ناټو څلور ولسي وګړي ووژل

34 | سپتمبر 30th, 2010


افغان چارواکي وايي په غزني ولايت کي د ناټو ځواکونو په يوه هوايي حمله کي څلور ملکي کسان د دوو کوچنيانو په ګډون وژل سوي دي.
د سي، اين، اين تلوېزوني شکبه د غزني د يوه چارواکي له خولې دغه خبر تايېدوي، خو د ناټو په حواله وايي چي هغوى په دې باب څېړني پيل کړي او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي له شمېر له څرګندولو څخه يې ډډه کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024