کور / z_buitenland_news -- 5 / کيون راډ د اسټرليا تر ټولو محبوبه صدر اعظم

کيون راډ د اسټرليا تر ټولو محبوبه صدر اعظم

 


د هغه نظرغوښتنو په نتيجه کې چې په اسټرليا کې د يوې ورځپاڼي لخوا تر سره سوي دي ، ددې هيواد ځوان  او فعال صدراعظم ښاغلی کيون راډ په تیرو دوو لسيزو کې د اسټرليا تر ټولو محبوبه لارښود بلل سوی  او دخلکو ۷۰ فیصده ملاتړ يې تر لاسه کړی دی .


کيون راډ داسټرليا  د کارګر ګوند لارښود او داسټرليا  اوسنی صدراعظم د تیر کال د نوامبر په ټولټاکنو کې ددې هيواد  د محافظه کاره حکومت و  يولس کلني واکمۍ ته   ماتې ورکړه . نوموړي دهغه بې عدالتۍ په خاطر چې په تېرو وختو کې د اسټرليا د اصلي وګړو سره سوې وه د بخښني د غوښتلو  او د کيوټو د معاهدې د امضاء  په خاطرنن سبا ددې هيواد تر ټولو محبوبه صدراعظم  ياد سوی دی .


په دې نظر غوښتنه کې د مخالف محافظه کاره ګوند مشر ښاغلي برنډ نيلسن  د خلکو ۹ فیصده  ملاتړ  تر لاسه کړی دی .