کور / تازه خبرونه / پښتو پوهنيزه پانګه علمي سيمينار جوړ سو

پښتو پوهنيزه پانګه علمي سيمينار جوړ سو

 


تيره ورځ د هالنډ د اوتريخت په ښار په دې هيواد کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا د ( پښتو پوهنيزه پانګه ) تر سرليک لاندي يوه درنه علمي غونډه رابلله سوې وه .


په دې علمي غونډه کي د بېلابېلو اروپايي هيوادونو ترڅنګ د امريکې او افغانستان څخه هم  پوهانو او عالمانو علمي مقالې او ويناوي واورولې ، د پښتو ژبي د پوهنيزي پانګي د پراختيا او پرمختګ په اړه هر اړخيز علمي بحثونه او پريکړي وسوې .


غونډه تيره شپه دوولس بجې پوهانو او بېلابېلو علمي څانګو د استادانو له خوا د پريکړه ليک په صادرولو پای ته ورسيده .


بشپړ راپور او پريکړه ليک وروسته پرليکه کېږي.