طالبان: له افغان حکومت سره خبري تبليغات دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 13th, 2010


لر او بر ته له افغان حکومت سره د طالبانو د پټو خبرو اترو په اړه د طالبانو لخوا يوه اعلامیه رارسېدلې چي له دولت سره يې يو ځل بيا د سولي خبري رد کړي دي.
په اعلاميه کي راغلي چي د دوى دښمن د مذاکراتو په بې بنسټه ادعاوو او تبليغاتو غواړي چي د خلګو ذهنيت بلي خوا ته واړوي.
اعلاميه وايي که رښتيا هم له حکومت يا کومي بلي مرجع سره د سولي په باب د طالبانو کوم استازي خبري کړي وي، سند دي يې وړاندي کړي، کنې نو دغسي ادعاوي هيڅ رښتينى بنسټ نه لري.
په اعلاميه کي طالبانو يو ځل بيا ټينګار کړى چي تر څو له افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي دوى به له دولت سره خبري ونکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024