جرمني د کډوالو قانون د سختېدو هڅه کوي
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل وايي، دا هڅې چې په دغه هيواد کې يوڅو کلتوري ټولنې رامنځته شي په مطلقه توګه ناکامې شوي دي.
ميرکل چې په پوټسډم ښار کې يې د خپل کريسچين ديموکراټ ګونډ يوې غونډې ته وينا کې وويل، له لسيزو راهيسې د مختلفو کلتورونو خلکو ته په جرمني کې د يو بل تر څنګ د اوسيدو د اجازې سره سره بيا هم هغوی د دغه هېواد د اصلي ټولنې جز نه شوو.
نوموړې پر هغو کډوالو چې په جرمني کې اوسيږي غږ وکړ، چې د الماني ژبې د زده کولو تر څنګ دې په ټولنه کې د جذبيدو لپاره لا نور ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د انګيلا ميرکل د ګوند غړو پر نوموړې فشار زيات کړڅو د هغو کډوالو پر ضد سخت دريځ غوره کړي، چې د جرمني د اصلي ټولنې غړيتوب نه غوره کوي.