کور / نثر / د يوې سوالګرې پېغلې هيله

د يوې سوالګرې پېغلې هيله

ستا د سره او ياغي اس د پښو د ترپ په مهينه ازانګه کې زما ټولې ارزوګانې نغښتي دي.
اې د سره او ياغي اس شهزاده!
ما ستا د راتلو په تمه، ما ستا د اس د پښو د مهينې سندرې د اورېدو په تمه ډېرې پېړۍ په ويښه او څرک درپسې تېرې کړې. ما ستا د راتلو په تمه ډېر خيراتونه غريبانو ته ورکړل او په ډېرو زيارتونو مې نذرونه کېښودل. خو ستا د راتلو درک مالوم نشو. ما ستا د راتلو او ستا د محسوسولو په تمه! خپل تور ويښتان سپين کړل، خپله ځواني مې درپسې ووېشله او خپل ارمانونه مې يو يو د بلو ډېوو په شان د حسرت په اوښکو درپسې مړه کړل. اوس د وختونو په داسې تيارو کې بندي او حيرانه ناسته يم! چې نه مې څوک اواز اوري او نه فرياد.ته يو ځل بيا د يوې شيبې لپاره راشه او زما باران وړي جونګړه يو ځل بيا د ډېرو وختونو لپاره د خپل نوراني مخ په نور روښانه کړه، او د خپل اس د هيبتناکو قدمونو په هيبت سره زما دې جونګړې شاوخوا ته هيبت او عظمت ور وبښه.
ما ستا د راتګ د نمانځنې په خاطر، خپلې ټولې همزولي او سيالانې خبرې کړې وې، ما ټولو ته د دريا وهل او ستا مقدسو قدمونو ته د ګلانو درشيندل ورزده کړي وو، ټولې وږي او تږي ناستې وې تر څو ستا د نوراني څېرې په کتلو سترګې مړې او يخې کړي. خو ته لکه د تېر کال د ښايسته خو لنډ پسرلي په څېر او ته لکه د نور يوه پړکه اېله د څو شېبو لپاره زما ورشو او زما جونګړې ته راغلې او زما په خواره جونګړه کې اېله دومره تم شوې! چې ځان دې راوپېژاند، د سترګو په کاسو کې دې روح رانه وڅښه او د خپل هوس ټوله تنده دې پرې ماته کړه ،د خپل سره او ياغي اس لپاره دې ښايسته خورجين درسره ډک کړ او په خپله مخه لاړې.
اې ظالمه سړيه او اې زما د زړه نازوليه واکمنه!
ته ښايي ونه پوهېږې، چې تا زما جونګړې ته په راتګ له ما څخه هر څه درسره واخيستل او په خپله مخه ولاړې. خو ما ته دې له يوه مات شوي غشي، چې په وينو هم ککړ او تا له خپل ټپ څخه را ايستلی و همدا شان د خپلې څېرې له يوه تت خو تلپاتې انځور، او د خپل ياغي اس د پښو له څو نښانونو پرته هېڅ هم پرې نښودل .
ته په ريښتيا شهزاده وې!
او ته په ريښتيا لوی عزتمند او دولتمند وې.
زه دې په ټولو همزولو کې غوره او سرلوړې کړم. ماته دې دومره عظمت او عزت راکړ! چې اوس حورې او ښاپېرۍ هم رشک او ضد راسره کوي.
تا زه دولتمنده کړمه.
تا ماته داسې دولت او داسې شتمني راکړه چې زه يې له مادي مصيبت څخه خلاصه کړم . تاد خپل ښايست او خپل وقار او همدا شان د خپلې جلالي خندا په خوږلت سره زما روح او زما زړه غني کړل.
ته يو ځل بيا راشه! زموږ د کلي خلکو سږ کال ډېرې وربشې کرلي دي. سږ به لکه د تېرو کلونو په څېر زه بيا په دې هيله په ټول کلي کې وربشې ټولوم! چې کېدای شي ته يو ځل بيا زما په جونګړه راشې! او بيا به زما د کال ټول خيراتونه د خپل سره او ياغي اس د مړولو لپاره په خورجين کې درسره واچوې! او يو ځل بيا به مې داسې غني او دولتمنده کړې چې د ټول کلي شهزادګۍ او د ښاپېرو دې وطن چټې او کبرجنې پېغلې به مې د پښو ګرد ته هم نشي رسېدای.