کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان کښي اضطراري حالت اعلان سو

پاکستان کښي اضطراري حالت اعلان سو

د پاکستانۍ ورځپاڼي جنګ دغه خبرخپور کړی چي نن د شنبې په ورځ په
پاکستان کښي استراري حالت اعلان کړل سو. پدې ترڅ کښي د پاکستان په پلازمېنه اسلام
آباد کښي د پاکستان د لوړو مقاماتو يوه غونډه روانه ده. د خبرونو له مخې په اسلام
آباد کښي څه باندي پوليس اماده کړل سوي دي. د هيواد په پلازمېنه کښي دمهمو ودانيو
امنيت ټينګ کړل سوی دی.


د پاکستان د شخصي تلويزونو ټوله خپروني بندي کړل سوي دي. ښايي نن
ماخستن جنرال پروېز مشرف د پاکستان وګړو ته يوه تلويزوني وينا وکړي