د مهترلام بابا ټولني د اونيزي غونډي راپور

د لراوبر اداره | اکتوبر 18th, 2010


دمهترلام بابا ادبي ټولني خپله روانه اونیزه غونډه دجمعي په ورځ دروان لمریزکال دتلي یامیزان په درویشتمه  نیټه دپيښوربورډبازارته څيرمه په پي سي ایس کالج کي دتاندشاعرروئید همت په مشري دمازدیګرپه مهال دسيمي په پنځه بجي دسمیع الحق عليخیل له خوادقران پا ک دڅومبارکوایاتونو په اورولوسره پيل شوهدویاندويي چاري عبدالوهاب څاروان  په مخ وړلي او میلمه يي عبدالرحیم هلال وودپيل خبري يې دمهترلام باباادبي ټولني دمشر نظیرالحق قریشي په غاړه وې
نذیر الحق قريشي دخپلوخبروپه ترڅ کي دغونډي په ترتیب او جوړښت کي دملګرو هلي ځلي دستایني وړوګڼلي اوهیله يي وښوده چي له دي لاري به ټولوملګروپښتوژبي ته پوره خدمت کړي وي ،قریشي په غونډه کي دګډونوالو له ګډون کولوڅخه مننه وکړه اودننۍ غونډي میلمه ته يي ښه راغلاست وویل
دپيل له خبروڅخه وروسته دغونډی په اجنډا کي دتیري غونډی راپور کره کتنه او مشاعره  شامله وه.
لومړی د تیری غونډ ی راپور دنظیرالحق قریشي  له خوا وړاندی شوچي دغونډي دګډونوالو له       خواپري نظرونه ورکړل شول ،ستاینه يي وشوه او همدارنګه دځينو ګډونوالوله خو له نیوکو سره مخ شو
دراپور مرکزي ټکی  په تیره غونډه کي دنظیرالحق قریشي لخواد(بیواکه ) ترعنوان لاندي په لنډه    کیسه باندي دګډون والو لخوا وړاندیزونه نیوکي او تودبحث وو
دغونډی مشرروئید همت دراپورستاینه وکړه اوزیاته یي کړه  هغه خبری چه په تیره غونډه کی شوی وی ټول یی را اخستی وی .
هلال هم دګزارش دستایني ترڅنګ وویل،چي ترډيره حده دتیري غونډي په ګزارش کي وړهنر کارول سوی وو  دگذارش لیکل یوهنر غواړی ،چي دتیري غونډي ټول جزیات يي وړاندي کړل هلال زیاته کړه دګزارش ژبه ډيره خوږه،روانه اوزړه راښګونکي وه

ورپسي له پریکړي سره سم دځوان شاعرانعام الله ګوهرلاندي غزل کره کتني ته وړاندي شوه چي دګډونوالولخوايي په فزیکي جوړښت ،خیال ،اوفکرباندي هراړخیزه خبري اتري نیوکي او وړاندیزونه وړاندي شول
غزل

يو خوب وم د دردونو خو تعبير دي کړمه زه
تا واړولم غم باندې په وير دي کړمه زه

بس ټوله شپه سپوږمۍ ته په کتو باندې کړم تېره
د ستوري غوندې ويښ يمه ،شبګير دي کړمه زه

زه پوى نه شوم ته څرنګه  بې وخته رانه لاړې

منکر وم،خو قايل اوس د تقدير دي کړمه زه

چې لاس د محبت دي زما په لاس کې ګلې راکړ
تر عرشه پورې ورسېدم  پير دي کړمه زه

کله چي را ياد شول ستا د ښکلي مخ خطونه
اګا هله د خپل فن په تقصير دي کړمه زه

دخيال او تصور کوڅې مي تا پسي چاڼ کړې
د هيلو کچکول  غاړه کې ،فقير دي کړمه زه

دا ستا د ياد انځور ده د غزل هره مصرع مي
تا راکړلو  قلم لاس کې شاعر دي کړمه زه

دغزل لیکوال انعام الله ګوهردکره کتني دبرخي په پای کي دټولوګډونوالونیوکي اووړاندیزونه پرځای ووبلل ددوی دنظرستاینه يي وکړه  او زیاته يي کړه چي دادب په لاره کي يي همیشه له دي ته ورته   ناستوپاستوڅخه ډيرڅه زده کړي او وړ ګټه يي تري  اوچته کړي
دکره کتني په پای کي ازاده مشاعره ترسره سوه چي پکي شاوخوادیرشوشاعرانو خپل شعرونه واورول
دغونډي په پای کي دغونډي مشرهمت اومیلمه يي هلال په نوبت سره  خبري وکړي
هلال په غونډه کي له ګډون کولو څخه خوښي وښوده دغونډي ستاینه یي وکړه اوويي ویل چی ګډونوال باید دمهترلام بابا ادبي ټولني دلاغوړیدا لپاره کار وکړی
ددي ته ورته غونډوپه لاره اچول يي دپښتو ادب په زرین اسمان کي یوه لاسته راوړنه وبلله
ده وویل خوشحاله یم چي نن په پيښورکي دادبي هلو ځلوناستواوغونډودلړۍ په یوي بلي ګټوري کړۍ کي دګډون کولو ویاړلرم
غونډه په څه له پاسه اته بجي ددروند استادتحسین الله تحیسن لخوا ددوعايي په لوستلو سره پای ته   ورسیده اووپتیله شوه چي راتلونکي کرکتني ته به تحسین صیب خپله لیکنه کره کتني ته راوړي

     دیادوني وړ ده چي په پيښورکي دمهترلام بابا ادبي ټولني په کال 1389کي په روانو                       غونډواوکرکتنوباندي پيل کړی  مشر يي شاعراولیکوال نظیرالحق قریشي اودمرستندويي چاري يي دتاندشاعرعبدالوهاب څاروان په غاړه دي
دمهترلام بابا ادبي ټولني ترڅنګ دامهال په پيښورکي دځینونورو ادبي ناستو ترخواسلامي فرهنګي مرکز،افغان ادبي بهیر،پرله پسي اونیزي غونډي او ناستي کوي چي پکي په لسګونو شاعران،لیکوالان اودادب مینوال ګډون کوي

Copyright Larawbar 2007-2024