کور / تازه خبرونه / وردګو ته په افغانستان كې د امريكايي لوړ يوړو چارواكو تلل

وردګو ته په افغانستان كې د امريكايي لوړ يوړو چارواكو تلل

نن په ميدان وردګو ولايت كې د امريكايي ځواكونو قومندان تورن جنرال راډ ريګس او د امريكې د سفير مرستيال ددې ولايت له والي عبدالجبار نعيمي سره وكتل
دوى وويل موږ غواړو چې دا روښانه كړو چې دلته امنيت دى او د مېدان وردګو ولايت په څو را وروسته كلونو كې ډېر پرمختګ كړى دى، هغه كه د بيا رغونې په برخه كې وي او كه د امنيت په برخه كې.
والي وويل د بيا رغونې او نورو ټول ګټو پروژو په بشپړاوي كې د امريكې سفارت او د امريكې خلكو زموږ سره مرستې كړي چې زه د ولس او ولايت په استازيتوب ترې مننه كوم.
نعيمي وويل چې ما ددې ولايت راتلونكى دوه كلن پلان هم دوى ته وسپاره او هيله لرو چې په پلي كولو كې يې راسره مرسته وكړي