کور / نثر / ته خو به مې نه هیروې!

ته خو به مې نه هیروې!

نه! هغه څوک به څوک څنګه هیر کړي چې درته وایي!

ته زما ژوند ، ته زما هیله، ته زما د سفر کیسه، ته زما د خیال د زندانونو ملګرې، ته زما د قاف د غره پرۍ، ته مې د سر او تال نغمه ، ته مې د شپې په غیږ کې د سوزوونکې سندرې ټپه، ته مې د پردیس زړګي کوربه، ته مې د خیالونو انځورګره، ته مې د ویښ ضمیر غږ، ته مې د آرام ضمیر زړه لړزوونکې چیغه، ته مې د اولسونو راویښوونکې چیغه!!

ګلې زه تا نه هیروم! ګلې ما مې عمر دربښلی، ته زما د سینې ګل یې، هر سهار دې په خندا تازه کومه!!

ته رپآنده اوسې، تل خندانه اوسې، د ژړا خو دې مرګی نصیب سي، د ژړا خو دې کور اور واخلي، د ژړا خو دې مور بوره شي!! ته دې ښاده اوسې ، ته دې خوشاله اوسې، ته دې خواره مه شې، ستا دې پښو ته لکه اسماعیل حلال شم، ستا دې په تندي باندې ځلانده ټیک همیشه ځلانده وي، ستا دې چارګل همیش وژل کړي، ستا دې ټپې همیش د کلي یاد اوسي…

ستا دې پسرلي باندې د خزان تور څآدرونه رامشه، ستا دې پسرلی بې ګلو مشه، ستا دې رخسار باندې همیش د غاټولو پسرلی وي، ستا په اننګو دې تل ترتله د مسکا ګونځې اوارې مشه، ستا دې باړخوګان د ویر له اوښکو پاک وي، هغه مالګینې نرۍ نرۍ اوښکې ترې د عمر ورکې کړې، ځکه بدرنګې ښکاري…

سپینې سپوږمۍ لمن دې غوړوه، سترګې دې پرانیزه، غیږه دې ایله کړه، له مخ دې د سحابو پلو لرې کړه، سترګې دې تورې کړه، کجل دې پورې کړه، او بیا لاندې لږ وګوره!! لاندې لږ هغې سپینې سپوږمۍ ته وګوره چې نه له چا رڼا اخلي، نه سترګې په کجلو توروي، او لا رخسار یې په پلو کې الونیا دی!! سپینې سپوږمئ زه تا ته وایم؛ آیا ستا په سترګو او ددې ځمکنۍ سپوږمۍ ترمنځه ځمکې آسمانونه توپیر شته او کنه؟ آیا ته یې په کتو شرمیږې او کنه؟؟ هو ته په رښتیا سره شرمیږې، ته له هغې سپوږمۍ څخه ځکه شرمیږې چې نه له چا رڼا اخلي، نه له چا پور کړي، نه له چا کڅوړه د رنجو اخلي، نه سترګې توروي… خو ښکلا یې تا سوځي، ښکلا یې دا جهان سوځي، ښکلا یې دا بې نومه نړۍ د اور خوراک ګرځوي…

نه دې هیروم ، نه دې هیروم، زه تا هیڅکله نشم هیرولای، ستا مې انځور په زړه نقش دی، ستا مې خبرې د عمرونو پردیسیو ملګرې، ستا هغه لیک مې نن هم په جیب کې ساتلی.. ستا هغه کیسې چې ما دې سر په زنګانه ایښی وو ، سپوږمۍ خپل سپین شال په مونږ غوړولی وو، او تا و ما ته تر دې سپین شال لاندې خوږې کیسې پیل کړې وې، او ما درته په آرام او سکوت لکه ماشوم ته یې چې مور د دیوانو کیسې کړي ، په کرار کرار یې ټپوي او په ویښتانو کې یې ګوتې وهي، دده سترګې هیبت او وهم وهلې راوتلې وي، همداسې درته غوږ ایښی وو… کرار کرار دې ویده کړم… کرار کرار دې له حال څخه ناخبره د خوبونو هغې دنیاګۍ ته بوتلم چې هلته ته شهزادګې او زه دې شهزاده وم… زه شهسوار وم ته مې د دیوانو له پنجو څخه خلاصولې، ته مې د سر په بیه د دیوانو له زندانونو څخه راخلاصولې ، ما د ښار اووه دروازې ماتې کړې، په خپل براق باندې دواړه سپاره بیرته و خپل دیار ته راغلو… او تا راته وویل چې ته خو به مې نه هیروې!!! او ما درته وویل چې ګلې ، زما دې عمر له تا صدقه شي زه به تا څنګه هیره کړم…!!!