کور / شعر / د شهيدزي تازه غزل

د شهيدزي تازه غزل

زه دې وسوم رانه وا دي خيست په څه زړه
اوس را درومـــې نه، ولاړه يې په نه زړه

لـــه رقيب سره ســـــــلا زما د مرګ کړې
دومـــره غټ کارونه مه کړه په واړه زړه

چـــې زما ميني ته ځاى په کې جوړ نشو
زه به څه کومه ګرانه په هغــــــــــه زړه

په لمبــــــــــو دمحبت باندي وريت شوى
څنـــــــــــــګه وخاندمه ياره په پاخه زړه

چـــــــــې په لويه لاردي پريښودم يواځې
په لومـــــــــړيو کې دي ولي راکاوه زړه

ستـــــا د تېزنظر په غشو باندي ويښ شو
کنــــــــــــــه ما خوبه له هرنظر ساته زړه

شـــــــــهيدزى به دې غمونه ميلمانه کړي
په همـــــــــــــــــدغه کړيدلي پښتانه زړه