کور / تازه خبرونه / تازه خبر:په کندهار کي يوې بلي چاودني 35 عام وګړي ووژل

تازه خبر:په کندهار کي يوې بلي چاودني 35 عام وګړي ووژل

همداڅوشېبې مخکي دکندهارولايت د سپين بولدک ولسوالۍپه بازارکي يوه چاودنه وسوه . دولسوالۍپه سيمه ايزروغتون کي يوتن نوکريوال ډاکټرچي نه يې غوښتل  نوم يې خپورسي دتلفون پرکرښه لراوبرويبپاڼي ته وويل : (( تردې مهاله يې پنځلس تنه ټپيان اويوتن مړى راوړى دى چي دده په ويناټول راوړل سوي کسان ولسي وګړ ي دي .) داپه داسي حال کي ده چي تېره ورځ يوه ځانمرګي بريدد کندهارښار دباغ پل په سيمه کي دسلو کسانوپه شاوخواکي وژلي اوټپيان کړي وو.


تر پېښي لږ  وروسته له سپين بولدک څخه د لراوبر ادارې ته د ټيلفون پر کرښه د پېښي يوه عيني شاهد وويل چي په پېښه په کرولا ډوله موټر کي سپور ځانمرګي بريد کوونکي کاناډايي پوځونو ته نژدې رامنځته کړې ده چي د کندهار والي اسدالله خالد په وينا درې تنه کاناډايي پوځيان هم پکښي وژل سوي دي .


 د سپين بولدګ ولسوالۍ د ( وېش ) په سوداګريزه سيمه کي ترسره سوې ده ، وېش پر ډيورنډ کرښه پروت نړيوال سوداګريز مرکز بلل کيږي ، په بريد کي شاوخوا 35 تنه وژل سوي او زيات شمېر ټپيان دي .