نهه تنه د نشه يي توکو د کاروبار په تور په جزا محکوم سول

د لراوبر اداره | اکتوبر 17th, 2010


دنشه يې توکو په وړاندې دمبارزې عدليې اوقضايي محکمې نهه تنه دنشه يې توکو دکاروبار په تور په نولس کاله بند اوڅه باندې يوميلون افغانيو په جزا محکوم کړل .

دنشه يې توکو په وړاندې دمبارزې دعدليي اوقضايي مرکز وياند وايي محکوم شوي کسان دامنيتي ځواکونولخوا ديونيم ټن تارياکو اوداتياکيلوګرامه هيروينو دکاروبار په تور له هلمند،نيمروزو،جوزجان اوپکتيا ولايتونوڅخه نيول شوي دي

Copyright Larawbar 2007-2024