لوی څارنوال:که دوستم حاضر نه سي د بند امر به يې وشي

د لراوبر اداره | فبروري 19th, 2008


جنرل دوستم طالبان کے خلاف سرگرم


لوي څارنوال وايي  که دازبک مليشو قومندان جنرال دوستم تحقيق ته حاضر نه شي نودتوقيف امر به يي ورکړي .


لوي څارنوال عبدالجبار ثابت تيره ورځ ناوخت ديوحکم له مخي دخپلې دندې څخه دتعليق په حال کې اعلان کړ .


دتعليق حالت په قانون کې داسې يوحالت دي چې نه خو له دندې ګوښه دي اونه هم دنده اجراکولاي شي .


عبدالجبار ثابت وايي چې دوستم ،لطيف پدارم دکننګري مشر ،شاګر کارګر اويوبل تن دولسي جرګي غړي به که چيرې حاضرنه شي نو دتوقيف حکم به يي ورکړل شي .


دوستم اودده ملګرو دسلواغې په ٢٩مه دکا بل ښار په يوه ديپلوماتيکه ساحه (وزير اکبرخان کي) دترکتبارانو دشورا پرکوريرغل وکړ اوهغه يي دڅوساعتونو لپاره برمته کړ اودهغه پرکوريې بريد وکړ اودکورنۍ دميرمنو په ګډون يي څوتنه ووهل اوټپيان يي کړل .


لوي څارنوال وايي چې دده ددندې دتعليق په حال کې راوستو حکم يي ځکه وکړ چې نوموړي څخه دوه ځله وغوښتل شول ترڅو تحقيق ته حاضر شي خو هغه حاضر نه شو.


ثابت وايي چې دوستم خان به که په کابل کې وي اوکه بهر وبه يي نيسي اودقانون دحکم سره سم به تري تحقيق وکړي .


نوموړي ددوستم دهغه  اخطارونو په اړه چې څه موده وړاندې ويلي وو چې که دولت دده دنيولو څه اقدام وکړي نو شمالي ولايتونوته به سقوط ورکړي .


لوي څارنوال وايي چې دوستم خان هسي پرړي ولي اودا خبري چې دوستم خان يي کوي دې ته په پښتو کي (پرړې) ويل کيږي اودوستم نه شي کولاي چي څه مشکل رامنځ ته کړي .


لوي څارنوال وايي چې که دوستم څه کولاي شول نووختي به اوس دسا لنګ لاره بنده واي اوپه شمالي ولايتونو کې په دوستمستان اعلان شوي واي .

Copyright Larawbar 2007-2024