کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملي ترمينالوژي دې مراعات کړى شي

ملي ترمينالوژي دې مراعات کړى شي

  دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه دسلواغي ٢٧مه   


 په افغانستان کي د ملي ترمينالوژۍ  د پلي کېدوسره که څه هم يو شمير مخالفتونه ليدل کيږي خوبايد چارواکي يي دپلي کيدو لپاره چټګ ګامونه پورته کړي .


 دا   څرګنده ده چې دملي ټرمينالوژۍ  په برخه کې هم  په هيواد کې د ننه يو شمير کسان لکه   چې په پوځي  ، کلتوري   او مذهبي برخو کي له بهرنه  هڅول کيږي،دندې اخلي تر څو د هېواد ملي ټرمينالوژي  له پامه وغورځول شي او په دې اړه د  قانون خلاف ګامونه اوچت شي .


که چيري په افغانستان کي دنورويرغلونوترڅنګ کلتوري يرغل مخه  ونه نيول شي نوکيداي شي  د وخت په تېرېدو سره به يو شمېرافغانان   موټر ته اتومبيل  يا ماشين   او بادرنګ ته خيار ووايي  . 


که څه هم په افغانستان کي د بهرنيونومونو اواصطلاح ګانو راوج کيدل  اوخپريدل ډيره مخينه نه لري خو بياهم له بهرنيوسازمانونو سره تړلې حلقي غواړي چې د هماغه کلتوري يرغل کوونکيو سره مله او دې ته وده ورکړي .


که څه هم لا وخت تېر نه دى  خوکه چيري داطلاعاتو اوکلتور وزارت ،د علومو اکاډمۍ او نورو اړوندو ارګانونو وړاندې  توجه کړې واي نو نن به دکلتوري يرغل کوونکيو دملګرو د مخالفت سره نه واي مخ شوي .


په افغانستان کي دپرديو دکلتورونودخپريدو لپاره ډيره ښه زمينه مساعده ده   ځينې افغانان خودپرديو کلتور په ډسير فخر په خپل هيواد کې پلى کوي.


ددې ډول کسانودې ته پام نه دى چې که په ايران کې چې ژبه يې فارسي ده ، زموږ دخوږې  درې ژبې کومه کلمه وکارول شي نو هيڅ کله به يې هم ايرانيان ونه مني او سخت غبرګون به ورسره وښيي. 


 خو په افغانستان کې که د ټلويزيونون خپرونو اوداسې نورو کړنو ته پام وشي نو کولتوري يرغل داسې کچې ته رسېدلى چې که مسوول چارواکي يې د مخنوي په اړه ټينګ  ګامونه وانه خلي نو د لږ وخت په تېرېدو سره به افغانان خپل ټول کلتوري ارزښتونه له لاسه ورکړي .  


 د اطلاعاتو او کلتور وزارت څو ورځې وړاندې په دې اړه يو پر ځاى قدم اوچت کړ او يو خبريال چې د ملي ټرمنالوژۍ سره په ټکر کې پردۍ کلمې يې کارولې وې ، کسر معاش کړ.


داخبره ښه شوه چې له همدې ځايه راپورته شوه داړوندو چارواکيو په قلم دې برکت  وي چې دغه شان ګام يې اوچت کړ خو د حيرانتيا وړ خبره داده چې زموږ يو شمېر افغانانو د يادشوي وزارت له دې پر ځاى اقدام سره مخالفت وکړ.  


له دې داسې څرګنديږي چې يو شمېر کسان د هېواد د اساسي قانون يوازې هغه برخې مني چې زړه يې وغواړي او ځانونه ددې قانون د پلي کولو په اړه مکلف او ژمن نه بولي .  


په هېواد کې ټولې  مروجې ژبې بايد د هر افغا ن لپاره د خپلې ژبې حيثيت ولري ، پرې ووياړي او د غني کولو لپاره يې هڅې وکړي اوهغه کلمې په کې وکاروي چې خپلې يې وي .  


د پرديو ژبو کارول په خپله ژبه کې وياړ نه بلکې شرم دى او هغه څوک چې غواړي په دې برخه کې هم د پرديو لپاره کار وکړي ،بايد په دې پوه شي چې افغانان له خپل وطن ، له خپلو خلکو او له خپل کلتور    اوخپلوالۍ سره مينه لري او کله به هم چاته اجازه ورنه کړي چې د   ملي ارزښتونو پر ضد يې کار وکړي .