ناټو: په بېلابېلو عملياتو کي سيمه ايز طالب مشران نيول سوي
لراوبر ، اکتوبر ۱۲ – ناټو ځواکونه وايي چي تېره شپه يې د طالبانو يو سيمه ايز مشر او د هغه دوه انډيوالان چي پر ايتلافي ځواکونو او امنيتي پوستو په بريدونو کي يې لاس درلود د عملياتو په ترڅ کي نيولي دي . ناټو وايي چي دغه کسانو ځانمرګي بريد کوونکو او نورو چاودنو ته چاودېدونکي توکي هم جوړول .
په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه عمليات د استخباراتي معلوماتو پر اساس تېره شپه د زرمت ولسوالۍ د شکرخېلو په شمال لويديځه سيمه کي ترسره سوه .چي لومړی افغان سرتېرو په لوډسفيکرونو کي اوسيدونکو ته له ودانۍ د راوتلو خبردارﺉ ورکړ او ورسته د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ياد سوی کسان پېژندل سوي او نيول سوي دي . طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .
د يوه بل خبر له مخي ناټو ويلي چي تېره شپه يې په روزګان او وردګ ولايتونو کي هم جلاجلا عملياتو په ترڅ کي دحقاني ډلي او طالبانو سيمه ايز مسولين نيولي دی ، ناټو ادعا کوي چي په ټولو يادو عملياتو کي افغان سرتېرو هم برخه ورسرله لرله ، دوی وايي چي د عملياتو په پيل کي ملي اردو له لوډسفيکرونو کار اخستی ، خلک يې له ودانيو بهر را ايستلي او بيا یې بېله ټک و ټوکه د طالبانو پېژندګلوي کړې او نيولي يې دي .
د ناټو او طالبانو دواړو لخوا ددغسي خبرونو سپيناوی په خپلواکه توګه ناشونی دی ،په تېر وخت کي زياتره ددغسي عملياتو په باب يوازي ښکېلو ډلو په خپله ګټه مالومات خپروي .