تازه خبر : د ناټو شپږ پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 13th, 2010


ناټو په خپل تازه خبر کی ومنل چی طالبانو نن د دوی شپږ پوځیان ووژل . د دې جملې څخه څلور یې په جنوب کی ماین والوزول ، پنځم یې هم په جنوب کی ماین ووژﺉ ، او شپږم یې په ختیځ کی د مرمۍ ښکار سو .
بلخوا ، پنتاګون وویل چی وړمه ورځ چی کوم دوه بهرني پوځیان وژل سوي وو ، هغوی دواړه امریکایان وو .
په دې سره د بهرنیو پوځیانو تلفات ۲۱۵۱ ته ورسېدل چی ۱۳۲۹ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024