کور / تازه خبرونه / ((خٌرم)) له ولسي جرګې بريالى راووت

((خٌرم)) له ولسي جرګې بريالى راووت



كابل، د سلواغې ۲۹مه: (بشپړ رپوټ)
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير څخه د ولسي جرګې د فرهنګي كميسيون په استجوابيه غونډه كې پر دريو ((اختلافي)) مسايلو پرېكړه وشوه او دوه نور هغه بلې غونډې ته وځنډېدل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پښتو لوحې، ملي ګالري او په بلخ كې د ملي راډيو ټلويزيون د ژورناليست د توبيخ په اړه د عبدالكريم خٌرم دلايل ومنل شول او د خبري سروېسونو د يوځايوالي او ملي مصطلحاتو موضوعات بلې غونډې ته وځنډېدل.  دغه راز د سيمو پښتو نومول، په راډيو ټلويزيون كې د هېوادوال غږ خپرونې ستونزې او په نورو چينلونو كې اخلاقي مسايل د وكيلانو د كږو بحثونو له امله له بحث او اجنډا پاتې شول. 
خٌرم د ملي راډيو ټلويزيون د خبريال د ګوښه كولو په اړه د بي بي سي فارسي څانګه او يو شمېر نورې رسنۍ د ژورناليزم د تګلارو په نه مراعاتولو تورنې كړې او ويې ويل، چې دغو رسنيو موضوع بېځايه شاربلې ده. د نوموړي په وينا، د ملي ټلويزيون خبريال اداري اصول نه مراعاتول او په همدغه لامل دوه ځله توصيه ورته شوې او په درېيم ځل كسر معاش شوى دى. هغه دا كار قانوني وباله او ويې ويل، چې دا ډول مكتوبونه يې ټولو ولايتي راډيو ټلويزيونونو ته استولي دي.
د اجنډا دوهمه موضوع د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پښتو لوحه وه. د ولسي جرګې د فرهنګي كميسيون غړو مولوي عبدالعزيز، صفوره نيازي او محمد محقق نيوكه درلوده، چې دا ولې يوازې په پښتو او نګليسي ژبه ده، په داسې حال كې، چې پخوانۍ هغه په دري وه. خرم د وكيلانو د پوښتنو په ځواب كې وويل، چې د رهين د وخت لوحه ((اطلاعات، فرهنګ او توريزم)) وه او د وزارت له نوم بدلېدو سره د لوحې د بدلېدو اړتيا هم وه او په دې اړه  وزيرانو شورا او ولسي جرګې ته وړانديزونه شوي وو او وزيرانو شورا همدغه نوم تصويب كړى دى. ده وويل: (( ما د ولسي جرګې له غړو سره په لومړۍ ورځ ژمنه كړې وه، چې د كاشي كاري هېر شوى دود به بيا راژوندى كوم او ما دغه كار وكړ. زه په دې كې هيڅ د پوښتنې ځاى نه وينم، يوه لوحه وه، بدله شوه او بله نوې جوړه شوه. يوازې (دا) او (او) پكې زيات شوي دي، نوره دري ده. په دې ټول افغانان پوهيږي او انګليسي يې د بهرنيانو لپاره ده.))
خٌرم د ټولو هغو وزارتونو لوحې د كميسيون غړو ته ور وښودې، چې يوازې په دري او انګليسي ژبه ليكل شوې او د پښتو ټكى هم نه پكې ترسترګو كيږي. هغه د بېلګې په توګه د كانونو او صنايعو، عدليې، او بو او انرژۍ، سوداګرۍ، كډوالو، كرنې، كار او ټولنيزو چارو، له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت، حج او اوقافو، او اقتصاد وزارتونو د لوحو بېلګې وښودې، چې ټولې په دري او انګليسي ليكل شوې او پښتو پكې نشته. ده وويل، دا دحيرانۍ ځاى دى، چې په داټولو وزارتونو كې دري لوحې دي، هغوى نه پوښتل كيږي او يوه لوحه ، چې پښتو شوه پر هغې غوغا جوړوي: (( كه داسې وي بيا خو بايد ټول وزيران دلته راوغوښتل شي، چې ولې يې يوازې په دري ژبه لوحې ليكلې دي.))
وروسته پرېكړه وشوه، چې د ټولو وزارتونو لوحې بايد په پښتو او دري ژبه وليكل شي او د كه انګليسي شونتيا وي، هغه دې هم ورسره وليكل شي. خٌرم وويل، دغه كار بايد د يوه كميسيون يا بلې مرجع له لارې وشي،ځكه كه دده وزارت يې وكړي، يو شمېر كسان به بيا غوغاوې جوړې كړي، چې يوې ژبې ته كار كوي.
خرم د يوې وكيلې ددې پوښـتنې په وضاحت كې ، چې په لويه جرګه كې لومړى دري تصويب شوې او بيا پښتو ، وويل، دا په دې مانا نه ده، چې يوه ژبه دې پر بلې هغې مقدمه وي، خو كه قانون وګورئ، هرځاى لومړى پښتو او ورپسې دري راغلې ده. خٌرم د ملي ګالري په اړه وويل، دا نوم پخوانى دود نوم و، چې په نګارستان ملي واړول شو او وزارت دا نوم له منځه نه دى وړى، ځكه په دغه نامه يې يوه بله برخه جوړه كړې ده. ده زياته كړه: (( ملي ګالري، ملي موزيم، ملي ارشيف، په ټوله نړۍ كې په دغو نومونو ياديږي او دانړۍ شموله نومونه دي او بل نګارستان ملي د هيڅ قانوني او علمي مرجع له خوا نه وتاييد شوى او په خپل سر اېښودل شوى دى. خٌرم د خبري سروېسونو د يوځايوالي په اړه وويل، چې دا كار د تخنيكي مسايلو، د وخت سپما او په ولس كې د يووالي او خلكو د نږدېتابه لپاره شوى او كه ګډ واى او موږ سره بېل كړى واى، په هغه صورت كې تاسې بايد پوښتنه كړې واى، نه اوس. د نوموړي په وينا، ملي ټلويزيون د ورځې پښتو او دري بېل سروېسونه لري او كه څوك د ژبې ستونزه لري، هغو ته دې غوږ كيږي.



د ولسي جرګې يو تن غړي معين مرستيال ددغه نظر ملاتړ وكړ او ويې ويل، دا موږ ته ژبه را زده كوي، خو محقق او يو شمېر نورو دري ژبو مخالفت وكړ او ويې ويل، په بلخ ، بدخشان او يو شمېر نورو سيمو كې څوك په پښتو نه پوهيږي : (( زه پخپله پښتو نشم ويلاى، ما اخوندي ويلې او دا زما ګناه نه ده، او جبري هم نه ده، چې پښتو زده كړم.)) څمكني پر هغه نيوكه وكړه، چې د فرهنګي كميسيون مشر بايد پر دواړو ژبو وپوهيږي. ملالۍ شينوارې هغه په تعصب تورن كړ، خو ده دا خبرې رد كړې. حميرا اكاخېل، ارين يون، ملالۍ شينوارې، ساهره شريف، زرمتۍ، شينكۍ كړوخېل، خالد همتيار، څمكني، نادرخان كټوازي او نورو يې پر وړاندې غبرګونونه وښودل.  زرمتۍ په خپلو خبرو كې وويل: (( شرم دى، چې له وزير نه داسې ماشومانه پوښتنې كوئ او كه يو شمېر خلك په پښتو نه پوهيږي،دا همغه استبداد دى، چې يوه ژبه يې پر ولس واكمنه كړې او ټول رسمي او اداري مكاتبات په همدې ژبه كيږي. ملالۍ شينوارې وويل: (( تاسې د خپلو داخلي دندو چوكاټ هېروئ، دا زموږ وظيفه نه ده، چې موږ راډيو ټلويزيون ته پروګرامونه جوړ كړو، پرېږدئ، چې هر ډول يې هغوى مناسب ګڼي جوړ يې كړي، ځكه هغوى خپله مسلكي كسان دي او پر خپل كار ښه پوهيږي. ))
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د ملي ټرمينالوژۍ په اړه وويل، چې دا په يوې ژبې پورې اړه نه لري، دا دټولو شريك مال دى او د اساسي قانون د شپاړسمې مادې وروستۍ فقره يې د خونديتابه سپارښتنه كوي او وزارت د قانون ماده پلي كړې، چې هيڅ د پوښتنې ځاى پكې نشته.
سره له دې، چې وكيلانو دغو موضوعاتو ته قانع كوونكي دلايل نه لرل، عبدالرحمن اوغلي په اساسي قانون كې د جعل او لاسوهنې مساله راپورته كړه. خٌرم په ځواب كې وويل: (( دا د لويې جرګې كار و، هغوى قانون پاس كړى  او دا زما او ستا له سويې لوړه خبره ده او كه تغيير او تبديل راځي دا به همغه جرګه كوي.)) اوغلي تورولګاوه، چې يو شمېر چاپي خپرونې ، چې ددولت او (ستاسې وزير ) له خوا يې ملاتړ كيږي، د ملي ګټو خلاف خپرونې او تبليغات كوي. خٌرم هغه وننګاوه، چې كه دا موضوع يې ثابته كړه، يا به دى جزا ويني، يا هغه: (( كه داسې مساله دې ثابته كړه، زه به جزا وينم او كه نه ته ښاغلى بايد جزا ووينې.)) په همدې خبره اوغلي چوپ پاتې شو.
ناسته سره له دې، چې د وكيلانو ترمنځ  له جنجالونو او لفظي شخړو سره مل روانه وه په دې پرېكړه پاى ته ورسېده، چې د ملي ترمينالوژۍ او خبري سروېسونو د يوځايوالي موضوع به په بله ناسته كې څيړل كيږي. 
وكيلانو د فرهنګي كميسيون پر منشي نيوكې كولې، چې پښتنو وكيلانو ته د خبرو وخت نه وركوي، په داسې حال كې، چې په كميسيون كې يوازې دوه تنه پښتانه وكيلان دي او نور هغه د مېلمنو په توګه راغلي وو. شكريه باركزۍ، حاجي فريد، سلطانزوى او يو شمېر نور  نارينه پښتانه وكيلان په غونډه كې چوپه خوله ناست و. غږ ټول د ښځينه وكيلانو او په سر كې د شينكۍ كړوخېل اورېدل كېده.
د ناستې د برخوالو او ژورناليستانو د ارزونې له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ځوابونه ټول په دلايلو او منطق ولاړ وو، خو يو شمېر وكيلانو له لجاجت نه كار اخېست او غوښتل يې موضوع بلې غونډې ته وځنډوي.



عبدالکریم خرم له خبریالانو سره