کور / نثر / پټ احساس

پټ احساس


 
ګران وطن  افغانستان  د دريو لسيزو  په ستونزو، جنګونو، غربت او مهاجرت په دوران کی  ډیر څه له لاسه ورکړه، همدا شان يي د علم د اسمان  بی شماره ستوری په خپلو بدرنګو لوګیو کی پټ او ځلولو ته پری نښودل. نن زه تاسی ته د شاعرانو د ګل بڼ څخه یو داسی ستورۍ درپیژنم چی د هغه د پیژندلو لپاره ګر چی زه څومره هم وليکم بس نه دي.
 
ښاغلی مرحوم خان آغا شیرزاد د محمد حسین زوی چی د هميشه بهار ننګرهار ولايت د شیرزادو ولسوالي د قيلغو په کلی کی په ۱۳۳۴ هجری شمسی کال کی زيږدلی وو. خپله زدکړه یی د خوږياڼيوولسوالی د ملکيار هوتک په  ښوونځی کی سر ته  رسولی.
د ثور انقلاب په رامنځ ته کیدو سره  دوه کاله د روسي يرغلګرو سره په ګرمه اسلامي او افغانی جذبه له  ګران وطنه دفاع د نورو افغانانو په  څير خپله وظیفه وګڼله  او د خپل وس خدمتونه یی دریغ نه کړل. او بيایی  اوسنی ګاونډی هيواد پاکستان ته د هجرت لاره خپله کړه. مرحوم خان آغا شيرزادد خوږ وطن په پریښودلو سره خپله وطنی، ملی او اسلامی احساس او جذبه هم له ځانه سره د هجرت ديار ته يوړه.
 
د مهاجرت په ستونزمن ژوند کی خپل هغه وطنی اواسلامی احساس او د مظلومو افغانانودغمونوډکو شپواوورځو انځور په ډيره مينه سره په شعرونو کی  رابرسیره  کړی .او په همدي امید چی ددغو شعرو په تحریر سره  څه ناڅه د درديدلي ولس  د زړه مرحم په خاطر د الله په وړاندی اوپه اسلامي شرعی او ملی وجیبه تر سره کړی وی.
شیرزاد وايي
د حال ويلو ځای می نشته    ……   د ګیلو ډک زړګي به تور لحد ته وړمه
 
د همدغو ناخوالو او بيوسيوله غمه ښاغلي شيرزاد د زړه له ناروغی له امله په   ۱۳۸۸ کال د جدی په څلورمه نيټه له دی فانی نړۍ څخه سترګی پټی کړي. د ښاغلی شیرزاد د شعرونو لمړئ ټولکه ( پټ احساس ) چی د مرحوم د وفات کيدو وروسته د هغه د درندي کورنۍ په واسطه د هغه مينوالو ته له چاپه راوتلی ډالۍ کوي.
 
 
 
د شعرونو نمونه يي:
غزل
 
نژدی مه راځه ستومـــان یم د يار غــــــــمه
تاب می نشته په سوران یم د يار غـــــــــمه
 
دا می بس دی چی کوم ما باندی تيريږي
نه دا ستا دا امتحان یـــــــم د يار غـــــــــــمه
 
ړوند په سترګو شوم رڼا راته تياری دی
په تيارو لارو روان يــــــــم د يار غـــــــــمه
 
داسی سوی پيرزوینی په مــــــــــا مه کړه
بس دی سوی په نيران يــــــــــم د يار غمه
 
زه شيرزاد تنها د دومـــــــره غـــــمو نه يم
خالی پاتی په ميدان يم د يار غـــــــــــــــــمه
 
بل ځای وايی:
 
خـــــــــــدايه څنګه جهنم جهــــــــــان زماشو
شام مدام په اوښکو لوند ګريوان زما شو
 
څه د وخت تيارو ته ناست یم نه خلاصیږی
خوشحالی شوه د رقيب هجران زمـــــــا شو
 
هــــــــره ورځ باران د غم زمــــــا په کور وی
ليونۍ او جفاکـــــــار جانان زمـــــــــــــا شو
 
حکيمان می نا علاج دی په تشخيص کي
خدايه څنګه ناپيدا درمــــــــان زمـــــــــا شو
 
کاڼی بوټی می د مـــــــــلک په وینو سره دي
ای شيرزاده څه بدرنګ ګزران زمـــــــــــا شو
 
روح دی ښاد او ياد دی تل پاتی وی