کور / شعر / ګلونه (غزل)

ګلونه (غزل)

زما د مينې د جذبې د پسرلـــــــــــــــــــــــي ګلــــــــــــــونه
تل مې په روح کې په خندا وي ليـــــــــــــوني ګلـــــونه
مونږ د ژوندون هرې ښــــکلا ته نظـــــرونه مات کړل
مونږ دحالاتو په مجمــــــر کې کړه لوګـــــي ګلـــــونه
د دنيا سترګې به اخر له مونږ نه کلــــــــــــه اوړي ؟
دغه وږسترګي نظـــرونه رانه خوري ګلــــــــــونه
زه تر هغــې يوه سپرلـــــي ته هـــــم سپرلـــــــى نه وايم
چې کتار نه شــي په اوربل کـــې د لالـــــي ګلـــــــونه
خدايه! په زړه کــې مـو چينې د محبت تاندې کړې
نور د نفرت په وچکالۍ کې رانه مـــــري ګلـــــــونه
چې پرې مدام د تکو سرو اوښکـــــــو باران وريږي
د زړګي للمه خو به خود راټوکوي ګلــــــــــــــونه
چې مې دخيال نه پورته کــېږي د رنګونو شغلـــې
په تصور کې وي مدام راته مــــوسکي ګلونه