مشرف:ترهګرپاکستاني پوځ روزلې

65 | اکتوبر 6th, 2010


دپاکستان پخواني ولسمشرجنرال پرويز مشرف ويلي چې پاکستانى پوځ ترهګرو ته تربيه ورکړي .
نوموړې ديوې فرانسوي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې پاکستاني پوځ په دې موخه چې دهند ترولکې لاندې کشمير دشخړه لمنځه يوسي ترهګر روزلي .
نوموړې زياته کړه دپاکستان پوځ لخوا دترهګرو روزنه له تيرو نوي لسيزو څخه شروع شوى وه .
تردې وړاندې ولسمشرحامدکرزي په وار وار ويلي وه چې دترهګرو روزلو مرکزونه په پاکستان کې دي خودا لومړى ځل دى چې دپاکستان دپخواني ولسمشرلخوا ددغه خبر پخلى کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024