، ليکنې او ژباړې خپرې شوې دي.
له پښتنو سره د امريکايانو ټکر، افغانستان د هند او پاکستان تر منځ د جګړې ډګر، امريکا د جګړې دوام ته لاره هواروي، د تېلو لوبه د نل ليکو جګړې که د هويت بحران، هير شوي پښتانه او … په نامه پكې په زړه پورې سياسي ليكنې خپرې شوي دي.
د دغې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ د ګردې نړۍ پر سر د لوي افغانستان د نقشې د پاسه په سره کرښه ليکل شوي: ((تجزيه که هسې پروپاګند))
 تجزيه که هسې پروپاګند د دې ګڼې سرليكنه ده، چې د افغانستان تجزيه يې هسې پروپاګند او ناشونې بللې ده.
(افغانستان د هند او پاکستان تر منځ د جګړې ډګر) تر سرليك لاندې يې په افغانستان کې د هند او پاکستان پر استخباراتي جګړې هم ژباړل شوې شننه خپره کړې ده.
همدارنګه پسرلي په دغه ګڼه کې هغو تخار ميشتو سلګونو کورنيو ژوند ته کتنه کړې، چې لا تراوسه هم د پخواني قومندان مسعود په جوړي شوي زندان کې ژوند تېروي.
دغه ليکنه، چې د (هيرشوي پښتانه) تر سرليک لاندې ده ليکي: ((کله چې به ژوب د تخار نږدې ۱۰۰۰ پښتنو کورنيو د رسنيو له لارې، د ښاغلي کرزي، غټې خبرې او د بهرنيو هېوادونو د مرستو، امنيت او خونديتوب سترې ژمنې واورېدې؛ نو لومړي کاروان، چې شمېر يې څه باندې ۱۰۰ کورنۍ و، خپل پلرني ټاټوبي ته راستانه شول.))
د پسرلي په شلمه ګڼه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان رييس احمدزي سره په ۱۱ مخونو کې مرکه تر سره شوې ده، دغه مرکه كې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پر بېلابېلو اړخونو خبرې شوې دي.
پسرلي ناپېيلې، سياسي او ټولنيزه خپرونه په هرو درېيو مياشتو کې د شمال مېشتو فرهنګيانو په مټ له چاپه راوځي.
د چلولو چارې يې ذبيح الله ا حساس پر مخ وړي او مجيب الرحمان لحاظ يې مرستيال دى.
د يادولو وړ ده، چې د پسرلي د دغې ګڼې د چاپ لګښت د قلم ټولنې پخواني مشر حاجي محمد حسن حسام له خوا ورکړل شوې دى.
د پسرلي په وروستۍ پښتۍ د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان رييس احمدزي تصوير چاپ شوى دى.


د پسرلي اړيکې:
۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸ ۰۷۰۰۵۴۸۷۹۴
Zahsass.2@gmail.com


پسرلي په لاندې پتو تر لاسته كولى شئ:
بغلان: چونغر ادبي بهير، سرافۍ ته مخامخ پلخمري ښار.
کندوز: پسرلي ادبي او کلتوري ټولنه.
امام صيب: فرهاد ادبي او کلتوري ټولنه.
بلخ: د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې دفتر، د روضې ختيځ لور ته بابر هوټل او مساپر خانه، مزارشريف ښار.
ننګرهار: هارون کتاب پلورنځى، اسحاقزي مارکېټ.
پېښور: يونيورسيټي بک ايجنسي، کيسه خوانۍ.
کابل: پيهقي کتاب پلورنځى، د مخابراتو وزارت تر څنګ.
خوست: غرغښت کتاب پلورنځى او سيد جمال الدين افغان کتاب پلورنځى.
کندهار: افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځى، ارګ بازار.
لوګر: د ولايت مرکز، مدينه مارکېټ، سادات کتاب پلورنځى.
غزني: بېلابېل کتاب پلورنځي.