کور / z_buitenland_news -- 5 / 18 فبروري:د پاکستان د پارلماني ټاکنو حال او نتيجې

18 فبروري:د پاکستان د پارلماني ټاکنو حال او نتيجې

چمتو کوونکی : ارين خان ( لراوبر ډاټ کام – کويټه)


په هېواد كښې خونړي انتخابات چې پكښې ګڼ شمير كسان ووژل شول او ژوبل شول پاى ته ورسيدل دسختو امنيتي تدابيرو نيولو برسېره په خونړيو پيښو كښې لږ تر لږه 27 تنه مړه او تر 80 زيات ژوبل شول د رايې اچونې دځايونو څخه د رايو پاټي دتښتونې پيښې هم وشوې د ورانكارۍ پيښې رامنځته كولو په لړ كښې ګڼ شمېر كسان نيول شوي هم دي جيكب اّباد كښې وسلوالو كسانو انتخابى كاركوونكي برمته كولو سره د رايې اچونې پاڼې له ځان سره يو وړې ټل كښې ددوو سياسي ګوندونو تر منځ په نښته كښې دوه موټر ونه تبا كړل شول صوبه سرحد كښې د مختليفو سياسي ګوندونو ترمنځ په اخودب او نښتو كښې درې تنه ووژل شول باجوړ په شمول دشمالي پښتونخوا په مختليفوقبا ئيلي سيمو كښې ښځو ته درايې اچونو حق ورنكړل شو په دير كښې هيڅ يوې ښځې رايه ونه كارو له په پيښور كښې پوليسودوه تنه وسلوال كسان ونيول مانسهره كښې پر پولنګ سټيشن باندې په ډزو كښې يو تن ووژل شو او دوه ژوبل شول په سهيلي پښتونخوا كښې دپټ فيډر په سيمه كښې يو موټر دماين سره ټكر شو اوله امله يې دري تنه ووژل شول په كوهلو كښې دبم چاودنې له امله پنځه تنه ژوبل شول كه څه هم په وسله ګرځولو باندې بنديز وو خو پرپو لنګ سټشنونو  ( د رايو اچولو مرکزونو ) باندې دډزې كولو پيښې وشوې جيك اّباد كښې دسياسي ګوندونو ترمنځ نښته كښې دوه راكټ وتوغول شول باجوړ كښې پرپولنګ اسټيشن باندې بم چاودنه وشوه او همده شان دبلوچستان په سيمه تربت اومند كښې هم چاودنې شويدي بلخوا ته په سوات كښې دبم چاودنې له امله دښوونځي ودانۍ ته زيان ورسيدۍ په بټ خيله كښې په ښوونځي كښې دننه بم چاودنه وشوه.


په پاكستان كښې د پارليمانى انتخاباتو دلومړنيو نتيجو ترمخه اپوزيشن ګوندونو برۍ تر لاسه كړيدى په شمالي پښتونخوا كښې عوامي نيشنل ګوند دصوبا ئى اسمبلۍ زياتې څوكۍ ترلاسه كولو تمه ده د تر اخيرنيو رپوټونو پورې عوامي نيشنل ګوند دسرحد اسمبلۍ 13 چوكۍ تر لا سه كړيدي اوبلخوا ته پاكستان پيپلز ګوند هم په دويم حيثت كښې ښكاري كه څه هم د انتخاباتو بشپړه پايلې لا ندي اعلان شوې خو د اعلان شوو پايلو پراساس ويل كيدلې شي چې اپوزيشن ګوندونو زياتې رايې ګټلي دي اوپه شمالي پښتونخوا كښې متحده مجلس عمل له ماتې سره مخامخ دى په سهيلي پښتونخوا كښې هم عوامي نيشنل ګوند يوه څوكى ګټلې ده او همد غه شان تمه كيږي چې په صوبه سرحد كښې به عوامي نيشنل ګوند ، پاكستان پيپلز ګوند او ورپسې مسلم ليګ ( ن ) زياتې چوكۍ وګټي دراپورونو ترمخه په ډيره اسماعيل كښې دجمعيت علماء اسلام مشر دسخت مشكل سره مخامخ دى او مخالف كانديد زياتې رايي ګټلى دى او دبنو پرحلقه باندې كيداى شي چي مولانا فضل الرحمان كامياب شي.صوبه سرحد كښې داوسنيو راپورونو ترمخه عوامي نيشنل ګوند يو ولس پاكستان پيپلز ګوند څلور پاكستان مسلم ليګ ( ن )  يوه پيپلز ګوند شيرپاو يو او داسي خپلواك كانديدان هم په ځينو سيمو كښې بريالي شويدى دچارسدې اوسوات اكثره حلقې عوامي نيشنل ګوند ګټلې دي په پنجاب كښې داوسنيو راپورونو ترمخه پاكستان مسلم ليګ ( ق )  2 مسلم ليګتن ( ن ) او پيپلز ګوند هم يوه يوه څوكۍ ګټلې ده په بلوچستان كښې دغير حتمي پائيلو ترمخه پيپلز ګوند يوه متحده مجلس عمل يوه خپلواك كانديدانو درې او عوامي نيشنل ګوند يوه چوكۍ تر لاسه كړيده دانتخاباتو په هكله حتمي اعلان به نن كيږي.


پرويز مشرف : 


ولس مشر پرويز مشرف ويلي دي كه هر يوه ګوند اكثريت تر لاسه كړ زه به ورسره بشپړه همكاري وكړم خپله رايه كارولو پس ولس مشر خبر يالانوته وويل چې په مركز او صوبو كښې كه هر يوه ګوند انتخابات وګټل هغه به د راتلونكي پنځو كالو لپاره حكومت رامنځته كوي او دبرياليتوب تر لاسه كوونكو سره به ملګرتيا وكړم ولس مشر زياته كړيده چې دغچ اخستني پرځاى بايد دروغې جوړې سياست ته دوام وركړل شي.


شهباز شريف :


  د پاكستان مسلم ليګ  ( ن )  صدر شهباز شريف ويلي دي چې په انتخاباتو كښې د درغلي پلان هغه وخت جوړ شو چې كله زما او زما دوروردنواز شريف اسناد رد كړل شول دشخصي ټلويزون سره په خبرو كښې شهباز شريف تور لګولۍ دى چې په لاهور كښې دمسلم ليګ \”ن\” كانديد په ګوليو وويشتل شو او كار كنان و وول شول او په ځينو سيمو كښې دګوند كاركنانو ته درايو اچولو حق ورنكړل شو.


سهيلي پښتونخوا کويټه


په كويټه كښې څلور بم چاودني وشوې چې په ترڅ كښې دمهاجرو دتنظيم متحده قومي مومنټ دفتر والوزول شو په يوه چاودنه كښې دقومي اسمبلۍ كانديد عبدالغني كاسی ژوبل شو يدى دراپورنو ترمخه د كويټې ښار په مختليفو سيمو كښې څلور بمي چاودنې شويدي او ټول 9 تنه پكښې ژوبل شويدي په ژوبل شوو كښې څلورتنه سرتيرى هم شامل دي په چاودنه كښې ژوبل شوي دايم كيو ايم دكانديد عبدالغني كاسي حالت دپام وړ بلل كېږي.


بنو :


دشمالي پښتونخوا په ضلع بنو كښې څلور تنه پوليس او د مليښې پنځه تنه وتښتول شول دراپورونو ترمخه دشمالي پښتونخوا په جنوبى ضلع بنو كښې دانتخابى ډلې 9 تنه تښتول شويدي دبى بى سي ترمخه د بنو دپوليسو مشر دارعلى خټك وويل چې دبنو ښار څخه شل كيلو ميتره ليري بكاخيل سيمه كښې د نرمي خيل رايې اچونې مركز څخه 9 تنه امنيت ساتونكي بې دركه شويدي چې دموندلو لپاره يې پلټنې دوام لري.


سوات


دسوات په سيمه لوئردير كښې انتخابى كانديد دزړه د ناروغۍ له امله ژوند دلاسه وركړ دراپورنو ترمخه دلويردير څخه دقومي اسمبلۍ په حلقه اين اې 36 او دصوبا ئي اسمبلۍ پرحلقه پي ايف 49 خپلواك كانديد شمس القمر دزړه د دورې له امله مړه شويدى.


مخدوم امين فهيم


دپاكستان پيپلز ګوند مركزى مخكښ مخدوم امين فهيم ويلي دي چې دانتخاباتو پروخت درايي اچونو پرځايونو باندي دپيپلز ګوند دپلويانو دمخنيوي هڅي وشوې نوموړي تورلګولۍ دى چې درايې اچونكو ترڅنګ دګوند كانديدان هم تر فشار لاندې راوستلو هڅې وشوې او په اكثره سيموكښې د پيپلزګوند پلويان رايو اچونو ته ندي پريښودل شوي بلخواته د مسلم ليګ ( ق ) مشر چودري شجاعت حسين وائى چي انتخابات په امنناكه توګه تر سره شول دشخصي ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ كښې چودري شجاعت وويل چې ډيره دوياړ ورځ ده چې انتخابات په امن اوصفا توګه تر سره شول.


مولانا فضل رحمان :


د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې انتخابات په امنناكه توګه تر سره شول دشخصى ټلويزون سره دخبرو اترو په ترڅ كښې مولانا فضل الرحمان زياته كړيده چې په بنو او ډيره اسماعيل كښې انتخابي چاري په ښه ډول تر سره شوې او زياتو خلكو خپلې رايې وكارولې.


لياقت بلوڅ :


  د جماعت اسلامي مركزي مخكښ لياقت بلوڅ وئيلي دي چي د دهوكې دانتخاباتو په ترڅ كښې رامنځته كيدونكي حكومت هيچاته دمنلو وړندى لاهور كښې داې پى ډي ايم احتجاجى مظاهره ته د وينا كولو په ترڅ كښې لياقت بلوڅ زياته كړيده چې دولس لخوا رايې نه كارولو سره ثابته شوه چې ولس انتخابات نه مني او دانتخاباتو په ترڅ كښې رامنځته كيدونكي حكومت وهيچاته دمنلو وړندى ولس انتخابي ډرامه رد كړه.


دهوكې :


ددهوكې لاهور كښې نابلده كسانو په ډزو كښې دمسلم ليګ  ( ن ) دكانديد په شمول پنځه تنه ووژل شول او درې تنه ژوبل شول دشخصي ټلويزون دراپورترمخه د لاهور دحلقې 154 څخهړ د مسلم ليګ  ن ) كانديد اصف اشرف ګرين ټاون كښې دمركزي انتخابى دفتر كښې دغونډي پس دپولنګ سټيشنونو په دوره باندې وو چې دناپلده كسانو لخوا ورباندې ډزې وشوې او نوموړۍ د پنځو ملګرو په شمول ووژل شو.


خيرپور :


خيرپوركښې د دوو سياسي ګوندونو دپلويانو ترمنځ په نښته كښې 5 تنه ووژل شول دپوليسو دوينا ترمخه حلقه اين اې217 خير پور كښې د دووسياسي ګوندونو دپلويانو ترمنځ نښته وشوه او له امله يې پنځه تنه ووژل شول.


سهيلي پښتونخوا :


  په سهيلي پښتونخوا كښې درايې اچونكو شميره دتيرو وختونو په نسبت بيخي كمه وه دبى بى سي دراپور ترمخه د بلوڅ لبريشن ارمي وياند ويلي دي چې دكاهان پرڅلور پولنګ اسټيشنونو باندې يوه رايې نده اچول شوې د نيشنل ګوند سناتورعبدالمالك بلوڅ ويلي دي چې په ځينو سيمو كښې درايې اچونكو شمير بيخي كم وه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخكښ سناتور رضا محمد رضا وائي چې په پښتونخوا وطن كښې ولس انتخابات رد كړل دكويټې اكثريت پولنګ سټيشونه ويران وه.