زيار، د ځانغوښتني ناروغی په بستر کي
د بابوزي په قلم
خانغوښته يا خود خواهی لويه ناروغی ده ، دا ناروغي به په ټولو انسانانو کي لږ يا ډيره وي ، خو ناوړه بڼه يې په دوه ډوله انسانانو کي برملا کيږي : يو په هغه ډول انسانانوکي چي ځان په هر څه پوه ګڼي،خو نورو ته يې پوهه د منلو نه و ي ، دوهم په هغه شمير وګړو کي چي د استحقاق پرته مقام ته رسيدلی وي. هغوی فکر کوي چي تر ټولو انسانانو پوه او مستحق دي . خو تر ټولو بد مرغه کسان هغه دي چي د دې ناروغی دواړي بڼي ولري .
ګران لوستونکي به خبر وي چي د تلی مياشتي ١٥ مه په کابل کي د يو شمير ليکوالو او فرهنګيانو په ربړ ( د اسانه پښتو ) تر سر ليک لاندي دوه ورځنی علمي سيمنار پيل سو. د پيل په غونډه کي ښاغلی زيار ته د وينا وار ورسېدی . له بده مرغه ښاغلي زيار نه يوازي دا چي د اسانه پښتو لاره چاره يې په ګوته نه کړه بلکي د سيمنار د اجندا خلاف يې د پښتنو يوه لهجه د توهين تر بريده وغندله . د دې سره – سره چي د پښتنو د دې لهجې د غندلولپاره يې علمي دلايل وړاندي نه کړل ، خو هڅه يې وکړه چي خپل نابابه خبري علمي او بنسټيزي وښئې .
ښاغلي زيار د هغې لهجې يو شمير کليمې په خورا تمسخر تلفظ کړې ، او غوښتل يې چي له يوې خوا ځان پر هغه لهجې برلاسی وښئې او د بلي خوا يې د ناستو کسانو د خندا کړي ،نو يې په مکرر ډول هغه کليمې بيا بيا و ويلې . په داسي حال کي چي نه يې تلفظ هغې لهجې ته ورته وو او نه يې د يوه پښتون په توګه د يوې لهجې د توهين حق درلود.
زيار په خورا بې پروايې و ويل چي : ((که د دې لهجې ويونکي چي شمير يې تر لس ميلونه زيات نه دی ، که زما خبري مني ښه ، که يې نه مني نو ځان ته دي بل ګرامر وليکي او پاته نور څلويښت ميلونه چي يو شان خبري کوي هغوی به پر مخ ځي او نه تم کيږي . )) زه فکر کوم چي هيڅ يو نالوستی پښتون به هم دا ډول يوه بې بنسټه وينا په داسي يوه دريځ کي چي زيات لوستي پښتانه ناست وي ، ونه کړي . دا ځکه چي نه علمي بنسټ لري او نه عقلي.
لومړی خبره خو د لسو ميلونو پښتنو د لهجې خبره ده چي رښتينې شميره نه ده ، دوهمه خبره دا ده چي کاذب ډيری او لږی جوړول علمي بنسټ نه لري . دا ځکه چي په پښتو ژبه کي دوې نه بلکي زياتي لهجې سته چي ښاغلی زيار په خپله دا مني او وايې چي ګويا د بيلا بيلو لهجو څيړنه يې په بيلا بيلو سيمو کي کړېده . که لهجې زياتي وي نو ، لس مليونه او څلويښت ميلونه ويش بنسټ نه لري ، دا يوازي د هغو کسانو وينا کېدا سي چي د ځانغوښتني په ډبل مرض بوخت وي .
يوه د حيرانتيا خبره خو دا ده چي ښاغلي زيار د ټولو هغو پخوانيو څيړونکو او د پښتو ژبي د خواخوږو خدمتونه يا په خپل ځان پوري وتړل او يا يې په هيڅ کي وشميرل ، دا د ځانغوښتني مرض خورا ناوړه بڼه ده.
ښاغلي زيار د خپلو زدکړو ديپلوم نيغ ،نيغ کړ او په پوره بې پروايې او بې انصافی يې و ويل چي : زه يم چي پښتو سته او که نه نو اوس به چا د پښتو ګرامر درلودای ، اوس به چا د پښتو لهجو ويش پيژندلی وای ، اوس به چا د پښتو ليکلارښود کښلی وای او داسي نور.
ښايې زيار صاحب هير کړي وي چي لا هغه د ښونخی زده کونکی وو چي د پښتو ګرامر ( د ايازي او رښتين ګرامر ) يې ولوست، ښايې دا يې هير کړې وي چي لا د پوهنتون محصل و چي د پښتو لهجو ويش ( د حبيبي د پښتو لهجو ويش ) يې زدکړ، ښايې دا يې هير کړي وي چي د پښتو ليک لارښود تر ده وړاندي هم موجود و.
ښاغلی زيار صاحب هغه سفرونه هم ياد کړل ، چي د بهرنيو څيړونکو سره يې د تحصيل پر مهال د حق الزحمې په بدل کي چي هغه مهال لوړ امتياز وو ، کړي وه . هغه سفرونه چي د پښتو ژبي او پښتنو د څيړني لپاره نه وه هغه يې هم د پښتو او پښتنو لپاره د ده په اصطلاح بلهاري وګڼل او پښتو يې په دې هم خپل پوره وړي وګڼل چي په نتيجه کي يې د هغه مهال مالی امتياز تر لاسه کړيدی!! .
د دې سره سره چي دا يادوني د هغو خبرو جواب نه دی ، چي ښاغلی زيار د سيمنار پر سټيج واورولې، د هغو لپاره به يو بله ليکنه ځانګړې کړم. خو د دې ټکي يادونه اړينه ده چي ښاغلی زيار د يو شمير نورو پښتو پوهانو او د پښتو خواخوږو په څير تر يوه بريده هڅي کړيدي ، هغه هڅي چي د پښتو لپاره ګټوري دي ، هغه به هيڅ پښتون هيري نه کړي ، خو د نفاق او برتری او ځانغوښتني باټي يې هيڅ يو لوستی پښتون نسي منلای .
زه به خوشاله وای چي ښاغلی زيار د سيمنار د اجندا سره سم خپل رايه څرګنده کړې وای، او دا کار به هم موږ خپل هدف ته رسولي وای او هم به د ښاغلي زيار د ځانغوښتنی بيلګي نه څرګندېدای، زه فکر کوم چي د دې سيمنار لپاره زما يوه ليکنه چي پخوا مي کړې وه او په يو شمير خپرونو کي خپره سول ، ښه او مناسب ځای درلود، چي د ښاغلي زيار د نفاق اچونکو خبرو پر ځای ، لوستل سوې وای. د ا فرصت مساعد نه سو چي دا ليکنه هلته ولوستل سي، زه ګران لوستونکي يوځل بيا د لاندي متن لوستلو ته رابلم .
په درنښت
دا د ډيري خوشالۍ ځای دۍ چي په نړيوال بريښنايې جال کي پښتو هم خپله لاره پيل کړې او په ګړندي ګامونو د ودې پر لور درومي . خو کله ناکله د د زياتي تيزۍ او يا د کار ونود ډيروالي له امله په پښتو ليکنو کي يو شمير داسي تيروتني تر سترګو کيږي چي کليمې او جملې يا خپله مانا د لاسه ورکوي او يا د افادې وړ نه وي . زه د يو شمير ښاغليو خبر يالانو په خبرونو اود ځينو ښاغلو ليکوالو په ليکنو کي د ليکنيزو ( املايې ) تيروتنو داسي ټکي وينم چي سمون يې اړين بولم . زما خيال داو چي ښايې نن او يا سبا به دا يو لږ شمير ښاغلي خبر يالان اوڅو دګوتو په شمير محترم ليکوالان به خپلو تيروتنو ته ځير سي او د سمون لپاره به يې په نوي خبر او يا نوې ليکنه کي پام وساتي ، خو داسي بريښي چي دا د تيروتنو لړۍ همداسي جاري ده .
زه نه غواړم چي هغه زيار او هاند له پامه ليري کړم چي زموږ يو شمير ورڼه يې د خپلو ليکنو او خبرونو په جوړولو کي ، ګالي . خو داټکۍ هم د يادېدلو بولم چي د کارونو پر له پسې والۍ بايد د کارونو د سموالي سره مرسته وکړي . داسي نه چي کميت مو وي خو کېفيت مو نه وي . په دې ليکنه کي زما موخه د( يوه پښتو کره پښتو ) خبره هم نه ده ، بلکي موخه مي د کره متن ليکلو لپاره هغه لږ شمېر لبکوال ورڼه دي چي کله ناکله د کار د ډيروالي او يا د کار د چټکۍ له امله يو شمير کليمې نيمګړي ليکي .
د لويه سره خو ، تر ټولو لومړۍ په پښتنو کي د لوستلو او ليکلو دود کول اړين ګام دۍ . بيا د هغو کسانو لپاره د کره ليکلو کار دوهم ځاې لري چي ليک او لوست کولای سي او په دريم پړاو کي د يوه پښتو کره پښتو خبره اړينه ده . په دې ليکنه کي زما د خبرو لورۍ هغو ملګرو ته دۍ چي ليکل او لوستل کولای سي ، او دا دۍ بوخت دي زيار باسي .
زه دلته د يو شمير کليمو د سم او ناسم ليکلو ، څو بيلګي ليکم :
سم ========================= ناسم
لحظه — —————————— لهظه
نافذ ——————————— نافظ
ضرورت —————————— ظرورت
نښه ———————————- نخه
کيږي ——————————– کيګی
رڼا ——————————– رنړا ….. او داسي نور
دا ستونزه په دري ژبو ليکوالو کي هم عامه ده د بيلګي په توګه((… است،و ما باید به خاطر ساختار یک افغانستان نوین ، مرفع و دموکرات عاری از هر نوع تعصب … )) په دې جمله کي بايد ( مرفه ) وليکل شي نه ( مرفع ) په دې ځای کي د مرفع مانا کېدای شي د نابود او محوه په توګه ومنل شي ( رفع شده ) .
او يا دا : (( احزاب و سازمان ها سیاسی غیر وابسطه نایل آیم ))په دې جمله کي بايد وابسته وليکل سي نه وابسطه . که د بسط د کليمې څخه پيشوند او پسوند ليري کړو نو مانا يې په دې جمله کي د غوړېدلي او پراخه سوي په څير کارول کېدای سي . ( ليکوال :محترم عوض نبي زاده د سرنوشت ويب پاڼه )
د تيروتنو دا بيلګي په دوو برخو کي څرګندي دي ، يوه هغه برخه ده چي د کليمو بنسټ عربي وي ، خو ليکوال د کليمې عربي سټي ته پام نه کوي او څرنګه چي يې خوښه سول ، هغسي يې ليکي . دوهم هغه برخه ده چي د لهجې سره تړاو لري ، يو شمير ليکوال او خبر يالان د خپلي لهجې په تون ليکل کوي ، په داسي حال کي چي دا ډول ليکني کېدای سي وران او بل ډول مفهوم د لوستونکي ذهن ته وليږي . دا هم بايد وليکم چي يو شمير داسي کليمې سته چي بنسټ يې عربي ژبي پوری تړاو لري خو هغه کليمه افغاني سوې ( مفغنه )ده او ليکوالان يې په نوي ډول ليکي د بيلګي په توګه د ( مانا ) کليمه دا کليمه په عربي ژبه کي د ( معنی ) په ډول ليکل کيږي ،خو اوس په پښتو کي د مانا په څير معمول سوېده . دلته د تفاوت ټکۍ دا دۍ چي د مانا ټول عربي بنسټ او جوړښت بدلون موندلۍ دۍ ، په داسي حال کي چي په لهظه او وابسطه او دې ته ورته نورو کليمو کي د عربي جوړښت او بنسټ حاکم بريښي ، ځکه يې ناسم ګڼلای سو .
هيله من يم هغه وروڼه چي د ليکلو پر مهال د چټکۍ څخه کار اخلي او تيروتني کوي ، زما دا يادوني ورته درنې تمامي نه شي .
په درنښت