کور / هراړخیز / شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (۴)

شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی (۴)

څلورمه برخه :

په ګړندۍ توګه د خپل آس د راځغلولو لږه شیبه وروسته صاحب خان د راجه هرکشن پړاو ته را ورسید. دهغه پړاو د کرم ناسه او سون ددریابونو تر منځ په یوې غرنۍ لړۍ کې پروت و . هغه ځاې کې ګڼ ځنګلونه و او دا دواړه دریابونه د ګنګا د دریاب معاونین ګرزیدلې و . دپړاو په منځ کې صاحب خان خپل آس ځغلاوه اونیغ د راجه هرکشن محل شکله خیمی ته ور سید.
دخپله آسه را ښکته شو او هلته ولاړ ساتونکې ته یی وویل : زه راجه را بللې یم ، کیدې شی تاته په دې اړه هم معلومات وي . ساتونکې ورته وویل : چې که څه هم په دې اړه ماته معلومات نه شته خو ته تللې شې. ځکه چې ستا په تلو راتلو باندې کوم بندیز نه شته . صاحب خان دهغه شکریه ادا کړه اوبیا خیمی ته دننه ور ننوت ، هغه وکتل چې په مخامخ کوټه کې پخپله راجه هرکشن اودهغه لور شهزادګۍ ګنګا هلته ناست دي او په خپلو منځو کې په کومه خبره سره بحث کوي ، څنګه چې صاحب خان هلته ور ننوت نو لمړۍ خو ګنګا خپل مخ ترې وګرځاوه اوبیا دهغه ځآیه پورته شوه اوپه ډیره غصه او بیزارۍ سره دهغه ځاېه ووتله اودخیمی بلې خونې ته ولاړه .
راجه هرکشن دخپلې لور په دې کرغیړن حرکت سره ډیر په فکر کې ولوید خو خپل ځان یی سره کنترول کړ اودخپل لاس په اشارې سره یی صاحب خان ته د کیناستو ځاې ځیګې ور وښود او ورته یی وویل : صاحب خانه ، را ځه کینه . ته ولې ولاړ یی. ما خو فداې خان ته پیغام ور استولې و چې تا را ته ضرور را ولیږي ، اوس وایه کله چې ته دشیرخان عسکرو و نیولې نو څه ډول سلوک یی درسره وکړ . په ځواب کې ورته صاحب خان په خندانه خوله وویل :
ګوره راجه ! کیدې شي تا ته دا خبر را رسیدلې وي چې هلته په ځنګل کې ما دشیرشاه سورې د څو وسله والو ځوانانو څخه ستا د لور شهزادګۍ ګنګا عزت او عصمت خوندي کړ ، دهغه ددې خبرې سره سم راجه هرکشن سمدستې دهغه خبره پرې کړه او ورته یی وویل چې : ګوره صاحب خانه ! زما زویه ! تا ته ددې خبرې کولو اړتیا نه شته چې تا د ګنګا عزت خوندي ساتلې دې اودهغې وروسته د شیرخان کسانو ته د ځنګل څخه له ځانه سره بندې یوړې ، که چیرې ته دلته زما ځاې ته را رسیدلې واې نو په ډاډمنه توګه به مې ستا ساتنه کړې واې . اوس را ته ووایه چې هغوې له تاسره څه ډول سلوک وکړ .
صاحب خان ورته په خندا کې وویل :
ګوره راجه : کله یی چې زه دشیرخان دربار ته ور وستلم ، نوهغه زما سره ډیر زیات د انصافه کار واخست ، هغه زما ددې کار څخه ډیر خوشحاله شو چې ما د هغه د وسله والو ځوانانو څخه د یوې معصومې نجلۍ عزت او عصمت خوندی ساتلې دې . بیا هغه زه دخپلو دوو سالارانو سره د مقابلې له پاره را وبللم دهغوې نومونه هیبت خان نیازی او برهم جیت وو. دهیبت خان نیازی سره ما د جسمي قوت د ازمایلو مقابله درلوده خو ما هیبت خان په ډیره اسانۍ سره لاندې کړ . کله چې ما د هیبت خان څخه د جسمانی ځواک د ازمیښت مقابله وګټله نو شیرخان زه د خپل فوځ سالار و ټاکلم ، خو کله مې چې دهغه دبل سالار برهم جیت څخه د تیغ وهلو مقابله هم و ګټله نو شیرخان ماته دخپل زویولۍ خطاب هم راکړ . اوس نو زه د شیرخان د زویولۍ تر څنګ دهغه د فوځ سپه سالار هم یم ، دهغه څخه مې اجازه اخستې او راغلی یم تر څو د خپلې کوچي قبیلې څخه خپل سامان را ټول کړ م او بیرته را ستون شم . درا ستنیدو وروسته به په تل پاتې توګه په لښکر کې اوسیږم . په لاره کې را ته زمونږ د قبیلې مشر فدایی خان وویل چې تا خپل ځان ته را بللې یم ، ما فکر وکړ چې کیدې شې له ماسره کوم کار ولرې ، دهغه په دې خبره راجه هرکشن دخپله ځایه را پورته شو او او صاحب خان ته یی وویل چې ته دلته لږ کینه زه سمدستی بیرته را ستنیږم ، ددې خبرې سره سم راجه هرکشن هغه کمرې ته ور ننوت چې لږ څه مخته ورته شهزادګۍ ګنګا ور ننوتلې وه ،
هغه خبرې چې د راجه هرکشن او دهغه د لور شهزادګۍ ګنګا تر منځ هلته په خونه کی کیدلې نو صاحب خان په ډیره ښه توګه اوریدلې ، په دې خاطر صاحب خان هملته غلې ناست و او هڅه یی کوله چې خبره په پوره توګه واوري ، په دې وخت کې هرکشن خپلې لور شهزادګۍ ګنګا ته وویلې :
ګنګا لورې ! زه غواړم چې ته د صاحب خان څخه د خپل ناغیړه سلوک او بدو الفاظو د استعمال په خاطر بښنه وغواړې ، هغه پر تا ډیر احسان کړې دې ، ستا پت ، ستا عزت او ابرو یی خوندی ساتلې ده هغ ستا ژوند او ستا د عصمت ساتنه وکړه او تا ورته په مقابل کې سپکې سپورې وویلې . ګوره لورې! صاحب خان همدا اوس دلته زمونږ په خیمه کې ناست دې ، زه غواړم چې ته د هغه څخه همدا اوس ، دخپل ناوړه سلوک په اړه ، بښنه و غواړې . د خپل پلار په د ې خبرو باندې شهزادګۍ پوزه تروه کړه اوپه ډیر قهر او غضب سره یی ورته وویل :
پلار جانه ! ته غواړې زه دهغه صاحب خان په څیر د یوه مسلمان ، لالچي ، بنجاره …. څخه د خپلې رویی اوسلوک په اړه بښنه وغواړم ، زه د یوه ریاست (هیواد) شهزادګۍ یم اوهغه یو معمولې ښکارې ، هغه هم د ګیدړو اولیوانو ښکارې ، ذلیله اوپست انسان دې . زه به ولې دهغه څخه بښنه غواړم ، هغه د یوه ذلیله ټیټ ذات انسان دې او دپورته ذات د خاوندانو سره نه ښایی چې د ذلیله او ټیټ ذات د خلکو څخه بښنه وغواړي ، دهغې په دې خبرو باندې راجه هرکشن سمدستې غبرګون و ښود او ورته یی وویل:
ګوره لورجانې ! دهرم مونږ ته هیڅکله هم دا اجازه نه راکوي او نه را ته دا ښوونه کوی چې په انسانانو کې دې ښکته او پورته ذات وجود ولري ، دا ټوله لړۍ هغو برهمنو دخپلو ګټو له پاره جوړه کړې ده . دهرم مونږ ته ددې اجازه نه راکوي ، لورې . لورجانې ! هغه ستا پت ، ابرو او عزت ساتلې دې او تا ور سره ډیر نا غیړه او ناجاړه سلوک کړې دې ، ولې دې په خپله خپل ځان هغه ته مجرم ثابت کړې . دهغه په دې خبره شهزادګۍ ګنګا یو ځل بیا وویل :
پلارجانه ! ته ما ته دهغه سره د نامناسبه سلوک په اړه ، د هغه څخه د بښنې د غوښتلو له پاره اصرار کوې ، خو هغه به سبا بیا دا هم درته ووایی چې زه د شهزادګۍ ګنګا سره مینه کوم ، بیا به ته را ته داهم وایی چې اوس زه دهغه وینځه و ګرځم او ټول عمر دهغه خدمتګاره شم ، زه به هیڅکله هم داسې و نه کړم ، مونږ په هغوې باندې د پخوا څخه ډیر زیات احسانات کړي دی ، هغه دلته د ګیدړو پوستکي راوړي اومونږ دهغې دخوښې قیمت ورکوو ، هیڅکله مو هم دهغوې سره بددیانتي او ناروا سلوک نه دې کړې ، په دې خاطر مونږ پر هغې احسان کړې دې او هغه همغه زمونږ پر ورکړل شوي مال او شتمنیو باندې مزې چړچې کوي ، په دې خاطر به زه هیڅکله هم دهغه څخه بښنه و نه غواړم . دهغې په دې خبره راجه هرکشن وویل:
ګوره لورې ! که چیرې د شیرخان عسکرو ته پورته کړې وې او له ځانه سره یی وړې وې ، او ته یی بې عزته او بې عصمته کړې وې نو فکر وکړه چې ستا دپلار ، ستا د کورنۍ او ستا دریاست له پاره به څه پاته شوې و ، زه خو وایم چې هغه ستا محسن ، مربی او ساتندوی دې ، دهغه څخه بښنه وغواړه . دخپل پلار په دې اصرار سره ګنګا تنګه شوه او ویی ویل ، ته همدلته اوسه زه به دهغه سره خپل حساب خلاص کړم ، بیا ګنګا د خپلې خیمې څخه د نقدی پیسو یوه کڅوړه را واخسته اوهغه خونې ته ورغله چېر ې چې صاحب خان ناست و .هغې دا دپیسو کڅوړه د صاحب خان په غیږ کې ور واچوله او بیا یی په ډیره کرکه او نفرت سره ورته وویل : ګوره د ګیدړو ښکار کونکې او دهغو څخه پوستکې ویستونکیه او د کوچې قبیلې د ټیټ ذات غلامه ! دا چې تا د شیرخان دوسله والو ځوانانو څخه زما عزت او ابرو ساتلې ده دا دهغې معاوضه او انعام دې ، درواخله .
د شهزادګۍ ګنګا ددې خبرو څخه صاحب خان ډیر نا ارامه شو په ډیره غصه اوقهر سره را پاڅید او د نقدي پیسو هغه کڅوړه چې څو لحظې مخکې ګنګا د هغه په غیږ کې ور اچولې وه ، راواخسته په زوره یی د ګنګا په خوله ور ویشتله . ګنګا هیڅکله هم د صاحب خان څخه دداسې سلوک هیله نه درلوده . دهغې رنګ تک ژیړ شوې و . په زمکه پرته د پیسو کڅوړه یی را پورته کړه اوبیا یی غوښتل د صاحب خان سره نوره هم بد زبانی او نا غیړې وکړی چې په همدې وخت کې راجه هرکشن خونی ته راننوت او ګنګا ته یی وویلې : ګوره لور جانې ! ته ولاړه شه ، اوس به زه د صاحب خان سره خبرې وکړم . ګنګا په ډیرو درنو پښو سره هغه بلې خونې ته بیرته ستنه شوه ، خو راجه هرکشن د صاحب خان سره هملته کیناست او د شهزاګۍ د ناروا سلوک په اړه یی ترې بښنه و غوښتله ، وروسته یی بیا په ډیره رازدانه توګه دصاحب خان سره خبرې پیل کړې ، تر ډیره پورې دواړه هملته ځانته یو ځاې ناست و ، بیا صاحب خان ترې را ووت او ولاړ.
۶
د صاحب خان د تللو وروسته راجه هرکشن دخپله ځایه پورته شو اوهغه خونې ته ولاړ چې شهزاګۍ ګنګا په کې لا تر اوسه پورې د غصې نه تکه سره ولاړه وه . هرکشن ورته را نژدې شو او په ډیره مینه او محبت سره یی ګنګا له خپله ځانه سره را و نغاړله ، او بیا یی په خپل پلرنی شفقت سره ورته وویل :
ګنګا لوري ! ګوره ، ته خپله غصه هیسته و غورزوه ، ما ستا په اړه یوه ډیره ستره پریکړه کړې ده ، دهغه په دې خبره ګنګا خپل پلار ته وکتل او ور څخه یی و پوښتل چې : پلار جانه ، څه ډول پریکړه ؟ هرکشن ورته وویل : ګوره لورې ددې ځایه د تللو وروسته زه غواړم ستا د سوئمبر انتظام وکړم ، او په ډیره غیر معمولي توګه به زه ستا سوئمبر جوړ وم ، هر هغه څوک چې په سوئمبر کې بریالې شول نو دهغه سره به دې واده کوم . زه به دې سوئمبر ته د شاوخوا د ریاستونو شهزادګان هم را بلم اودخپل ریاست عام جنګجویانو ته به هم د برخې اخستلو له پاره غږ کوم ، ایا زما دا وړاندیز ستا له پاره دمنلو وړ دې ؟
د خپل پلار هرکشن ددې وړاندیز څخه شهزادګۍ ګنګا خوشحاله شوه ، او په نرۍ شانته خندا کې یی وویل : پلار جانه ! زه ستا ددې وړاندیز سره متفقه یم ، هر هغه څوک چې په دې سوئمبر کې بریالې شي نو زه به هغه دخپل ژوند په ملګرتوب باندې په ویاړ سره خپل کړم . دشهزادګۍ ددې ځواب په اوریدو سره راجه هرکشن ډیر زیات خوشحاله شو . اوبیا یی وویل : اوس نو لورجانې ته ارام وکړه ، زه په پړاو کې قدم ووهم ، دهمدې خبرې سره سم هرکشن دخیمې څخه بیرون ووت ،
دبله اړخه صاحب خان د هرکشن دخیمی څخه د وتلو سمدستې وروسته خپلې کوچیانۍ قبیلې ته راغې ، دهغه ځایه یی خپل ټول سامانونه را ټول کړل ، اودخپل ورور مقرب خان سره یو ځاې دهغه ځایه را ووت او په تل پاتې توګه د شیرخان لښکر ته را ستون شو او په لښکر کې یی د اعلې سالار په توګه خپل کارونه پیل کړل .
۷
شیرخان یعنې شیرشاه سوري چې په دې وخت کې د ګنګا او کرم ناسه ددریابونو تر منځ دخپل لښکر سره یو ځاې پړاو کړې و ، هغه په ډیره اندیښنه کې ناست او د همایون د فوځونو د راتلو انتظار یی کاوه . همایون هم دخپل یو ستر لښکر سره د شیرشاه سورې د ځپلو له پاره را روان و. او غوښتل یی چې په هرصورت چې شوني وی د شیرشاه سوري څخه د بهار سیمه بیرته په خپله ولکه کې واخلي ، خو په دې وخت کې یو ډیر ستر او بې مثاله انقلاب راغې ، چې دهمدې بدلون له مخې همایون د شیرشاه سوري په لور د راتللو پریکړه بدله کړه او د اګري په لور و ګرځید .
هغه د څو تیرو کلونو راهیسې په همدې توګه غوښتل په ګجرات کې د بهادرشاه مغل حکومت ړنګ کړي او غوښتل یی ریښې یی په هندوستان کې له بیځه و کاږي ، هغه ددې کار له پاره عجیب او غریب پلانونه جوړول . پخپله بهادرشاه د ګجرات په تخت باندې د ۱۵۲۶ ز کال راهیسې ناست و او لمړۍ هندوستانی حکمران و چې د بابر د پاني پت او کنوه په جنګونو کې یی دحرب د فنونو استعمال زده کړې و .
بیا هغه د خپل ځواک د زیادښت له پاره دترکانو او مغلو په څیر یو منظم فوځ جوړ او هغه یی په ډیرې خطرناکې توپخانې باندې سنبال کړ. هغه ددې کار له پاره د قسطنطنیې څخه د ترکانو په لاسو جوړشوی توپونه او دهغوې روزل شوې توپچیان راو غوښتل ، ددې څخه علاوه یی د پرتګالیانو څخه هم توپونه او بارود تر لاسه کړل .
د بهادرشاه دې نوې منظم فوځ په خپلو ټولو هندوستاني مخالفینو باندی برلاسې تر لاسه کړې و . دهمدې نوې منظم جوړشوې فوځونو په شتون کې هغه د اتو کالو په دوران کې یو ډیر ستر سلطنت جوړ او د هندوستان کې د شهنشاه بابر او همایون څخه یی د مخته تللو هڅې پیل کړې .
خو دومره هوښیار و چې خپل دغه مقاصد یی د بابر او همایون څخه پټ و ساتل ، هغه د خپل سیاسی تدبر له لارې همایون ته همدومره څرګنده کړه چې هغه غواړي د مغلو د واکمنۍ نه بیرون دخپل سلطنت پولې پراخه کړي .
کله چې همایون د شیرشاه د ځپلو له پاره دخپل فوځ سره دې لورې ته حرکت وکړ نو په همدې وخت کې د ګجرات د پادشاه بهادرشاه فرمان په جنوب کې د خاندیش نه تر اجرنګر پورې د اطاعت وړ و . په شمال کې د سیند د ارغون حکمران خلیج د پاراس څخه په ویره کې و . او د شرق په لور یی هم د بابر او همایون څخه لوبه بایلودې وه . هغه د مالوه او راجپوتانه به بیابانو او ځنګلو کې هم خپله سکه چلوله .
هغه په مالوه کې نوي بلکه هوښیاره حکمران منګوخان چې په قادر خان باندې مشهور و، خپلې لورې ته را واړوه ، او په راجپوتانه کې یی د مختلفو راجاګانو تر منځ بغض ، کینه او حسد ته وده ورکړه او ددې کار څخه یی پوره پوره ګټه پورته کړه .
په راجپوتانه کې یی د ناګور ، او داجمیربانسواړه ، ا و ډونګر پور پورې او د الود عبود څځه تر بوندي پورې او ان تر رنتهمبور پورې هیڅ داسې حکمران نه و چې د بهادرشاه دحکم څخه مخالفت او یا سرغړونه وکړي .
د میواړ خپلواکي د بهادرشاه د جارحانه حملو تر مخه په زنګون شوې وه ، د ۱۵۳۵ ز کال څخه مخته د ګجرات فاتح فوځونه د مالوه څخه تیر شول او هندیل کنډ پورې ورسیدل . لنډه خبره دا چې لکه څنګه چې د پانی پت د جنګ نه وروسته بابر ته راناسانګا ډیره خطرناکه ثابت شو نو دهغې څخه په لسګونو واره زیات د بهادرشاه دغه نوې را ټوکیدلې فوځ د مغلو دځواک له پاره ګواښن ګرځیدلې و. خو بیا هم همایون د خپل ساده والی په اساس دا ګمارله چې بهادرشاه د غیرمسلمانو سره جنګونه کوی او په دې توګه د اسلام د اشاعت او خپرولو کار پر مخ بیایی. پخپله د مغلو پادشاهان داسلام ددین یواځې نمایندګان ګڼل کیدل .
ددې تر څنګ کله چې همایون د شیرشاه سوري پر خلاف په حرکت راغې اودهغه دځپلو په اړه په فکر کې ډوب و نو بهادرشاه په چتوړ باندې حمله وکړه ، حمله هغه وخت تر سره شوه چې همایون د شیرشاه په لور حرکت کړې و . نو بهادرشاه دهمایون د نه موجودیت نه په ګټی اخستلو سره غوښتل چې د چتوړ ملکه کرم وتي چې د راناسانګا کونډه وه او د مهاراجه بکرم جیت ، چې په دې ورځو کې لا بالغ شوې نه و ، مور وه په خپله ولکه کې راوړي او دخپل سلطنت پولې نورې هم و غځوي.
هغه وخت چې د ګجرات ځواکونو په راني کرم وتي باندې فشار راوست نو هغې سمدستی همایون ته یو سفیر ور واستوه ،اودهغه څخه یی د کومک غوښتنه وکړه ، خو همایون په دې وخت کې هغه ته کوم ډاډمن ځواب ور نه کړاې شو ، ځکه چې هغه په دې ورځو کې دشیر شاه سوري د ځپلو له پاره هغه لورې ته روان و . اوغوښتل یی چې په هر صورت چې شونی وی شیرشاه سوري دخپلې مخې لرې کړي .
دبهادرشاه له پاره دا ټولې پیښې ډیرې ګټورې ثابتې شوې . خو بیا هم پخپله بهادرشاه د مغلو دحکومت او ځواک په مقابل کې ډیر محتاط قدم اخست . همدا راز شیرخان هم و ، ځکه چې په دې دواړو د مغلو د بادشاهۍ رعب او ویره خپره شوې وه.
د چتوړ په راني کرم وتي باندې د یرغل وروسته د ګجرات حاکم بهادرشاه خپل څو کسه سفیران د سوداګرو په لباس کې دشیرشاه سوري په لور ور واستول اوهغه ته یی دا وړاندیز وکړ چې دواړه یو ځاې شي او د مغلو دحکومت پر خلاف حمله وکړي ، شیرشاه سوری د شرق له اړخه او د ګجرات فوځ دې د غرب له اړخه په اګرې او دهلی باندې حمله یوسي .
هغه سفیران چې د سوداګرو په لباس کې شیرشاه سوری ته ورلیږل شوی و نو بهادرشاه دهمغوې په لاسو څه ډیر رقم هم شیرشاه سوري ته ورلیږلې و . او هغه ته یی دخپل ځان سره د رایو ځاې کولو بلنه ورکړې وه.
شیرشاه سوري ډیر د عقل خاوند او دور اندیشه حکمران و . هغه د بهادرشاه د سفیرانو څخه نقدي روپۍ واخستلې خو د نه ور تللو له پاره یی بهانه وکړه ، او بیا خو دا عام دستور دې چې هغه خلک چې پیسې اخلی د هغو خلکو څخه چې ورکوی یی ډیر عقلمند وی ځکه چې هغوې د نورو د جیبونو څخه پیسې راباسي اوخپل جیب پرې ډکوي .
په حقیقت کې په دې وخت کې شیرشاه سوري نه غوښتل د بهادرشاه د سیاست په دام کې ونښلي ، او خامخا دې د مغلو د جنګ ډبره په خپله سینه وو هي ، په اصل کې شیرشاه سوری دداسې موقع او فرصت په لټه کې و چې د بهادرشاه ددې حرکتونو په واسطه د همایون توجه هغه لورې ته شي او دې ته څه موقع او فرصت تر لاسه شي او په دې جریان کې خپل فوځونه نور هم غښتلی کړ ي ، په دې ترتیب حالات د شیرشاه سوري په حق کې بدلیدل را بدلیدل.
دګجرات پادشاه بهادرشاه له یوه اړخه همایون ته قیمتي تحفی او د محبت نه ډک لیکونه ور استول او په دې ترتیب یی هغه ته دهوکه ورکوله ، اودبله اړخه یی د راجپوتانه په پولو باندې خپل فوځونه را ټولول. شونې ده چې دهغه اراده به په چتوړ دحملې کولو وه ، هغه وخت چې د چتوړ رانی کرم وتي د همایون څخه دکومک غوښتنه کړې وه او دهمایونه له اړخه ورته کوم ډاډمن ځواب نه و تر لاسه شوې نو د بهادرشاه حوصله نوره هم زیاته شوه ، نو په دې خاطر یی یو سالار تاتارخان د یوه ستر لښکر سره یو ځاې د پنجاب په لور و لیږه ، تر څو هغه د پنجاب له لارې دمغلو د حکومت مرکز دد هلی د ښار پر خلاف سنګرونه و نیسي ،
د نړۍ په تاریخ کې د همایون په څیر ساده انسان چې دوست او دښمن دواړو په اسانۍ سره غولولې شو ، تر اوسه پورې په تخت نه دې ناست . هغه په همدې ستونزمنو حالاتو کې هم دشیرشاه سوري په خلاف بنګال او بهار ته حرکت وکړ او کلکه اراده یی کړې وه چې شیرشاه هملته وځپوي ، خو هغه دګجرات د خطرناک حاکم بهادرشاه په څیر دښمن د پلانونو څخه خبر نه شو .
همایون دخپل دغه ستر لښکر سره یو ځاې د شیرشاه سوري په لور په پرلپسې توګه مخته تګ کاوه ، په همدې وخت کې داسې یو بدلون رامنځته شو چې همایون ته یی یو ټکان ورکړ . ځکه د همایون د نه موجودیت څخه په ګټې اخستلو سره د ګجرات حاکم بهادرشاه چې کوم سالار تاتارخان دخپل لښکر سره یوځاې د مغلو دسلطنت د مرکز دهلی د ځپلو له پاره استولې و نو د تاتار خان ګرمې وینی او جوش او جذبې هغه ټوله لوبه خرابه کړه . هغه د سوکه سوکه کار کولو په ځاې په ډیره ګرمه توګه په اګره باندې ور پریوت ، څرنګه چې همایون ته په اګره باندې دکوم بیرونې ځواک د راختلو ویره نه وه نو په دې خاطر یی هلته ددفاع کولو کوم خاص انتظام هم نه و کړې . هماغه و چې د بهادرشاه سالار تاتار خان دخپل لښکر سره یو ځاې د اګرې په شاوخوا سیمو کې د مغلو ځواکونه ښه و ځپل ، تر لرې لرې پورې یی تباهی خپره کړه او دمغلو په سلطنت کې یی یو ډول ویره او خوف را پیدا کړ . همایون ته دا خبر هغه وخت ور ورسید چې هغه د خپل لښکر سره یو ځاې د کالپې نومې یو کلې څخه بیرون پړاو کړې و . کله چې هغه ته دا بد خبر ورسید نو هغه د شیرشاه په لور مخته تګ پریښود ، اودخپل لښکر یوه برخه یی را جدا کړه اودخپل ورور عسکری مرزا په قومندانۍ کې یی د تاتارخان د ګوشمالی کولو له پاره ور ولیږله.
همایون په دې پوهیده چې بهادرشاه یو ځواکمن حکمران دې نو په دې خاطر هغه ته دګوشمالی ورکولو په اړه همایون هم ډیر محتاط و . هغه نه غوښتل په څرګنده توګه د بهادرشاه سره ټکر وکړي ، همغه و چې هغه د کالپې څخه بهادرشاه ته یو لیک و لیکه چې په هغې کې یی د تاتار خان دحرکت څخه سخته خوابدي ښوولې وه ، تر څنګ یی د اګرې په لور د لیږلو په وخت کې دخپل ورور عسکرمرزا شاته پخپله هم د پاته لښکر سره یو ځاې د اګرې په لور حرکت وکړ تر څو د بهادرشاه سره دا ورانه مشوړه بیرته جوړه او بیا د شیرشاه پر خلاف د حرکت له پاره تیار شي .
د همایون ورور عسکري مرزا د بهادرشاه د سالار تاتار خان په دې حرکت باندې سخت په قهر او غضب شوې و . نو په دې اساس یی په تاتار خان باندې ناڅاپي حمله وکړه . په دې وخت کې د تاتارخان دلښکرو حالت ډیر بې نظمه و . زیات شمیر افغانان او نور وګړی دهغه په لشکر کې د غنیمت د مالونو په خاطر را یو ځاې شوی و . هغه وخت چې د مغلو لښکر و د عسکری مرزا په قومندې باندې په تاتارخان باندې حمله وکړه نو د تاتارخان د کرایه دغه لښکر تارو مار شو او و تښتید. دهغوې دې کار د تاتار خان په اصلی فوځ باندې هم ډیر ناوړه اغیز وکړ .
په هر صورت د مندرائیل په سیمه کې چې د اګرې سره اړونده ده ، د بهادرشاه دسالار تاتار خان او د همایون د ورور عسکری مرزا دلښکرو تر منځ سخت جنګ وشو ، په جنګ کې عسکري مرزا تاتارخان ته ډیره بده ماتې ورکړه او د تاتارخان څټ یی هملته ور پرې کړ . د بله اړخه بهادرشاه هم په همدې ورځو کې د چتوړ سیمه محاصره کړی وه ، کله چې بهادر شاه ته خبر ورسید چې دهغه د فوځ سالارتاتار خان ماتې خوړلې او تر څنګ یی تاتار خان هم له منځه تللې دې اودا چې همایو ن د شیرخان په لور مخته تګ پرې ایښې اوبیرته اګرې ته راستون شوې نو بهادرشاه ډیرې ویرې واخست، که څه هم هغه د چتوړ محاصر ې ته دوام ورکړ خو تر څنګ یی همایون ته هم د هغه د احتجاجي لیک ځواب ووایه ، همایون ته دالیک په اګره کې ورسید. په هغه لیک کې بهادرشاه د تاتارخان ددې ناوړه کار د مسؤلیت داخستلو څخه انکار کړې و او دا یی دهغه خپلسري ګڼلې وه . دبهادرشاه دې لیک په همایون باندې ډیر زیات اغیز وکړ ، ددې وروسته د همایون او بهادرشاه تر منځ د لیک د لیږلو را لیږلو لړۍ روانه وه ، هر یوه ، یو بل ته درې درې لیکونه و لیکل ، او دهغې ځوابونه یی وویل . بهادرشاه په خپلو لیکونو کې دهمایون خپل ځان پالنه را وپاروله ، هغه ته یی ددین ساتونکې ووایه ، او دمذهب اوشریعت په نامه یی دهغه څخه وغوښتل چې لږ تر لږه د چتوړ د مهم په وخت کې ، چې یو ډول جهاد دې ، مداخله نه کوي .
د بله اړخه همایون هم چې غوښتل یی د شیرشاه سوری پر خلاف یو ځل بیا حرکت وکړي ، د بهادرشاه پر خلاف یی دومره توجه و نه کړه ، ددې پایلې دا شوې چې بهادرشاه د خپلو سیاسی چالونو په واسطه خپل ځان د همایون د کنترول څخه ازاد کړ. ددګجرات د حاکم بهادرشاه له لورې د ډاډ څخه وروسته همایون د خپل لښکر سره یو ځاې د اګرې نه بیرون د زرفشان په باغ کې قیام وکړ . او بیا یی د شیرشاه پر خلاف د اګرې نه کوچ وکړ . تر څنګ یی دبنګال د حاکم محمود په لور یو قاصد ور ولیږه چې هغه دې هم دخپل لښکر سره تیار اوسي تر څو د شیرشاه سوري پر خلاف په عملیاتو کې ګډون وکړي .
پرلپسې لري …..