کور / تازه خبرونه / كوټه: شاعر امان الله تابان په ټرافيكي پېښه كې ومړ

كوټه: شاعر امان الله تابان په ټرافيكي پېښه كې ومړ

د پښين د سيمې اوسېدونكى ځوان شاعر امان الله تابان د تېرې سه شنبې ۲۸ سپتمبر په ماښام ناوخته له كوټې څخه پښين سيمې ته روان و، چي د كچلاغ او پښين تر منځ په يوه ټرافيكي پېښه كې يې خپل ژوند له لاسه وركړ.

ارواښاد تابان نهه دېرش كاله پخوا په ۱۹۷۱م كال د پښين په لوى عليزي كلي كې د ملك عبدالباقي په كورنۍ كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې. له تېرو څه دپاسه لسو كلونو راهيسې يې په پښتو كې شاعري كوله، چي يوه ټولګه شعرونه يې لرل او لا تر اوسه چاپ نه دي.

تابان په پښين كې د پښتو ادبي اتحاد په نامه د يوې ادبي ټولنې مشر هم پاته شوى دى. د ارواښاد تابان د شعرونو بېلګې هم لاندې لوستلاى شئ:

مرسته كوي به يو له بل سره جانانه خلك
داسې خو نه ده چي راځي به له اسمانه خلك

داسې خو نه ده چي هر څوك دي قاتلان د مينې
خو بيا هم سته په دې نړۍ كې مهربانه خلك

نه مي دى كړى داسې كار چي باندې ګرم سمه زه
بيا هم له مانه دي ناحقه بدګومانه خلك

…………….

ما د لونګو درمند جوړ كړ بيا پر بټې بيابان
وريځې ګرځي كه باران سو خدايه څه به كوم

كه چېرې پوه نه سو زما په ګونګه ژبه صنم
او مخ يې واړاوه روان سو خدايه څه به كوم

تبصره نسته

  1. د امان الله تابان پر ناڅاپي مړينه سخت خواشينى سوم، وايي (ما لا ګل بوى كړى نه و خزان راغى)، تابان چي لا يې د ځوانۍ د بڼ د خوږبويه ګلونو په بويولو ارمان نه و وتلى او د شاعرۍ په دونيا كې يې ايله څو كاله وړاندې مزى پيل كړى و، د مرګ زورورې سيلۍ يې د ځوانۍ ګلونه و رژول. واقعاً هم د ارواښاد تابان پر مړينه سخت غمجن سوم، دۀ ته فردوس جنت غواړم او كورنۍ ته دي يې خداى ج تلپاتى زغم او صبر ور په برخه كړي.

  2. دپښتو ادب ددی ستوری په لویدلو ( امان الله تابان پر ناڅاپي مړينه )ډیر خواشينى سوم، نموړی ته دپاک خداى ج ددرباره څخه فردوس جنت غواړم او كورنۍ ته دي يې خداى ج څخه د زغم او صبر ور غوشتونکی یم.

  3. خدای دې وکړي چې له نورو داشان روڼ اندو او قلم خاوندانو سره ژوند دغه ډول ناځواني ونه کړي. دده دې روح ښاد وي، او کورنۍ ته دې خدای ستر صبر ورکړي.

  4. د ښاغلي امان الله تابان په مړينه سخت خواشينى شوم، الله تعالى(جل جلاله) دې ده ته جنتونه او درنې کورنۍ ته صبر ورپه برخه کړي. (په حقيقت کې د ټولو همدا لار ده؛ پر مځکه د هر انسان مرګ زموږ-ستاسو د مرګ زېرى هم دى، نو په کار دا ده چې تل له ژونده ګټه پورته کوونکي واوسو او په قرآن او سنت باندې په عمل کولو د ابدي ژوند لپاره څه توښه برابره کړو.)
    انا لله و انا اليه راجعون

  5. ټولوته دمنې ډک سلامونه او نېکی هېلې ۰ دخداې بخښلې امانولله تابان کورنېته -او فه خاسه توګه لوستونکو او ټولومولګروته ۰دخداې بخښلې امانولله تابان ناځاپې مړېنه نه داچې کورنېېه ډېره فه غمګېنه سوه بلکې ده ټول پښتون قام دفاره ډېره غټه ضاېعه ده ولېچه فه اوس واقتکې پښتون قام وه پښتنو سرونوته ډېر سخت زرورت لرې پدېخاتیر نو الله فاکدې کورنېته صبری جمېل ورکې او دامانولله تابان ارواحدې ښادوې ۰ تاسۍ ټلوته ښه وختونه

  6. pa dera khowshini sara mong wayo chi da di pakhto adab ta yawa loya zarba da aw biad mong di taban sahib har sa pa yad wasato.

  7. ټولوته دمنې ډک سلامونه او نېکی هېلې ۰ دخداې بخښلې امانولله تابان کورنېته -او فه خاسه توګه لوستونکو او ټولومولګروته ۰دخداې بخښلې امانولله تابان ناځاپې مړېنه نه داچې کورنېېه ډېره فه غمګېنه سوه بلکې ده ټول پښتون قام دفاره ډېره غټه ضاېعه ده ولېچه فه اوس واقتکې پښتون قام وه پښتنو سرونوته ډېر سخت زرورت لرې پدېخاتیر نو الله فاکدې کورنېته صبری جمېل ورکې او دامانولله تابان ارواحدې ښادوې ۰ تاسۍ ټلوته ښه وختونه

  8. موږ لا هغه مړى سپارلى نه وي
    چي جنازه ورپسي پله راسي
    له كوره ولاړ سي روغ رمټ زلميانو
    مړه يې راوړي خلك ورپسي ډله راسي

  9. خداي بخشلي أمان الله زه دير مي زره خفسو الله جلاجل له دي كورني ته صبر جليل وركري

  10. Salam To all i hope from all, if they have some
    ? Please tell me something i don’t know that Amanullah was death which he worked in Drama or Stage Show
    Information about Amanullah