کور / سياسي / دوه سری ښامار ، پښتون ټارګيټ دی

دوه سری ښامار ، پښتون ټارګيټ دی

سږ کال د ټاکنو په درشل کې هغه سيمې چې تر دې مخکې نا امنه نه  وې،  په قصدي  ډول ورته لمن ووهل شوه، په شمالي ولايتونو کې پښتون ميشتې سيمې د پخوانيو دسيسه کارانوله خوا د خپلو پخوانيو دسيسو په دوام  په قصدي ډول نا امنه شوې او په دغو سيمو کې د ټاکنو مرکزونه وتړل شول چې د شمال پښتانه ونه کړای شي خپل استازی پارلمان ته وليږي  په شمالي ولايتونوکې دولسي جرګې پٍٍښتانه کانديدان په دې باور دي چې ولس دښمنه ډلوډېرې پيسې لګولي وې چې د انتخاباتو په وخت کې به يو شمير کسان د طالب په نوم ديوشمېرکسانوپه استخدام سره دسيمې امنيت ګډوډکړي څو وښيي ټاکنې دلته نشي کيدی او دټاکنوکميسيون ته په هغوسيمو کې دمرکزونودتړلوپلمه په لاس ورشي .
دغه پروژه چې په ډيره سيستما تيکه او ماهرانه توګه د يو شمير هغو کړيو  له خوا رهبري کيده چې پرته له کړاو ، بدمرغيو او ناخوالو څخه يې دې هيواد ته بل څه نه دي کړي .ديادونې وړده چې  دټاکنو په رارسيدوسره په شمالي ولايتونوکې دامنيتي چارواکو بدلون هم ددې پروژې يوه برخه وه  .
د تيروپارلماني ټاکنو په مهال په شمالي ولايتونو کې  دځينو هغو مطرحو  پښتنو کانديدانو په وړاندې چې په دوو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ښاغلي کرزي ملاتړ کړی د همدغو ډلو له خوا يوشمېر بې هويته خرڅ شوي کانديدان يوازې ددې لپاره ټاکنو ته ودرول شول چې د يادو کانديدانو رايې پرې راکمې کړي د سيمې د يو شمېر سپين ږيرو او مشرانو چې کله دې دسيسې ته پام شو سمدستي ددې ستونزې د حل په موخه لاس په کار شول ځکه دوی ته ښکاره وه چې دغه کانديدان د څه لپاره درول شوي او دا هم ورته معلومه وه چې دوئ په پښتنو کې څومره نفوذ او شناخت لري ، دغو کانديدانو چې تردې مخکې يې د بېګاه ډوډۍ  نه درلوده يو ځل يې خبره نوي ماډل لنډ کروزرونو ته ورسيده ، دسيمې يو شمېر پښتنو مخورو د جرګو او مرکو له لارې وغوښتل دغو کانديدانو ته جرګه شي له دوئ څخه يې يو شمېر په ظاهره تير شول  خو کار پلان شوی و .


بل لورته د ټاکنو په را رسيدو سره دغه ولايتونه په ډيره لږه موده کې نا امنه شول په خاص ډول هغه  پښتون مېشتې سيمې چې تر دې وړاندې په کې هيڅ ستونزه نه وه خو له ټاکنو څخه  يوه ورځ مخکې نا امنه اعلانيږي ، ماته په هغه ورځ يوه سپين ږيري ټيليفون  وکړپه ډيرې نهيلۍ سره يې راته وويل بچيه زموږ غږ رسنيو ته ورسوه موږ پښتنو ته دسيسه جوړه ده ، د نوموړي په وينا چې موږ اوس د ولايت مرکز ته راغلي يو حکومت  ته ضمانت ورکوو چې ددغو سيمو امنيت موږ قومي سپين ږيري په خپله ساتو خو څوک مو غږ نه اوري .
ټاکنې وشوې خو په پښتنو سيمو کې نه ،ځکه په دې سيمو کې دوه ډوله اوازې خپرې شوې وې (يو داچې که چيرې څوک په ټاکنو کې برخه واخلي د دولت مخالفين به يې ووژني بل دا چې که په دې ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه وي کيدای شي بهرني ځواکونه به پرې بمبارد وکړي) په ځينو خاصو سيمو کې يو څو ډزې ترسره شوې خود هغوعاملين هم بيرته د وسلوالوکانديدانو له خوا په شا وتمبول شول ، دلته دا پوښتنه را ولاړيږي چې هغه ولسوالۍ چې د حکومت له خوناامنه اعلانيږي هلته په زرګونو امنيتي ځواکونه ليږل کيږي خو هغه سيمې چې د دوئ په اصطلاح نا امنه دي يو عسکر هم نه ورځي  ددغې خبرې ما نا داسې بريښي چې دغه سيمې دوئ په خپله په امن او نا امنه کړي چې دازما دادعا  يو ښه ثبوت دی.
اصل ټکی دا دی چې پښتون ټارګيټ دی او  په څه ډول بايد وځپل شي ، په هر ډول چې کيږي بايد له شمال څخه پښتون سر راپورته نکړي ،د دغو دسايسو ترشا د يو شمېر پښتنو قومندانانو لاس هم د يادونې وړ دي، چې دوئ ته هم د يادو ډلو له خوا په بوجيو ډالر ورکول شوي خو دوئ هم  پاتې نه شول ،هغو کسانو چې په يادو ناامنيو کې لاس درلود او استخدام شوي ښکاره کسان وو د خپل بادار په غوښتنه د دولت له خوا په  يوه ورځ کې له منځه  وړل کيږي او دغه سيمې بيرته د امن سيمې اعلانيږي  ترڅو د دسيسه ګرو رازونه افشا نه شي خو ددغه دوه سري ښامار  دپروژې پای دکندز په والي انجنير  عمر تر سره شو.