کور / راپور / د پښتون قام له درانه مشر افضل خان لالا سره مرکه 1

د پښتون قام له درانه مشر افضل خان لالا سره مرکه 1

کله چې موږ يوه لوى او ښکلي تالار ته ور ننوتلو، مخامخ د لويو پوسټرونو په منځ کې مې سترګې په غټو ټکو ولګيدلې چې ليکل شوي وو:


       ساه مې واخله  خو پښتو رانه وانخلي            زه پښتون يم په پښتو باندې پتمن يم
      که زما ((ستوري)) په قبر چېرې راشې              په پښتو راته دعا کړه پرې مين يم



Mohammad Asif Wardagو دريدم او د يوه انډيوال په توګه مې د خپل ارواښاد انډيوال دغې غوښتنې ته د درناوي په توګه خپل لاسونه لپه کړل او په پښتو مې د احترام مراتب پر ځاى کړل.


د لته د يوه افغان عالم، ملي مبارز د PSDP مشر او بنسټ اېښودونکي ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د لومړي تلين ياد غونډه وه چې په ٢٠٠٧ – ٦ – ٨ نېټه د جمعې په ورځ د مازديګر په شپږو بجو د جرمني د هورت د ښار په Event Palast په لوى تالار کې نيول شوې وه چې د څلورو سوو په شا وخوا کې يې افغان ګډونوال درلودل.


د دغو مشرانو، روڼ اندو، فرهنګيانو، فرهنګپالو او علمي شخصيتونو په کتار کې يو هم د افغان يوه وتلي قومي مشر، د افغان ملي وحدت يو زړه سواندي لارښود نوميالي سياستپوه، د عوامي نشنل ګوند ANP مشر ښاغلي محمد افضل خان مشهور په ((خان لالا)) هم تر سترګو کېده چې د يوه ګران ميلمه په توګه يې په دغه غونډه کې برخه اخستې وه. مخکې له دې چې غونډه پيل شي، د مشر ميلمه روغبړ ته ورغلو د پښتني مينې په تودو غېږو مو يو بل و نازول.


دا چې خان لالا ته به نور په کومه سترګه ګوري هغه د دوى خپل کار دى، خو زما له سترګو يو فقيرخويه مسلمان، يو دروند بې کبره صاف ساده پښتون دى. خان لالا د فقيرۍ په عالم کې سپينې خبرې کوي او په ټوله امانت دارۍ سره يې خپل افغانيت او افغاني غرور ساتلى دى.


د غونډې په تالار کې د خان لالا سره د روغبړ نه وروسته خبرې ډېرې لنډې وې، ځکه غونډه پيل کېده. افغاني دود ماته حکم کاوه چې خان لالا ته د يوه ګران ميلمه په توګه د ميلمستيا وړانديز وکړم  او په وردګي غريبانه ((کورتو)) يې ونازوم، د زړه خواله به ورسره وکړو او هم به د وطن په حالاتو يوه هر اړخيزه مرکه د خپلو درنو لوستونکو مخې ته کېږدو. درانه مشر په ډېره مهربانۍ سره زما وړانديز ومانه، مګر په خواشينۍ سره چې د وخت د کموالي له کبله دغه وياړ ماته را په برخه نشو او په بيړنۍ توګه وطن ته روان شو. مګر سره له دې هم کله چې خان لالا د فرانګفورت هوايي ډګر ته د تګ په حال کې و زه وتوانيدم چې په بيړه- بيړه دواړه تليفوني بنډار وکړو.


زه د PSDP د مشرانو د جرګې او په ځانګړې توګه د ښاغلي نصير ستوري د همکارۍ نه مننه کوم چې د دې مرکې زمينه يې برابره کړه.


د نوموړې غونډې په هکله يوازې دومره غواړم ووايم چې: د دغې درنې غونډې په دروندوالي سربيره په ځينو محتوياتو يا اړخونو په خاصه توګه د ځينو ويناوالو په ويناوو درنې نيوکې هم لرم، خو د خپل ارواښاد انډيوال ډاکټر ستوري د ارواح په احترام د تبصرې او يادون نه يې ډ ډه کوم.


ستاسې انتظار هم لنډوم، خو د پور د پريکولو په خاطر بايد يادونه وکړم چې دغه Eventpalast سالون چې د تکړه افغانانو له خوا ډېر ښکلى او مډرن جوړ شوى دى، د دوى ټولو د پاکې افغاني روحيې او پښتني مينې او ميلمه پالنې نه مننه وکړم. زه به مې خبرې نورې لنډې کړم، او د درانه مشر ((خان لالا)) سره د زه بړاس به د ((لپې)) له درنو لوستونکو سره هم شريک کړو.


په مينه او ادب
ستاستو خدمتګار محمدآصف وردګ
  ٢٠٠٧ – ٦ – ١٤ جرمني 
( له روغبړ نه وروسته)


 خپل ملک او وطن افغانستان ته په ويزه راغلى يم



آصف وردګ: خان لالا المان ته مو دا ځل راتګ رسمي بڼه لري او که شخصي؟


خان لالا: المان ته پدې وجه راغلى يم چې دلته کې د يو ډېر عظيم شخصيت چې د هغې نوم کبير ستورى دى د هغه خداى بښلي لومړنى تلين و.


زه د سکول (ښوونځي) له وخته پدې ذهن يم او دا سياسي مفکوره مې ده چې پښتانه شته او قام نه شته، قام په ١٨٩٣ ز کال کې انګريزانو وېشلى دى، د هغه خاوره يې هم تقسيم کړې ده چې دا مفکوره د کبير ستوري هم وه. هغه داسې يو انسان و چې يوازې دا مفکوره يې نه وه بلکې د دې مفکورې چې په پښتنو کې څوک حاميان او لرونکي وو د هغوى نه يې هم ځان خبراوه او ځان يې ورته رساوه. لهذا دلته چې د ده دا پارټي د PSDP کار کوي ګڼ ملګري چې د کار خلک دي پکې شته دي. هغوى چې خپل لومړنى کميسيون جوړاوه زه يې هم راغوښتى وم اوس چې د هغه تلين و نو ما دا خپل فرض ګڼل چې پدې تلين باندې حاضر شم او خپل عقيدت د هغه په برخه کې وړاندې کړم.


وردګ: پدې غونډه کې ما د يوه عيني شاهد په توګه د ځينو ويناوالو نه ګډې وډې خبرې واورېدې چې اصلاً يې د غونډې د روحيې سره تړاو نه درلود، چې تاسې هم د يوه محترم ميلمه او مشر ويناوال په توګه شاهد ياستئ. دا د ارواښاد ډاکټر ستوري لومړنۍ کليزه وه، ښه به داوه چې دوستان د ارواښاد په کارنامو غږېدلي واى نه په خپلو کارنامو، يو بل د سياسي څېړونکي په نامه راجګ کړى شو او د دغه دريځ (سټيج) نه يې د ښوونکي په توګه غونډه والو ته د کمونيزم د بدنام او ناکام مکتب د وړکتون سبق شروع کړ. نه يوازې دا چې دغه دريځ د دې بحث لپاره نه و اورېدونکي يې هم نه درلودل. تر دې ټولو نه خو ماته ډېره د حيرانتيا خبره دا وه چې يو بل نازولى ميلمه چې تر ټولو يې جګ کينولى و د يوه مبارز پښتون په نامه يې را جګ کړ او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې پښتون واحد قوم او افغان خاوره په څو ټوټو و وېشله، يوه ټوټه يې پاکستاني پښتون ووايه او بل ته يې افغاني تاسو يې هم د پاکستاني پښتون په وېش کې راوتسلى، زه نه پوهيږم چې ده ته خپل ولديت او تاريخ معلوم نه و که د ISI پښتون و. دغه ډله په کوم منطق پښتون قوم او افغان خاوره په پنجابيانو پورې تړي، نه پوهيږم چې دوى ډېر بې عقل دي او که وطن فروشان او که دا نه وي نو دا حق دوى ته چا ورکړى دى؟ ځينې نور وايي دا لر او بر پښتانه، خان لالا دا لر او بر پسې څه مانا؟ دغه ګوډاګيان ولې د افغان په يو واحد ملت کې مليتونه او د پښتون په يوه واحد قوم کې قومونه او لر او بر جوړوي. افغان پښتون خو يو قوم دى اصلاً لر او بر نلري، دا په کوم منطق کيدلى شي چې يوه ورور ته پاکستاني او بل ورور ته افغانى وويل شي.


پدې هکله د يوه افغان قومي مشر او سياست پوه په صفت ستاسو نظر څه دى؟


خان لالا: وردګ صاحب! که تاسو ورته خيال کړى وي ما په دې غونډه کې په خپله وينا کې ويلي و چې لر او بر چې زه اورم ماته ترې ډېر درد رارسيږي او د دې نه دا معلوميږي چې موږ په لاشعوري توګه د غاصب هغه عمل منو.


په افغانانو (پښتنو) کې لر او بر نشته، د ده په سيمه کې هم لر او بر نشته. اوس هم زه تاسو ته وايم چې پښتون يو قومي وحدت و، يو قومي وحدت دى او يو قومي وحدت به په خپله ترلاس کوي. دا زما يقين دى ځکه چې دا يې فطري حق دى، دا يې قانوني حق دى، دا تقسيم نور داسې نه شي پاتې کېداى، دا قوم به سره يو کېږي، ځکه دا يو واحد قوم دى.


په ١٨٩٣ ز کال کې انګريزانو موږ د خپل اصلي کور افغانستان نه بهر کړو په يوه حصه باندې يې دا نوم ((افغانستان)) پرېښود او نورې درې توکړې يې ځنې وشلولې او په هغې باندې يې داسې نوي نومونه کېښودل چې د هغه زاړه نوم سره يې هېڅ رابطه نه وه، ځکه هغوى غوښتل چې دا جذبه  پاتې نه شي او ختم شي. مقصد يې دا و چې د هغوى ١٣٧٣٤ پوځيان چې د سفير مکناټن  سره په خورد کابل او بالاحصار کې ټول وژلي وو د هغوى د قوت د ماتولو لپاره يې دا قدم واخست، چې دا تجزيه يې وکړه. هغوى ويل په افغانانو کې دا مټې د چا دي چې موږ يې ختم کړو نو هغوى دې نتيجې ته ورسيدل چې په افغانانو کې دا مټې د پښتنو وې، نو د دې قوت د ماتولو لپاره دا اولنى استعماري غاصب دى چې د پښتنو خاوره او پښتون قام يې څلور ټوټې کړ. د دې نه مخکې چې هر تيري کوونکي راغلى دى دوى ورسره جنګېدلي دي. مغولو هم د انګريزانو نه مخکې دا کوښښ کړى و چې پښتانه کمزوري کړي او سپک يې کړي خو هغوى پدې کې نه و بريالي شوي.


وردګ صاحب! په دنيا کې يوازې پښتون (افغان) قوم نه دى تقسيم شوى بلکې ګڼ قومونه تقسيم شوي دي. د دويمې نړيوالې جګړې نه وروسته المانيان هم دې حاوي قوتونو څلور تقسيمه کړى و چې وروسته بيا په مغربي او مشرقي جرمني ياديدل، خو په دوى کې دومره ملي احساس پياوړى شوى وو، قومي تړون پکې دومره پياوړى وو چې هغوى په ٤٥ کلونو کې هغه خپل قومي وحدت بيا حاصل کړ. زموږد افغانانو بد قسمتي دا ده چې موږ تقسيم يو مګر په موږ کې لا دا جذبه او دا ملي احساس نه دى پيدا شوى، زموږ ډېر لوستي خلک، عالمان او پوهان هم د قومي وحدت خبرې ته غوږ نږدي. وردګ صاحب زه په دې نظر يم چې تر څو پورې پښتنو خپل قومي وحدت نه وي ترلاسه کړى نو د يوه قوم په حيث د دوى هېڅ احترام نه کېږي.


زما ټول سياست د همدغه يوې جملې (پښتون قامي وحدت) دى که زه د ولي خان په ژوند د ANP نه جدا شوم نو وجه يې دا وه چې ANP د مسلم ليګ سره اتحاد وکړ، نو ما خان عبدالولي خان ته په واضح ټکو کې وويل چې دا U-Turn دى او ما د دې فيصلې مخالفت وکړ ځکه چې زه د پښتون قام د وحدت فکر کوم او دغه اتحاد زما د مفکورې ضد و، نو ما خپل طرف نه شو بدلولى او د پښتونخوا قومي پارتۍ په نوم مې خپل سياست جاري وساته. لس کاله پس چې کله ANP (عوامي نشنل پارټي) د نوازشريف سره خپل اتحاد ختم کړ نو بيان يې جاري کړ چې دغه اتحاد غير فطري و، دغه وخت ولي خان ژوندى و ما ورته وويل دغه اتحاد غير فطري نه بلکې U-Turn و اوس که موږ بيا يو ځاى شوو، نو هم په دې يو ځاى شولو چېANP خپل منشور کې ترميم وکړ او په درېيمه ماده کې يې وليکل چې: ((د پر امنه او جمهوري هڅو په ذريعه د پښتون قومي وحدت زموږ مرام دى.))


وردگ صاحب! دا چې تاسې وويل د افغانستان پښتانه او د پاکستان پښتانه نو ما د پارلمان په اولني تقرير کې دې صوبې ته پښتونخوا و ويله نو د قومي اسمبلۍ سپيکر چې هغه په خپله هم پښتون و ترين و د ايوب خان زوى ګوهر ايوب و زه يې منع کړم هغه و ويل چې په پاکستان کې د پښتونخوا په نوم هېڅ ځاى نشته. نو دغه وخت ما په اسمبلۍ کې په استحصال باندې خبره کوله او زما ذهن دا دى چې په کومه معاشره (ټولنه) کې د استحصال ګراف زياتيږي نو هغه زما په نزد نه جمهوري ده او نه ازادي. او په کومه ټولنه کې چې د استحصال ګراف کمېږي هغه ازاده هم ده او جمهوري هم ده. نو ما ورته و ويل چې زه په استحصال خبره کوم نو د دې نه زيات استحصال شته چې زه پښتون يم زه خپل تشخص  غواړم او تاسې وايئ چې نه! ستاسې خپله پېژندګلوي او تشخص نشته. بيا سپيکر و ويل چې ته دا نه شي ولى چې دا د آئين (قانون) خلاف ورزي کوې. يو تن پکې و ويل چې د ملک د ماتېدو خبرې کوې. نو ما ورته وويل چې د کوم آيين (قانون) چې دوى خبرې کوي دغه آيين ماله بنيادي حقوق راکړي دي او په بنيادي (بنسټيز) حقوقو کې اولنى حق دا دى چې د ((تقرير او تحرير ازادي)) نو که زه د پارلمان د غړي په حيث په پارلمان کې خپل حق نه شم استعمالولى نو زه بيا کوم ځاى کې خپل حق استعمال کړم. نو بيا سپيکر ماته وويل چې ته يې ويلى شې خو د خپلې پارټۍ او ګوند له طرف نه. نو ما ورته وويل چې سپيکر صيب زه د نواز شريف خلاف د وزير اعظمۍ منصب ته ولاړ يم نو دا خو د مخکې نه ښکاره وه چې د هغه په House (پارلمان، قومي اسمبلۍ) کې دوه پر درې اکثريت وو او هغه به يې گټي. زموږ د پارټيو يو اتحاد د PDA په نامه و نو په هغې کې بينظير بوټو ماته وويل چې خان صيب همدغه شان ورته دا سيټ نه پرېږدو ته يې مقابله وکړه. نو ما سپيکر (گوهر ايوب) ته وويل چې ايلکشن (ټاکنې) نواز شريف ګټلې دي انتخاب هم هغه دى زه خو د خپل ګوند له طرفه وايم نو بيا د هغه سره ځواب نه وو، نو دا خبره بيا په عام ډول مشهوره شوه چې په پښتنو کې به هم چا تقرير کاوه نو هغوى به هم صوبه پښتونخوا ويله. د پاکستان ماحول خو داسې دى چې صوبه پښتونخوا ته هم تيار نه دي، پښتونستان ته هم تيار نه دي، يانې هغه لفظ چې د هغې نه د پښتنو (افغانانو) شناخت کېږي هغې ته نه تياريږي. نو بيا صحافيان (ژورناليستان) مانه پوښتنې کولې يو په دې ډېر کلک و او دې ته نه راتلو چې صوبه پښتونخوا ووايي. نو ما ورته وويل: که تاسې د دې نوم نه زياته يوره لرئ نو بيا دلته چې کوم پښتانه اوسي دغه صوبې ته جنوبي افغانستان نوم ورکړئ زموږ پرې اعتراض نشته. په پاکستان کې د هغې مثال شته لکه مغربي پنجاب، مشرقي پنجاب، مغربي بنګال، مشرقي بنګال. دغه کوم افغانستان چې احمدشاه بابا د قوم په مرسته جوړ کړى و په هغې کې پښتون من حيث القوم يو و، دا خو انګريز دا عمل کړى دى چې دا يې جدا کړي دي.


نو اصلي خبره داسې ده چې زموږ يوه خاوره ده د پښتنو (افغانانو) خاوره د بحرصغير هند حصه نه وه، دا خاوره د منځنۍ اسيا او بحر صغير هند ترمنځ پرته ده. پښتنو ته په تاريخ کې چا هندوستانى نه دى ويلى او نه ده (پښتون) هندوستانى د ځان سيال ګڼلى دى. د پښتنو خپل نومونه دي، عرب ورته سليمانى وايي، هندوستانيان ورته پټان وايي او پدې خپله خاوره موږ د پښتون، افغان او روهيله په نومونو ياد شوي يوو او ځآن ته پښتانه وايوو. نو زموږ چې کوم تاريخ ليکل شوى دى هغه معلوم دى چې دا يو قوم دى او د دوى خپلې کارنامې دي. د تقسيم نه مخکې د پښتنو (افغانانو) تاريخ دومره د فخر وړ دى چې ډېر په مشکله به ورسره نور قومونه سيالي کوي خو د دې تقسيم نه پس موږ په هر اړخ باندې پسمانده پاتې شوي يوو. په تعليم کې، په اقتصاد کې، په معشرت کې، په ساينس ټيکنالوژۍ او داسې نورو کې پسمانده يوو نو بله لار نشته بې غير له دې نه چې موږ خپل قومي وحدت بيا حاصل کړو.


وردګ: خان لالا دغه تش په نامه د ډيورنډ کرغېړنه کرښه چې افغان ولس يې په ظاهر کې ټوټه او نيم کړى دى، هېڅ راز داسې يو منطقي او قانوني دليل او يا کوم سند نه ليدل کېږي چې بېلول يې حقوقي اعتبار ولري. تاسو د دې کرغېړنې کرښې په هکله څه وايئ؟


خان لالا: وردګ صاحب! زه به په لنډ ډول ذکر وکړم چې انګريز د تزاري روس د مخنيوي لپاره د پښتنو خاورې ته راغى که نه نو انګريزان د جنوب نه د سمندر د لارې هندوستان ته راغلي وو او هندوستان ډېر په اسانه د هغوى په ځولۍ کې غورځېدلى و. دلته چې راغى نو هاغه وخت انګريز يو داسې حاوي قوت وو لکه څنګه چې نن امريکا حاوي (حاکمه) ده. نو داسې دره، داسې ګودر او داسې دښته پاتې نه شوه چې په هغې کې د انګريز وينه د افغانانو د وينې سره يو ځاى تويې نه شوه. نو دې خبرې انګريز ډېر په مشکلاتو کې واچاوه نو انګريز يوه پاليسي اختيار کړه چې هغوى ورته Forward policy وايي چې څوک درته نېغيږي ويې چقوه او مخ په وړاندې ځه چې د دې پاليسۍ تار د امو درياب پورې ورسيد. د پښتنو (افغانانو) دا فطرت دى چې پښتنو ته ماتې ورکولى شي خو په دوى شکست قبولى نشي. دى به تا راپرځولى وي خو وايې به چې درپاڅم به که نه. نو د همدې جذبې لاندې په دويم ژمي کې د شهزاده اکبرخان په مشرۍ کې افغانان راپاڅېدل او د انګريزانو ١٣٧٣٤ پوځيان يې و وژل نو لکه چې ما مخکې وويل انګريز دا تجزيه وکړه چې موږ چا ختم کړو. ځکه په افغانانو کې نور قومونه لکه ترکمن، تاجک، ازبک، نورستاني او نور هم شته. نو انګريزان دې نتيجې ته ورسيدل چې په افغانانو کې دا مټې د پښتنو دي، نو هغوى دا اراده وکړه چې دا قوت به زه ماتوم نو هغوى يوه بله پاليسي راوښکله چې هغه ته Static يا  Contain پاليسي وايي. مطلب يې دا و چې يوه کرښه راکاږه د هغې نه بره هېڅ کار مه لره او لاندې خپل کار کوه دا پاليسي هم کاميابه نه شوه ځکه په انګريزانو پښتنو د هرې خوانه غزاګانې کولې، د مومندو نه د حاجي صاحب ترونګزو په مشرۍ، د وزيرستان نه د فقير ايپي په مشرۍ، د يوسفزو له طرف نه په امبيله غزاګانې کېدلې، اپريدو په پېښور او چوڼۍ غزاګانې کولې نو د دې نه پس انګريزانو يوه بله پاليسي اختيار کړه چې هغې ته درې غبرګي سرحد (three fold from tier) وايي، سرحد يو وي خو هغوى درې کرښې واښکلې. اولنۍ کرښه يې د امو په درياب را وکښله چې دغه کرښه د تاج برتانيه او د تزار روس په منځ کې سرحد و په دې کې چې د افغانانو له خوا کومه ډله وه د هغې مشري هم افغان نه کوله ((سايمن)) انګريز کوله چې هغه په سايمن کميشن باندې مشهور و. بله کرښه د ډيورنډ ده. د ډيورنډ کرښه چې چا هغه وخت کې راکښله هغه هم سرحد نه و د ډيورنډ د کرښې لاندې بيا بله کرښه ده چې د هغې نه بيا لاندې رات (رعيت) دى چې (Setteld Area) ورته انګريزي کې وايي چې دغه لاندې کرښه د برتانوي هند سرحد و د برتانوي هند سرحدي قواوې چې هغوى ته Frontier Core او Frontier Constabulary فرانټيرکور او فرانټير کنټيبلري وايي د هغې څوکې د دغې کرښې نه بره د ډيورنډ طرف ته نه شته. د دغې کرښې او د ډيورنډ کرښې په منځ کې چې کوم پښتانه پراته دي هغه يې قبايل و ګرځول. د انګريزانو په وخت کې چې هغوى دغه کرښه راکښلې وه نو د سړک نه علاوه چا دا تپوس نه کاوه چې د دې کرښې نه پاس افغانان راځي او که د لاندې افغانان راځي. په سړک باندې هم ويزه او پاسپورټ نه و په Red Pass ريډ پاس به تلل راتلل دا کرښه د سره سرحد نه و چا چې دا کرښې راکښلې نو د هغوى هم دا په تصور کې نه وه چې ٥٤ کاله پس به يو نوى ملک د پاکستان په نوم رازيږيږي او هغه به بيا د ډيورنډ کرښه خپل نړيوال سرحد ګرځوي او پاکستان دا کوښښ کوي چې دا کرښه نړيواله سرحد کړي چې تراوسه پورې ورسره يو افغان حکومت نده منلې چې بل فريق يې ورسره ونه مني نو دا سرحد هېڅکله هم نه شي کېدى.


هغه حکومت هم نه ده ورسره منلې چې په پېښور کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په صدارت کې د افغانستان لپاره جوړ شو اولنى مشر يې صبغت الله مجددي و او درې مياشتې پس بيا پروفيسور رباني و چې د هغوى کورونه هم په پاکستان کې وو. بيا هغه حکومت ورسره هم نده منلې چې هغه د پاکستان حکومت د بې نظير بوټو په وخت کې د نصيرالله بابر په مشرۍ کې طالبان راپيدا کړه، هغه يې تربيه کړه، مسلح يې کړه او د ISI په سرګردګۍ کې يې افغانستان ته داخل کړل. يو افغان حکومت دانه شي منلى ځکه دا کرښه يو قوم نه، بلکې يو ورور، يو يو کور او يو يو خاندان تقسيموي، يوه يوه قبيله تقسيموي. دا پښتون (افغان) قوم يو فطري وحدت دى، د ده خاوره او ژبه هم يو وحدت دى. دوى کې لر او بر نشته، دا يو افغان واحد ملت دى.


وردګ: افغان چارواکي، افغان ولس په تېره پښتانه په دې هکله څه بايد وکړي؟


 ( نور په دوهمه برخه کي )