طالبانو د بنګلدېش حکومت په اړه خوشبيني ښودلې
طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بنګلدېش په اړه له مخکي خوشبيني ښودلې چي ګواکي هغوی به د امريکې دا غوښتنه ونه مني چي افغانستان ته ددوی په وينا د يوې ناکامې جګړې په وروستيو کي خپل سرتيري واستوي ، لراوبر ته د رسيدلي خبرپاڼه په يوه برخه کي طالبانو داسي ليکلي (( داخبره ترډيره حده ناشوني بريښي چې دبنګلديش غوندې يواکثريت مطلق اسلامي هيواددې چمتوشي چې دامريکاپه مشري دې په هغه جګړه اوماموريت کې برخه واخلي چې خپله ددغې جګړې پرمخ بيوونکې يې صليبي اودمسلمانانوپه وړاندې مقدس جنګ بولي !! )).
په خبرپاڼه کي راغلي چي امريکا په افغانستان کي د خلکو پر کلتور ، دين او حتی قرآن عظيم الشان باندي تيری او ددوی سپکاوی کړی دی ، څنګه به بنګله دېش دې ته تيار سي چي دې هيواد ته دداسي يوه چا په ملګرتيا خپل سرتيري وليږي ، د ذبيح الله مجاهد په وينا ((دافغانستان اسلامي امارت باورلري چې دبنګلديش هيوادبه هيچرې هم دامريکاملګرتياته په داسې حال کې زړه ښه نکړې چې عملاامريکاپه افغانستان کې دسقوط اوتيښې په حال کې ده)).
بنګله دېش په رسمي ډول اعلان وکړ چي امريکې افغانستان ته د پوځونو ليږلو غوښتنه ترې کړې ده خو تر اوسه د امريکې ددې غوښتني په اړه غوڅ او پرګنده پريکړه نه ده اعلان کړې .