د عزيز مانيروال لنډ بحريز غزل

36 | اکتوبر 8th, 2010


بد يمه کۀ ښۀ يمه
دغه يم چې څۀ يمه

دې مرګوني کلي کښې
غږ د ژوندانۀ يمه
تۀ چې راته نۀ ګورې
تاته پۀ کاتۀ يمه
څۀ چې مې پۀ خُلۀ راځى
دغسې پۀ زړۀ يمه
داسې ئې جوړ کړى يم
اور يمه اوبۀ يمه
خوب کښې راويښېږمه
ويخه کښې اودۀ يمه

ستا نه کۀ لوګى نۀ شوم
ستا عزيز به نۀ يمه

Copyright Larawbar 2007-2024