کور / تازه خبرونه / بلجیم:په افغانستان کې د جګړې په اړه لاریون وشو

بلجیم:په افغانستان کې د جګړې په اړه لاریون وشو

د بلجيم هيواد په پلازمينه بروکسل کښې د افغانانو او د بلجيم د سولې غوښتونکې ټولنې له خوا نه يو سوليز لاريون تر سره شو
ټولو لاريون کونکو په ګډه او په جګ غږ داسی وویل
مونږ بمونه نه ښونځی غواړو
مونږ جنګ نه روغتون غواړو
…جنګ بس کړی جنګ بس کړی
مونږ جنګ نه غواړو
په دغه لاريون کې ټولو په ګډه د ناټو او نورو بهرني سرتیرو ژر تر ژره له افغانستان څخه د وتلو غوښتنه کوله او د بې ګناهو وژل شو افغانانو په احترام 2 ځلی 30 ثانيه په خپلو ځایونو کې ودريدل
په اخره کې لاريون په ښه توکه او بې له کومی ستونزی پای ته ورسید.