کور / z_buitenland_news -- 5 / د کيوبا فيډل کاسټرو استعفا ورکړه

د کيوبا فيډل کاسټرو استعفا ورکړه

 


د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړ  د کيوبا جمهور رئيس  فيډل کاسټرو  چې نيمه پېړۍ يې د کيوبا د جمهوري  ریاست دنده  پر مخ بېوله نن سه شنبه د خپلي وظيفې څخه    ګوښه سو .


 


فيډل کاسټرو  تېر کال دجولای راهيسي د خپلي ناجوړۍ او د جراحي عملياتو نه روسته د خلکو په مابين کې نه ښکارېده او د قدرت واګي يې خپل ورور رائول کاسټرو ته سپارلي وې .


 


د فيډل کاسټرو    په ګوښه کېدو سره به  اوس و بل ځای ناستي ته لاره هواره سي . داسي ويل کيږي چې د کيوبا د جمهوري رياست لومړۍ معاون رائول کاسټرو چې  د فيډل کاسټرو وروردی د فيډل ځای به ونيسي .