کور / تازه خبرونه / په بولدک کي دمړواوټپيانوشيمره تر٦٠واوښته

په بولدک کي دمړواوټپيانوشيمره تر٦٠واوښته

دکندهارولايت په بولدک ولسوالۍکي نن دماپښين پردروبجوترسره سوي يوه ځانمرګي بريد د شپېتو په شاوخواکي کسانوته مرګ ژوبله واړول چي ډيرى يې ولسي وګړي دي .دغه خبره په سپين بولدک ولسوالۍکي دڅلورمي سرحدي لواءارکان رئيس ډګروال عبدالرازق خبريالانوته وکړه اوزياته يې کړه چي دمړوشميره تراوسه پوري پنځه ديرش تنوته رسيدلې ده . دده په وينادټپيانوپه ډله کي دوه تنه کاناډايي سرتيري هم شامل دي . دعيني شاهدانوپه ويناداپېښه هغه مهال رامنځته سوه چي کله په دې سيمه کي د کاناډايي سرتيروکاروان دتېرېدوپه حال کي ؤ. لوستونکوته دي ياده وي چي تېره ورځ هم کندهارښارته نيژدې يوه ځانمرګي بريد ترسلوډيروکسانوته مرګ ژوبله اړولې وه .


د وېش سوداګريز مرکز يوه دکاندار احمدالدين لراوبر ډاټ کام ته د ټيلفون پر ليکه وويل چي پېښه د وېش بازار او پر ډيورنډ کرښه پرتو پاکستاني پوليسو تر امنيتي پوستې تر منځ د وېش پر پله باندي رامنځته سوه ، نوموړي وويل چي د پېښي زيات شمېر قربانيان هغه ځوانان دي پر ډيورنډ کرښه د تلونکو راتلونکو مساپرو د لاس په ګاډيو کي په لس او شل افغانۍ مزدورۍ ورسره اړوي او يو شمېر پر ډيورنډ کرښه تلونکي راتلونکي مساپر هم ژوبل او وژل سوي دي .