کور / شعر / دملت دښمن ته پيغام

دملت دښمن ته پيغام

 
 
زمادزړه پدې ناصُروزخمو
بس دى مالګينې مالګې مادوړوه
لكه دوږي ليوه زماپرسينه 
نوردبېلتون نوكارې ماكرښوه
پرون دزماوينه هډونه پلورل
نن مې پوستكى رانه مااړوه
ماپه ټټركې دخداى نوم ساتلى
ورته خيرن لاسونه مااوږدوه
زمادكاله دكشمالوپرپاڼو  
نوردااغزن لاسونه ماتېروه
پښتانې څانګې بغاوت ونكړي
نورترې تنكي ګلونه ماريژوه
بس كړه دوخت داشنايانواشنا
ماپه دوه مخي څېره ماغولوه
په ازادژوندكې هېڅ خطرنلرم
په نااشنانامه مې ماوېروه
تازماورور په دښمنۍ واړوه 
زوى دخپل پلار له لارې مابېلوه
بس ګړه دشنوسترګوخاونده بس كړه
زمادزړه رازونه ماراسپړه
ستړي دُعامې تراسمانه لاړې
زماپه انګړكې غوغاماجوړوه
مالاپخوادپلارځواني ژړلي
بيامې دورورپه ځوانۍ ماژړاوه
لكه فرغون دنسيب اسپادې
درودِنيل په مينځ كې ماغرقوه
پرېږده چې خپله غاريبي وژړم
زماپركوربڅري ماوروه
خداى ته اميدلرم چې تېربه شمه
دلوړولوړوګړنګونوپه سر
خوته باخپله پكې وغورځېږې
دكبر،جبر،دظلمونوپرسر
بيابه اسمان هم ستاپه نګه نه وي
بيابه ته ويركړې دويرونوپرسر
بيابه دنياستانندارې ته راځي
ته باوې پروت دډيرتنونوپرسر
اوكراين ادېسه
دچنارترسيورې لاندې ادبي ټولنه