کور / تازه خبرونه / پاړه چنار کښي عيدګا مارکېټ ته نژدې چاودنه وشوه

پاړه چنار کښي عيدګا مارکېټ ته نژدې چاودنه وشوه

پاړا چنار کښې عيد ګاه مارکيټ ته نږدې د پاکستان پيپلز ګوند انتخابي دفتر ومخته بم چاودنه وشوه په چاودنه کښې څلوېښت تنه مړۀ اووه نوي تنه ژوبل شوى دى ، ويل کېږي چې دغه يو ځانمرګۍ وو او د کورنيو چارو وزارت په پېښه کښې د اووه دېرش د مرګ خبره تائيد کړې ده ، په روغتون کښې د ځينو زخميانو حالت د پام وړ بلل کېږي ، د مړو په شمېر کښې زياتوالۍ راتلې شي ، بلخوا ته د کرمې ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ فدا وبى بى سى ته وئيلي دي چې ځانمرګي بريدګر له بارودو څخه ډک موټر د انتخابي دفتر ومخته ولاړ ويګن سره ټکر کړ ، په قبائيلي سيمو کښې سياسي ګوندونو ته د انتخاب کولو اجازه نشته خو بيا هم خپلواک کانديدان د سياسي ګوندونو سره تعلق درلودلو سره د ولس څخه رايې غواړي ، په بريد کښې کانديد رياض حسين شاه ته کوم زيان ندۍ اوښتۍ ، د چاودنې پس په ښار کښې برېښنا بنده شوه ، د غير ملکي خبري اژانس تر مخه ځانمرګي بريد موټر په خپله چلاوه او د انتخابي دفتر ومخته يې بريد تر سره کړ.