په بمي چاودنه کي د ناټو يو بل سرتيری وژل سوی دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2010


لراوبر – کابل اکتوبر ۱۲

د ناټو يو پوځي نن د افغانستان په سهېل کي د بم په چاودنه کي ووژل سو ، ددې پوځي وژل د ناټو لخوا د يوې خبرپاڼي په خپرولو تاييد سوي دي خو د وژل سوي سرتيري هويت او د پېښي دقيق ځای پټ ساتل سوی دی . بله خوا نن سهار په کنړ کي هم په يوه څرخکه کي د چاودني له امله دوه ناټو سرتيري وژل سوي او ۱۲ نور ټپيان سوي دي .  

Copyright Larawbar 2007-2024