کور / تازه خبرونه / دکندهار دځانمرکي بريد تفصيلي راپور او عکسونه

دکندهار دځانمرکي بريد تفصيلي راپور او عکسونه

 د بي بي سي پښتو ويبپاڼي څخه په مننه


دکندهار ښار په لوېديځ کې دکوکران سيمي  دارغنداب درود په څنډه کې دنني ځانمرګي بريد ځاى ته په داسي حال کې ورورسېدم چې  امنيتي ساتونکي او ځايي اوسېدونکي دپېښي دقربانيانو په راټولو لو بوخت وو.
دانسانا نو لنکوټې ، خولۍ ، دنسوارو دبلي ، ګرزنده تليفونونه ، خولۍ او دجېبونو نور توکي له انساني اعضاو سره ګډ ترډېرو ليري ځايونو پوري پراته ليدل کېدل .
 شا وخوا وژل شوي کسان پراته وو ،او دډېرى انسانانو دبدن برخي تر سترګو کېدې . سيمه په وينو لړلې وه .  ځيني ټپيان په بېړه پوليسو موټرو ته پورته کول . تر يوپنځوسو پوري کسان مي وشمېرل خو پاتي نور دشمېرلو نه وو او دبدن غوښي يې نه بېلېدلې ،نور کسان داسي ووچې  دبدن ډېرى برخي يې پوره نه وې .دپېښي څخه پاتي کسان خورا هيران وو او په خپلو ملګرو او دوستانو پسي ګرزېدل، يوه کس چې دوه واړه ماشومان يې ورک هخه کوله چې دخپلو بچيانو مالومات تر لاسه کړي . حينو کسانو ژړل او په ژړا کې دخپلو دوستانو نومونه اخيستل ، پوليسو دپېښي له ځاى سره راغونډو شويو کسانو ته اجازه نه ورکوله چې دپېښي ځاى ته ورشي ، دډېرى کسانو لاسونه او کالي په وينو سره وو او او دپېښي سره سم ځيني کسان دارغنداب رود ته لوېدلي وو، که څه هم په پېښه کې دوژل شويو اوټپي کسانو دقيقه شمېره نه ده روښانه خو دکندهار والي اسدالله خالد په يوه خبري غونډه کې دوژل شويو کسانو شمېره اتيا وښوده او ويه ويل چې دادهيواد او سولي ددښمنانو کار دى  ښاغلي خالد داهم ونه ويل چې څومره کسان په دغه ځانمرګي بريد کې ټپيان شوي دي . خو شپږ دېرش 36 ټپي کسان دکندهار هوايي ډګرکې دملي اردو روغتون ته او پنځلس 15دايتلافي ځواکونو روغتون ته  لېږل شوي اودکندهار دملکي روغتون ديوه ډاکتر په خبره  نهه اويا 79  په ميرويس روغتون کې راجستر دي ، ځيني نور کسان شخصي روغتونونو ته هم وړل شوي دي . البته دشپې ناوخته دميرويس روغتون څخه ډېرکسان يا خو خارج شوي او يا هم نورو روغتونو نو ته لېږل شوي دي ، دامهال په ميرويس روغتون کې يوازي اوه ويشت 27 کسان په ټپي حالت کې پاتي دي او ډاکتران وايي چې ټول ټال يو اويا71 وژل شوي کسان وروړل شوي چې نور يې خپل خپلوانو وړي او نهه 9کسانو مړي لا اوس هم پاتي دي .
بل لوري ته دپېښي پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې او دوسله والو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي دنورو پېښو برخلاف دغه پېښه رد کړه . هغه وويل چې په نني ځانمرګي بريد کې وسله وال طالبان لاس نه لري .
ننى ځانمرګى بريد چې دسپيانو جنګولو په يوه مېله کې وشو ترډېره بريده دعامو وګړو په وژنه تمام شو خو دارغنداب دکومکي پوليسو مشرعبدالحکيم جان  او يوشمېر امنيتي ساتونکي هم پکښي ووژل شول . البته  دالا روښانه نه ده چې دبريد موخه عبدالحکيم جان قوماندان وو اوکه دسپيانو جنګولو ميله کوونکي . خو ځيني عيني شاهدانو وويل چې دپېښي په ځاى کې موجودو امنيتي ساتونکو هم ډزي وکړې خو تر اوسه ددغې خبري پخلى نه دى شوى . ديادولو وړده چې په کندهار ښار کې دځانمرګو بريدونو له پېله دادځانمرګي بريد ترټولو لويه مرګ ژوبله ده چې اتيا کسان يې ووژل او شا وخوا سل نور يې ټپيان کړل . البته درې کاله وړاندي په کندهار ښار کې دملا عبدالرب اخندزاده په مسجد کې دننه چاودنې هم ډېره مرګ ژوبله لرله.