کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان : د خونړي کمپاين پای او د ټاکنو لومړۍ ورځ

پاکستان : د خونړي کمپاين پای او د ټاکنو لومړۍ ورځ

 


 

نن خونړۍ انتخابي کمپاين پاۍ ته ورسېدۀ  ټاکل شوې ده چې نن به په ټول هېواد کښې انتخابات تر سره شي خو دغه ځل د انتخاباتو له مخه انتخابي کمپين ډېر مرګونۍ وه ولې چې د انتخابي کمپين په ترڅ کښې تر ټولو ستر ګوزار هغه محال وشو چې کله په پېنډۍ کښې د پاکستان پيپلز ګوند مشره  بېنظير بوټو  ووژل شوه ، تر دې وړاندې په کراچۍ کښې د بېنظير بوټو پر کاروان په بريد کښې ګڼ شمېر کسانو ژوند دلاسه ورکړۍ ، هم دغه شان د مسلم ليګ ( ن ) پر لاريون باندې په بريد کښې څلور تنه ووژل شول ، او د هغه پس په سوات کښې د مسلم ليګ ( ق ) انتخابي کانديد د ملګرو په شمول ووژل شول ، په چارسدې کښې د عوامي نېشنل ګوند په انتخابي جلسه کښې بم چاودنې يا ځانمرګي بريد تر دېرش زيات کسان ووژل ، په وزيرستان کښې د عوامي نېشنل ګوند پر کانديد ځانمرګۍ بريد تر سره شو چې په ترڅ کښې يې لس تنه ووژل شول ، هم دغه شان د سياسي ګوندونو د پلويانو تر منځ ځاى په ځاى ډزو کښې مرګ ژوبلې واوښتې ، په بلوچستان کښې د انتخابي دفترونو ومخته چاودنې او ځاى په ځاى خونړۍ پېښې د يادونې وړ دى، يعنى ګڼ شمېر بې ګناه کسان د مرګ کندې ته وغورځېدل ، د بېنظير بوټو د وژل کېدو وروسته په سندهـ کښې رامنځته شوي ، تاوتريخوالي له امله په کروړونو کالدارو تاوان ورسيدى او ګڼ شمېر کسان ووژل شول ،تېره ورځ په پاړه چنار کښې د پيپلز ګوند په انتخابي دفتر کښې بم چاودنې تر ٤٠زيات کسان ووژل او ګڼ شمېر ژوبل شول

 نن په هېواد کښې پارليماني انتخابات تر سره کېږي ، پولينګ نن له سهار څخه به بيا تر ماښام پورې دوام لري ، او ټول اتلس کلن هېوادوال چې شناختې پاڼې ولري ، رايې به وکاروي ، په ټول هېواد د انتخاباتو په لړ کښې کلک امنيتي تدابير نيول شوى دى ، انتخابي کمسيون وايي چې په غير جانبداره توګه انتخابات تر سره کولو لپاره هر ډول اقدامات تر سره شوى دى ، وئيل کېږي چې اتۀ کروړه رجسټر رايې اچونکو ته به هر ډول امنيتي زمينه برابره شي ، د پوځ په هکارۍ به پوليس او رينجرز د امنيت ساتلو دنده تر سره کوي ، د پوځ وياند اطهر عباس وئيلي دي چې پوځ به د انتخاباتو په ترڅ کښې هېڅ ډول مداخلت ونه کړي.