د ادم خان او درخانۍ په کلی کې مشاعره
که د نورو ژبو ليکوال ليلا او مجنون يا شيرينه او فرهاد يادوی نو پښتانه ليکوال خپل مشهور رومانی کردارونه ادم خان او درخانۍ چرې هم نه شی هيرولے.د ملاکنډ سيمې په خپله غيږه کې ډير تاريخی خلک روزلی دی.خو د ريښتينې مينې په حواله د ادم خان او درخانۍ نومونه به ترڅو چې پښتانه د نړۍ په مخ وی نو هيڅکله به هير نه شی.
د [مورې]د غره په لمن کې د کوزې بازدرې کلے هغه تاريخی کلے دے چرته چې ادم او درخو زيږيدلی او لوي شوی وو
.د تاڼې ادبی ټولنې ملګری هر کال ددوي په يادد هغه چينې په خوا کې چرته چې به درخانۍ اوبو او جامو وينځلو له راتله لويه اولسی مشاعره کوی او د پښتونخوا د لرې لرې سيمو نه ورته شاعران د ګډون د پاره راځی
.د تاڼې ادبی ټولنې ملګرو شير زمان سيماب او ډاکټر غلام حسين ياس راته د مشاعرې بلنه لس ورځې وړاندې رارسولې وه. زما په زړه کې هم ارمان وو چې دا ځاي به ارومرو ليدل غواړی.په ټاکلې نيټه د تالاش ادبی کاروان د ګڼو ملګرو سره دغه مشاعرې له روان شو.په لار راته اخترحسين اختر په خپل خوږ اواز خپلې غزلې وارولې، ډير خوندور کلامونه يې واورول او په لار هډو پوهه نه شو چې کله د تاڼې د بازار نه په لږه فاصله د مورې غر ته ګاړے ورسم شو نو دغه تاو را تاو سړک د شنو او ګورو ونو په مينځ کې نه هيريدونکې ښکلا لرله ، لاندې ترې د سوات د سيند شنې چپې ښکاريدې،کله چې ګاړے د غر بل اړخ ته ور واوښتو نو او د غره نه کوزيدو نو د مالټو شنه شنه باغونه شروع شول ددغو باغونو په مينځ کې سړک تير شوے و او ځاي په ځاي د مشاعرې ميلمنو ته د هر کلی بينرونه لګيدلی وو
.کله چې د مالټو د يو اوږد باغ په مينځ کې اووتو نو خوړ ته اورسيدو او د لرې لرې نه ګڼه ګوڼه په نظر راتله چې نزدې ورغلو نو د تاڼې ادبی ملګری راته په خنداګانو کې راغاړيوتل
.دا هغه چينه وه چې درخانۍ به ورته اوبو د پاره راتلله او چينې ته مخامخ هغه ګړنګ و چې د خداي پاک په قدرتونو په مينځ چاودلے وو
.ددغه ګړنګ شاته به ادم خان د رباب تارونه چيړل ، د کلی سپين روبو راته ددې حقيقی داستان په حقله رنګ رنګ او خوندورې خبرې وکړې، ددغې چينې خوږې او يخې اوبه مې د تندې د حده ډيرې وڅښلې د ګپونو نه وروسته دغه خوندوره مشاعره پيل شوه
.خلکو به شعرونه اوريدل خو زما سترګې دهغه ګړنګه بل خوا نه اوړيدلې
.د مشاعرې مشری ښاغلی د پښتو اکيډمۍ پخوانی مشر ښاغلی پروفيسر محمد نواز طاير [اوس د بخښانې شو]کوله په څنګ کې ورسره خالقداد اميد او نور د علاقې ايم پی اے او ناظمان ناست وو
.د سلو نه زيات شاعران راغلی و ، هر رنګ شعرونه مو ترې واوريدل، د مشاعرې په دوران کې به د دغه ځاي ملګرو ددغه باغونو تازه مالټې په ميلمنو ويشلې، ډيرې خوږې وې خو د خلې خوند راله پرو فيسر فضل کريم ناشاد هله خراب کړو چې د اردو غزل يي اوويلو
.پروفيسر صيب په کالج کې د پښتو ژبې استاد دے، زه خو د خپل عادت نه مجبور يم نو تکرار مې ورسره وکړو، خو هغه په خندا کې خبره ګول مول کړه
.د مشاعرې نه وروسته د ميلمنو د پاره د پولاو ديګونه پخ شوی وو ، داسې ښکاريده لکه د چا واده چې وی ، ټوله ورځ مو ددغه تاريخی چينې اوبه وڅښلې او د ماښام په تيره کې خپل کلی تالاش ته راورسيدو. خو دا ورځ رانه کله هم نه هيريږی، چې د چا په شعر کې د ادم او درخو ذکر واورم يا ولولم نو زر مې هغه چينه او د هغه چينې يخې اوبه رايادې شی او نواز طاير صيب مې مخې ته ودريږی
.
د لراوبر يادښت : لکه په پورتنۍ ليکنه کي چي مو ولوستل ، زموږ د قلمي همکار ښاغلي فضل حکيم عندليب په قلم کي خدای تعالی خاص خوند ايښی دی . پورتنۍ يونليک ډوله ليکنه يې سړی له ځانه سره هغي چينې ته بيايي چيري چي درخانۍ د ادب خان د رباب نغمې اورېدلې ، لراوبر د ښاغلي عندليب ليک ځکه په New Times Roman خپور کړ چي زموږ دغه همکار د هغې ژبي يې ګاني ( ے ) کاروي د کومي ژبي شعر چي په پورتنۍ مشاعره کي زموږ د ورور عندليب د خولې خوند خراب کړی و . موږ په پښتو ژبه کي ددغه ژبي انډول يا معادل دغه ( ی ) لرو چي د مايکروسافټ سټانډارډ په D کي ځای سوې ده .