چيلي: د کان کېندونکو د رایستلو کار پیلیدونکی دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2010



د چلي د چارواکو مطابق په یوه کان کې له دوه میاشتو راهېسې ګېرشویو کان کېندونکو د راېستلو کار به په راتلونکو څلوروېشت ساعتونو کې پيل شي. نوموړي کان کېندونکې له اووم د اګست نه اووه سوه مېتره د ځمکې لاندې ګېر شويدی.
انجینیران وايي چې شپږسو دوه وېشت مېتر کښته کېندل شوي سورنګ اخر پورې د کېپسولونو د رسولو تجربه بریالۍ شویده. د انجېنرانو مشر اېنډري سوګریټ وايي چې لومړي تجربه بریالي شویده، په دې تجربه کې مو یو کېپسول لاندې سورنګ ته ولېږه او کله چې مو بېرته راوېسته نو یو ځای لږ ګریدلی وه.

بیا هم د انجینیرانو مشر خبرداری ورکوي چې عمودي سسټم کې دې مرستندویه کار کې دخطر امکان شته.


دیادولو وړده چې د کان نه بېرون خلک ډېر خوښ بریښي ، د نوموړو کان کېندونکو کورنۍ ټولې د کان بېرون کان کېندونکو ته په ډېره لیوالتیا منتظر دي، د چلي ولسمشر هم د چارشنبې په ورځ د کان د لیدلو دوره کوي، په دې وخت د امنیت سخت تدابیر نیول شویدي.


د کان کېندونکو دخپلوانو انځورونه لاندې کتلای شي .

Copyright Larawbar 2007-2024