کندهار:په یوه چاودنه کی دایساف دوه سرتیری ووژل سوه
چاودنه تېره شپه ۱۱ بجی د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو پریوه زغروالی ګاډی رامنځته سوه
عيني شاهدانو ويلي چاودنه دسړک غاړی ماین له امله رامنځته سوه ، چې په وینا یې له چاودنې سره د امریکايانو ټانک ویالې ته ولوېد او په کې سپاره ټول سرتېري ووژل شول.
د عيني شاهدانو په وینا، تر چاودنې وروسته د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه راغله او په چاودنه کې دوژل شوي پوځیانو مړی یې یووړل.
ایساف ځواکونو په یوه خپره سوی خبرپاڼه کی ویلی چی په سهیل کی یې دوه پوځیان دیوی چاودنی په ترڅ کی وژل سوی.
د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدی هم د پېښی پخلی کوی ، خو دنور جزییات څخه بی خبری ښی.
په سهیل کی دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی چې په ارغنداب کې پر امریکايي سرتېرو چاودنه شوې، چې په ټانک کې سپاره درې سرتېري وژل شوي او زغره والی ګاډی یی له منځه تللی.