کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا خلک ولې دومره خوشحاله دي؟

دا خلک ولې دومره خوشحاله دي؟


د پاکستان د عمومي ټولټاکنو نتيجې راوتلې دي او په هره کوڅه، سرک او لاره چې ځې نو د خلکو د خوښۍ تماشې به وينې. په کوزه پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند برياليتوب او د متحده مجلس عمل په سيند لاهُو کېدل خلک د ځان لپاره يو زېرى ګڼي. دوى دا فکر هم کوي چې په پښتونخوا کې د متحده مجلس عمل او قاف ليګ، په پنجاب کې د قاف ليګ او په سندهـ ايالت کې د ايم کيو ايم لپاره د درغلۍ هڅې شوې دي او څومره چې کېداى شوه ټګي شوې ده. که ټګي نۀ واى شوې ښايي د مولانا فضل الرحمان، افتاب احمد خان شېرپاو، فاروق ستار او چوهدري پروېز الهي په ګډون د مشرف د تخت يو ملګري هم نۀ واى ګټلې. 



د پاکستان د دې ټولټاکنو حېرانوونکې نتيجې په عمومي توګه د پروېز مشرف او د هغۀ د انډيوالانو د پاليسيو، ترهګرۍ، بنسټپالنې او افراطيت په وړاندې يو پاڅون ګڼل کېږي. د ټاکنو د ورځې څخه وړاندې د ترهګرۍ د بېلابېلو پېښو په واسطه کوښښ وشو چې خلک يا خو د رايې ورکولو څخه وډارول شي او راونۀ وځي او يا هم کۀ راوځي نو رايې هغه چا ته ورکړي چې چاودنې او ځانمرګي بريدونه کولاى شي يا يې دغه پاليسي ده. مګر خلکو نۀ يواځې د دوى څخه د کرکې څرګندونه وکړه بلکې څومره چې يې امکان لارۀ د درغلۍ او ټګۍ په وړاندې يې هم مقاومت وکړ او اعتدال خوښوونکي يا د روښانفکره ګوندونو کانديدان يې بريالي کړل. 



خلکو خپله رايه ورکړه، خپل مسئوليت او رسالت يې پوره کړ، او څنګه چې يې غوښتل هغسې نتايج يې تر ډېره حده ترلاسه کړل. دا د دوى د خوښۍ ستر او عمده لامل دى. دا هغه وجه ده چې دوى يې په کوڅو او سرکونو باندې د خوشحالۍ لمانځلو ته هڅولي دي. د دوى ارمان پوره شوى چې د پروېز مشرف زياتره هغه ملاتړي چې په ښکاره يې د روښانفکرۍ ادعاوې کولې خو پټ د خپلې پلرنۍ وظيفې سره سم د ترهګرۍ، تنګ نظرۍ او بنسټپالنې ملګري وه هغه ټول يې په کور کېنول. په هغوى کې د يادولو وړ چوهدري شجاعت، اعجاز الحق او شېخ رشيد دي. نو حق لري چې دا ورځ ولمانځي. 



مګر اوس پوښتنه دا ده چې ايا مشرف د دې حقيقت منلو ته چمتو دى، چې د پاکستان خلک نور د هغۀ نه او د هغۀ د پاليسيو نه تر پوزې راغلي دي او د روښانفکرۍ په جامه کې د ترهګرۍ لوبې ته د پاى ټکى ايښودل غواړي؟ د متحده مجلس عمل د هغو ملايانو پر ضد رايې ورکول چې په پنځه کاله کې يې تش په بازارونو کې د موسيقۍ کېسټونه ماتول او نور يې نو د هرې روا ناروا لارې مالونه او جاييدادونه راټولول او د يو ستر منافقانه سياست استازيتوب يې کاوۀ، دغه راز په مرکز او نورو ايالتونو کې د هغو خلکو شرمېدلې ماتې چې په خلکو يې خپله خوښه د ټوپک په زور منله او په خپلو تورو منافقانه او تنګ نظره څېرو يې د روښانفکرۍ نقابونه راغوړولي وو، د دې ښکارندوى دى چې ولس نۀ ترهګري غواړي، نۀ ګډوډي او نۀ پښتانۀ او نور قومونه د افراطيت ملګرتيا او ملاتړ کوي. 



که مشرف په دې حقيقت پوهه وي او د خپلې شخصي بادشاهۍ لۀ سره خپل ملت ځارول نۀ غواړي نو دا وخت دى چې د خپل ولس غږ  او غوښتنې ته غاړه کېږدي او د خپلو ملا دوپيازه ټايپ ملګرو او د هغوى د غلطو پاليسيو او مشورو څخه لاس په سر شي. هغه بايد په دې خبره سر خلاص کړي چې پښتانۀ او افغانان نۀ ترهګر دي او نۀ افراطيان، او نۀ د ترهګرو او افراطيانو سره خواخوږي لري. دوى د افغانستان په ټولټاکنو کې هم اعتدال ته رايې ورکړې دي او د پاکستان په انتخاباتو کې يې هم خپله دغه خوښه په ثبوت ورسوله. 



که دغه حقيقتونه ومنل شي او د خلکو غوښتنې ته غاړه کېښودل شي نو دا به په رښتيني توګه د دې انتخابونو ګټه او لاس ته راوړنه وي او همدغه به د دې سيمې د خلکو لپاره د خوشحالۍ ورځ وي ځکه چې امنيت او هوسا ژوند د هر چا ارمان دى او هر څوک ورته لېواله دي. خو کۀ داسې ونۀ شي نو بيا نۀ دا ټولټاکنې څۀ مانا لري او نۀ څۀ ګټه. بيا به څو ورځې د خوشحالۍ غلط فهمي او ورپسې هماغه زړه د جنګونو، چاودنو او ځانمرګي بريدونو لوبه وي چې ګټه يې هيڅ نشته مګر زيانونه يې ژور دي. دې د وينو سوداګرۍ ته نور په افغانستان او پاکستان کې د پاى ټکى ايښودل پکار دي. همدا د خلکو د رايې رښتينى احترام دى